تازه مطالب
کور / تبصرې / په سوريه کې د روسیې اوترکیې په منځګړتوب اوربند
سوریه ډیرز ښار

په سوريه کې د روسیې اوترکیې په منځګړتوب اوربند

 تبصره

د پنځوکلونو سختې جګړې او ددرې  مياشتو راپه دې خوا د سوریې په شمال  حلب ښارکې دمرګونې مقابلې وروسته اوربند وشو.

دا اوربند دروسیې  او ترکیې په منځګړتو ب رامنځته شو، چې د درې ورځو راپديخوا یې هلې ځلې روانې وې ،د ملګرو  ملتونو لخوا چې دوه ځلې د مخه په سوريه کې اوربند شوی و هغه د دواړو د اسد دپلوي ځواکونو او مخالفو لخوا مات کړل شوى و.

د روسیې پوځي سرچينې وايي، چې د تيرې  شپې د لسو بجو وروسته په ټوله سوره کې د اسد پلوي ځواکونو او هم د مخالفينو لخوا په شوي اوربند عمل شوی دى.

دا اوربند وروسته له هغې عملي شو، چې دروسیې اوترکیې جهور رئيسانو پوتين او اردوغان بشارالاسد ته   دسوریې د مخالفو ډلو سره د اوربند دموافقې ډاډ ورکړ.

که څه هم  ترکيه د امريکا سره  دناټو په تړون کې ملګرتيا لري او د امريکا د نږدې دوستانو څخه شمير کيدله، چې پر افغانستان  د يرغل پرمهال یې دامريکاپه مشرۍ خپل پوځونه افغانستان ته راليږلي وو؛ خو په ترکيه کې دګولن لخوادناکامې کودتا وروسته اوس ترکيې له امريکا څخه دخپل يون لار بيله کړې ده .

دروانې اوونۍ په سر کې  روسیې، ترکیې او ايران په مسکوکې غونډه وکړه او په سوريه کې یې د حلب له نيولو وروسته  داسد دمخالفو وسله والو سره  د اوربند موافقه وکړه .

له څه وخته چې په سوريه کې د اسد دپوځونو او مخالفو وسله والو ترمنځ  جنګ پيل شوی دى، امريکا او سعودي عربستان دبشارالاسد دمخالفو وسله والوملاتړکړی؛ خو  ترکیې ، روسیې او ايران د اسد پلوي پيل کړې ده چې ايران خپل تر٧٠٠٠پورې مليشې داسد پلوو ځواکونو ملګرتيا ته ور وليږلي او روسیې د حلب تر نيولو پورې په پر مخالفو وسله والو ١٧٨٠٠ځله بمبارۍ وکړې،  چې  د حکومت د مخالفينو په ایستلو حلب ښار په ګڼدوالو بدل کړ.

د ايران، ترکیې او روسیې چارواکي چې د دوی په مرسته په سوريه کې اوربند وشو خوښ دي؛ خو امريکا او سعودي عربستان چې د اسد سر سخت مخالفين دي وايي، ښایي دا اوربند دوام ونه کړي او هڅه کوي چې په سوريه کې د ترکیې او روسیې په منځګړتوب شوی اوربند مات کړي.

په ترکيه کې د جګړې له پيله درې ځله اوبند شوی دی، چې درې وارې مات شوی دى، که دا ځل هم  د اسدي رژیم لخوا او یا د مخالفو وسله والو لخوا اوربند مات کړل شو، کيدای شي ترکيه او روسيه په راتلونکې کې په سوريه کې اوربندته زړه ښه نه کړي او يواځې په جګړه ټنګار وکړي.

 د روسیې جمهور رئيس پوتين ويلي، چې روسيه په ترکيه کې د جګړې پلوي نه کوي؛ خوکه  اسد ترې کله پوځي مرسته وغواړي په مرسته کې به ورسره ځند ونه کړي،  روسيې د حلب په نيولو کې د اسد سره چې کومه مرسته وکړه پر هغې امريکا او يو شمير اسد سره مخالفو هيوادونو وغندله؛ خو روسيې اسد سره په خپل دريځ هغسې ټينګار کاوه لکه څرنګه چې په ازربايجان کې امريکا داکاشويلي دحکومت په پلوۍ او مرسته ټينګار درلود.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*