تازه مطالب
کور / علمي ليکني / په ټولنه کې دینی علماء د الله تعالی له لوري یو ستر رحمت
%d8%b9%d9%84%d9%85%d8%a7%d8%a1

په ټولنه کې دینی علماء د الله تعالی له لوري یو ستر رحمت

لومړۍ برخه

لیکنه: حمزه عابد

اسلامي امت تر ټولو زیاته اړتیا او ضرورت علماء کرامو ته لري ځکه که علماء نه وي له تجارت څخه سود،له جهاد څخه فساد،له تبلیغ څخه منجاري توب او طریقت په خرافاتو بدلیږي نو یو واضح حقیقت دی چې علماء یواځیني هغه قشر دي چې له امت سره په هر قسم شرعي او دنیوي امورو کې یوازی دوی مرسته کوي،

که د تاریخ هغو زرینو پاڼو ته سر ورښکاره کړو چې د علماوو د خدمتونو په ویاړ لیکل شوي دي او د امت د ښیرازۍ او له فساد څخه د ژغورلو په پار علماوو څومره قربانۍ او خپل سرونه نذرانه کړي دي نو هر هوښیار او با فکره سړی به د علماوو پښې ور مچ او په ټولنه کې به یې د الله له لورې یو ستر نعمت وګڼي ،

موږ په دې باور لرو چې علماوو په هر عصر کې د فتنو د له منځه وړلو پخاطر او مسلمانانو ته د اسلامي احکامو د رسولو لپاره له هیڅ قسم قربانیو څخه ډډه نه ده کړې او د مسلمة امت د ژغورلو پخاطر یې هر راز هڅې تر سره کړي او د قربانۍ ډګر ته ور دانګلي.

د ټولې نړۍ اسلامي تاریخ ته،خصوصاً د افغانستان د علماوو ویاړمن او له قربانیو ډک تاریخ ته که ځیر شو نو د علماوو قدر، د مسلمه امت لپاره د علماوو خدمتونه به راته مالوم شي،

هر هغه وخت چې فتنو سر راښکاره کړی او د ټولنې دروازه د اسلامي احکامو په ځای فساد ته پرانستل شوي الهي قانون او الهي احکامو ته په سپکه سترګه کتل شوي سمدلاسه یې علماء کرامو په وړاندې خپلې سینې سپر کړي او د الهي قانون د نفاذ، د شریعت د پلي کیدو په تکل کې شوي، او د دې هدف لپاره یې هر راز قربانۍ ته ځان وقف کړی دی چې څو لنډې بیلګې یې تاسو په راروانو کرښو کې لوستلی شئ

د هولناکې څیرې امیر عبدالرحمن خان په وړاندې د علماوو پاڅونونه او قربانۍ

امیر عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی په ۱۸۳۰م کال کې زیږیدلی او په ۱۹۰۱کې مړ شوی دی

نوموړی د پنځوسو کلو په عمر په ۱۸۸۰کې د افغانستان پر تخت کیناست

امیر عبدالرحمن خان تر دې وړاندې په سمرقند کې د روس لخوا نظر بند وو چې بیا د روس او انګریز د یو جوړ شوي پلان له مخې د افغانستان شمالي سیمې ته د جهاد دسپیڅلي شعار سره یو ځای ننوت او اعلان یې وکړ چې د انګریزي استعمار په ضد به جهادي فعالیت تر سره کوي افغان ملت چې مخکې لا هم د اسلام دښمنه انګریز په مقابل کې خپلې سینې سپر کړې وې له امیر سره یې د انګریز په خلا ف د جهاد کولو لپاره بیعت وکړ چې په دې طریقه د ولس په ملاتړ او د جهاد د دروغجنو شعارونو په ورکولو سره یې ځان په ۱۸۸۰کې د افغانستان د باچاهۍ چوکۍ ته ورساوه

د ده له واکمنۍ سره سم ګران هیواد له بې حسابه زیانونو سره مخ او د دولت له لورې یې د افغانستان خاورې او خلګوته زیات ټکان ورسیدل

د امیر عبدالرحمن خان واکمني د افغانستان لپاره خورا زیانمنه او زیات شمیر منفي بعدونه د نوموړي د باچاهۍ په دوره کې رامنځته شول چې د افغانستان حریت او تمامیت د بل وخت په پرتله د انګریز لخوا تهدید او ټول واک د انګریز لاس ته ولوید او په هیواد کې د قبرستان په شان امن قائم شو،

چونکه دی د انګریز په اشاره راغلي وو نو هر کار به یې د انګریز په خوښه د هغوی د خوشالتیا په پار ترسره کاوه د انګریز د خوښې مطابق عبدالرحمن خان د هیواد په کدرونو،علماوو،طالبانو او د نورو مخکښانو په وژلو او ځورولو لاس پورې کړ څوک یې شهیدان، څوک یې له هیواده وتلو ته اړ ایستل او د ډیرو خو یې املاک هم ضبط کړل په دې وخت کې نو امیر په مظلوم ملت له استبداده او له ظلمه ډکه واکمني پیل کړه

همدا لامل وو چې ۱۸۸۱کې د افغانستان پر دین مینو علماوو له خپلې فریضې سره سم د ظالم او وحشي امیر څخه د امت د ژغورلو لپاره د جهاد فی سبیل الله اعلان وکړ او په وړاندې یې په ښه میړانه مبارزه پیل کړه

له دې مبارزینو علماوو څخه یو د غزني ولایت ملا مشک عالم چې اصلي نوم یې ملا دین محمد او په قوم اندړ وو د عبدالرحمن خان د حکومت په ضد یې د مقدس جهاد شعار او بیرغ یې پورته کړ او د هغه د حکومت په وړاندې یې جهاد فرض عین وباله ځکه چې دی د انګریز لاسپوڅی او غلام وو

امیر عبدالرحمن خان د ملا مشک عالم د ځپلو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې او له هرې ممکنې لارې څخه یې مخ وانه ړاوه خو ملا صاب مبارک چې یو ویښ،ځیرک او بادرکه انسان وو د الله تعالی په مرسته د امیر په فریبونو ښه پوهید او په وړاندې یې مقاومت ورځ تر بلې زیاتوب پیدا کاوه چې بالآخر په ۱۸۸۶م کال کې دا عظیمه هستۍ،ستر عالم او ستر مجاهد ملا مشک عالم د سنګر په خړو پړو خاورو کې روح خپل حقیقي بادار ته وړاندې او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه

د نوموړې تر وفات وروسته دا نه چې دا سپڅلی شعار پاته شو بلکه د ده د جهاد ویاړمنه او له عزته ډکه پګړۍ یې د ملا مشک عالم زوی ملا عبدالکریم ته ورپرسر او د پلار په شان یې همدا مبارزه په چټکۍ سره پر مخ بووله

امیر عبدالرحمن خان چې له اسلام سره ټکر او د انګریز په چوپړ کې پروت وو د علماوو دا سپیڅلي اعمال نشوای زغملای نو بلآخر یې د علماوو او دیني طالبانو په قتل عام پیل وکړ

د سپیڅلي مجاهد ملا مشک عالم د زوی په ګډون تر ده مخکې هم په قندهار کې د جهاد نومیالي اتلانو ملا امیر محمد خان ،ملا عبدالرحیم خان، ملا عبدالاحد خان او په قندوز کې مولوي محمد خان د اسلام دښمنه صلیبي یرغلګرو انګریزانو په ضد جهاد کاوه چې دیکتاتور امیر عبدالرحمن خان دا ټول له سلګونو سلګونو طالبانو او مجاهدینو سره څوک شهیدان څوک یې په بمونو والوزول او له چا څخه یې په ژوند لاسونه پرې او څوک یې له هیواد څخه تبعید کړل

عبدالرحمن خان تنها دا نه بلکه ټول هغه کسان چې د هیواد خپلواکي یې دزړه ارمان او ددې ارمان د تکمیل لپاره يې هڅې کولې ټول شهیدان او یا له وطن څخه وشړل د مثال په توګه غازي محمد خان وردګ او دهغه ورور محمد افضل خان وردګ یې هرات ته ولیږل او هلته یې په مرموزه توګه په شهادت ورسول همدا راز وزیر محمد اکبر خان یې له وطن څخه تبعید کړ او د میوند فاتح سردار محمد ایوب خان ایران ته وتښتید چې بیا وروسته په مشهد کې زولانه هند ته وسپارل شو.

نور بیا…

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*