په لمانځه کي د سستي کوونکي کس لپاره پنځلس قسمه عذابونه

89

احمد جنید مبارز

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چي په لمانځه کي سستي کوي الله جل جلاله به ورته پنځلس قسمه عذاب ورکړي، پنځه په دنيا کي، درې د مرګ په وخت کي، درې په قبر کي، درې د قبر څخه د راوتلو پر وخت.

۱: قسم عذاب د دنيا د عذابو څخه پنځه عذابه:

اول عذاب: د ده د عمر څخه به برکت ختم سي.

دوهم: دده د مخ څخه به د نېکانو علامه ختمه سي.

دريم: دده بله نېکي به هيڅ اجر نه لري.

څلورم: دده دعاء به نه قبليږي.

پنځم: د نېکانو خلقو (خلګو) په دعاء کي به دده هيڅ حق نه وي یعني هغه به دده په حق کي نه قبليږي.

۲ قسم عذاب د مرګ په وخت کي درې عذابه:

اول: مرګ بې د ذلت مرګ وي.

دوهم: په لوږه کي به مړ س .

دریم: د مرګ په وخت کي به دومره تږی وي چي د دنيا ټوله اوبه دده په نس کي واچول سي تنده به يې ماته نه سي.

۳ قسم عذاب د قبر درې عذابه:

اول: د قبر د تنګ والي له وجي به يې د بدن پوښتۍ يو د بله سره ور تیري سي.

دوهم: قبر به پر ده باندي اور بل کړي، سهار و ماښام به دی پر سکروټو اوړي را اوړي.

دريم: پر دغه کس به مار مسلط سي، ددغه مار نوم به شُجَاع اَقْرَعْ (پک مار) چي سترګي به يې د اور وي، نوکان به يې د اوسپني وي، دومره به اوږد وي چي یوه ورځ مزل به سړی پر وکړي خو ختم به لا نه سي، دا مار به دده سره خبري کوي ورته وايي به، زما رب زه پر تا مسلط کړی یم، د سهار د لمانځه په وجه چي تا ضایع کړی دی تر ماپښينه به دي وهم، د ماپښين د لمانځه په وجه به دي تر ماځيګر پوري وهم، د ماځيګر د لمانځه په وجه به دي تر ماښامه وهم، د ماښام د لمانځه په وجه به دي تر ماخُستنه وهم، د ماخُستن د لمانځه په وجه به دي تر سهاره وهم، او دغه مار چي یو وار انسان ووهي ۷۰ ګزه به په مځکه ننوزي، تر قیامته به ددې انسان دغسي عذاب وي.

۴ قسم عذاب د قبر څخه د راوتلو پر وخت درې عذابه:

اول: ډېر سخت حساب ورسره کیږي.

دوهم: الله جل جلاله به ورته په قهر وي.

دريم: جهنم ته به يې داخل کړي.

۵ قسم عذاب: په يو بل روايت کي داسي راغلي دي چي دده پر مخ به درې ليکي وي:

اوله لیکه به دا وي: اې د الله د حق ضایع کونکې!

دوهمه لیکه به دا وي: اې د الله په قهر سره مخصوصه!

دریمه لیکه به دا وي: څنګه چي په دنیا کي تا د الله حق ضایع کوی نن ته د الله د رحمت څخه نا اميده يې.

ماخذ: سراج الخطباء/ ص ۴۱

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ