تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / هلمند: د ملي امنيت په خاصو ځواکونو سرتيری بريد شوی
tal

هلمند: د ملي امنيت په خاصو ځواکونو سرتيری بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵ مرغومی ۲۱) عزیر اسدخیل

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې برید څو شېبې وړاندې د یوه قومي مشر خدایداد پر کور شوی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې برید کې ۱ کس وژل شوی او يو شمير نور ټپیان دي.

ځواک وویل، دا لا څرګنده نه‌ده، چې په دې برید کې څو ملکیان وژل شوي او څو د ملي امنیت د خاصې قطعې سرتېري.

تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

ویل کېږي خدایداد د ملي امنیت د خاصو ځواکونو قوماندان هم دی او د برید پر مهال‌يې په کور کې غونډه روانه وه.

پېښه  د لښګرګاه اړوند د دویمې ناحیې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې برید کوونکي د سیمه یزو پاڅون کوونکو په یو مرکز برید کړی او زياتوي، چې بريد د طالبانو د نمرو په سیمه کې رامنځته شوی دی.

د دوی په وينا په بريد کې د خاصې قطعې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو لا دقيقه شميره يې نه ده څرګنده.

د يادونې ده، چې به دولتي ځواکونو وسلوال طالبان سرتيري بريدونه رامنځته کوي، خو تر دې دمه يې د دې بريد مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.

 

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*