تازه مطالب
کور / سرمقاله / په مسکو کې د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه
russya،china, pakistan

په مسکو کې د افغانستان په اړه درې اړخيزه غونډه

 سرلیکنه

د ټاکل شوې نیټې سره سم په مسکوکې د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او روسي چارواکو لخوا غونډه وشوه، چې پکې د درې واړو هیوادونو مشرانو برخه واخیسته ، په افغانستان کې د روانو حالاتو او له افغانستانه بهر راپیښو خطراتو په اړه ېې سره سلامشورې وکړي.

په مسکوکې جوړې شوې غونډه کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې. روسي رسنیو له مخه ویلي وو، چې دا د درې واړو هیوادونو د سیمې د امن ساتلوپه اړه درېیمه غونډه ده چې د افغانستان روانو حلاتوباندې به هم پکې ژور بحث وشي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په مسکوکې جوړې شوې غونډه باندې د نیوکې په کولو سره وویل، په دې غونډه کې افغانستان ګډون نه لرې او د افغانستان به ګټه هیڅ وخت نه شي تمامیدای.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په دې اندیښنه ښودلې ده، چې د افغانستان استازي پکې ګډون نه دی کړی؛ خو په روسیه کې د افغانستان په اړه شوې غونډې په اړه روسي رسنیولیکلي، چې په راتلونکې څلورمه غونډه کې به افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکوي او افغان چارواکي باید په دې اړه خوشبین واوسي نه داچې اندیښنه څرګنده کړي .

افغان چارواکې که اندیښنه لري هغه بې ځایه ده، دوی ویره لر ي چې د افغانستان په کورنیوچاروکې  دلاسوهنو دپاره یوه بله لار خلاصه شوه.

 حقیقت دادی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس لرلو مسئله اوس د یادولو وړ نه ده. په افغانستان کې چې تر یولک زیا ت د ناټو او امریکا پوځونه میشت وو او اوس هم پکې  ۹۸۰۰ امریکايي پوځونه موجودیت لري، د افغانستان ځمکه او اسمان د هغوی په کنترول کې دي، بیا د افغانستان د چارواکو په خپل هیواد کې د واک هیڅ پاتې نه شول.

 لاس لرل هغې ته واېي، چې په یوه هیواد کې دچا واک وي او ستونزي ورته نور  جوړوي .

که څه هم په مسکو کې دپآکستان ، چین او روسیې دغونډې اجنډا په ښکاره توګه نه وه څرګنده؛ خو هدف یې په افغانستان او سیمه کې د روانو حالاتو او د داعش د ورځ په ورځ دزیاتوالي و چې باید مخه یې ونیول شي.

په مسکوکې د سیمې د روانو حالاتو د کنترول په اړه غونډه دافغانستان په ګټه ده او آن دسیمې په ګټه ده چې داد افغانستان د ګاونډیو او دسیمې دهیوادونو حق دی  چې د خپل راتلونکې په اړه یوڅه تصمیم ونیسي.

افغان چارواکو نه چې د خپلوغلطو سیاسي کړنو له امله دخپل برخلیک ټاکلو لار ورکه ده اوس  یې چې کوم هیواد په ګټه هم غونډه کوي دوئ ورته دشک په سترکه ګوري او ولسي جرګه په پټوسترګو وایي، چې داډول غونډې په افغانستان کې دلاس وهنې مانا ورکوي.

‎په اصل کې په مسکوکې دغونډې هدف دا دی، چې درې واړه هیوادونه پاکستان، چین او روسیه باید په سیمه کې د پیښیدونکي خطر په اړه په خپلوکې سره یوالی ولري، که دا ډول غونډې جوړې نه کړي نو د راتلونکي احتمالي خطر سره به ضرور مخ کیږي.

د روسیې دا  اندیښنه  په ځای ده چې کیدای شي یاغي ډله داعش د افغانستان له پولې واوړي او د مرکزي اسیا هیوادونو ته مخه وکړي چې نه یواځې مسکو ته  بلکه ټولې اسیاته به ستونزې را ولاړې کړي.

تیره ورځ په مسکوکې دغونډې ورسته دروسيي دبهرنیوچارو وزارت ویاندې  ماریا زخاروفوا څرګنده کړه چې درې واړویادو  هیوادونو چې په مسکو کې ېې غونډه وکړه پرنورو ستونزو د بحث سره سره ېې موخه په افغانستان کې د سخت دریځې داعش ډلې دفعالیتونو مخه نیول دې  چې په راتلونکي کې  د افغانستان ګاونډیوهیوادونو دامنیت دخرابوالي سبب ګرځي

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*