تازه مطالب
کور / سرمقاله / په هېواد کې همهاله چاودنې، اندېښنې او شکمنې نيوکې
kandahar

په هېواد کې همهاله چاودنې، اندېښنې او شکمنې نيوکې

تېره ورځ په کابل، هلمند او کندهارکې هم مهاله چاودنو یوځل بیا افغانان د ویرپه ټغرکښینول، یوځل بیا له کورونوجنازې پورته شوې، یوځل بیا میندې او خویندې د ورونواو اولادونو په مرګونو په ساندوشوې او یوځل بیا د بهرنیانو په تماشه افغانان په خپلو وینوکې ولمبیدل.

د کابل ملي شورا ودانۍ ته څېرمه دوه چاودنوتردیرشوتنو ووژل او تر اتیاوو زیات ېې ژوبل کړل، د کندهار ولايت په مقام کې دولس تنه ووژل شول او د متحده اماراتو د سفیرپه شمول ېې شل تنه ټپیان کړل،  د هلمند امنیتی حوزې ته څیرمه چاودنې هم تر اوو تنوپورې وژلي څرګنده نه ده چې څومره به ېې ژوبل کړي وي.

په دې چاودنو ډیری لیکوالانو د خپلو زړونو شکونه څرګند کړي دي، د هرچا خپل نظر اوله روانو حالاتو خپل خپل تعبیردی، چې دا هم مهاله چاودنې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په ۹۰یمه کلیزه کې د اشرف غني له وینا سرچینه اخلي او که فراه او هلمند ته د بهرنیو پوځونو د لیږلو یابل څه سره تړاو لري.

کوم شکونه چې لیکوالو او شناندو څرګند کړی دي، هر یو په خپل اند پرځای دی، ځکه په موجوده حکومت چې نیوکې شوي او کیږي په حکومت کې ېې ځای شته.

ګډ حکومت نه په کور د ننه د جګړې د پاې ته رسولو پالیسي لري او نه د ګاونډ یانوسره د مخالفو وسله والوپه اړه د سولې په موخه ښې اړیکي .

په کابل مرکز او ولایاتو کې چاودنې يواځې تیره ورځ نه وه، بلکې د۱۵کالو راپدیخوا همدا حال دی، دا چاودنې نه پیل او نه پاې دی، ډیرې چاودنی وشوې، په سوونواو زرګونو افغانان پکې یتیمان شول، په زرګونومیندې پکې بورې شوي او لا د موجوده حکومت د انجړه مشوړې سر نه دی څرګند یانې دا هم نه ده څرګنده چې ترڅوبه داډول مرګونې چاودنې کیږي.

د دې همهاله چاودنو وروسته به یوځل بیا ارګ د پیښو سیموته پلاوي ولیږي، د تېرو بې نتیجې پلاوو په څېر به دا پلاوي هم تش لاس راستانه شي او ترنامالومه مودې پورې به د پلاوو په نظر څه ونه ویل شي،غږیزې،چاپي، او تصویري رسنۍ به څو ورځې پرې پحثونه وکړي، راپورتاژونه به جوړکړي، خو د تېرو چاودنو په څېر به هرڅه هیرشي، د وژل شوو او ژوبلو کورونه به د ویراو غم له ساندو خالي نه شي.

دا چې ولې په افغانستان کې سوله او امن نه راځي ؟ ولې افغانان په خپلو وینوکې لمبول کېږي؟ ولې حکومت په سالمه لار نه رهبري کېږي ؟ ولې د ګاونډیانو سره پالیسي نه روښانه کیږي ؟ داټولې پوښتنې ګډ حکومت ته راجع دي، چې باید ولس ته ېې ځواب ووایي ځکه همدا حکومت د دې ټولو پیښو مسئول دی.

په شپنیوعملیاتو کې افغانان مري، په ړندوبمباریو کې افغانان مري، په چاودنو کې افغانان مري، په زندانونو کې افغانان مري، په پردیوهیوادونو او پردیو جګړو کې افغانان مري، په سمندرونوکې افغانان مري او د پردیوهیوادونوپه ځنګلونوکې افغانان مري خو د تیر په څیرافغانانو ته بې د مرګ ژوبلې او تباهیونورڅه په لاس ورنغلل اونه به ورشي.

حکومت که غواړي په افغانستان کې د چاودنواو مرګ ژوبلې مخه ونیول شي، بین الافغاني خبروته دې زمینه برابره کړي، ترڅو چې افغانانو په خپلو کې خبرې نه وي کړي نه ېې بهرنیان سره جوړوي او نه ګاونډ یان.

په هیواد کې جګړو دادی په یخ ژمي کې تر۲۳۰۰۰زیاتې کورنۍ نوروسیموته په کډوکولو مجبورې کړیدي اوکه جګړې،چاودنې، ړندې بمبارۍ دوام ولري د همهاله چاودنو وروسته به د چاودنو په دوام اندیښنې او په حکومت نیوکې نورې هم زیاتې شي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*