کابل غږ

ع- خاموش

دوه اونۍ دمخه چې د بلخ ولايت چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومت لخوا چاڼيز عمليات پای ته ورسېدل، حکومتي ځواکونو ادعا وکړه چې له چمتال ولسوالۍ مو ټول وسله وال ايستلي دي او اوس ولسي وګړي عادي ژوند کوي. خو  د چمتال ځايي اوسېدونکي بيا وايي، په تېرو  دوه اونیو کې چې د حکومتي ځواکونو لخوا عملیات روان وو ، تر  وسله والو طالبانو یې زیات تاوانونه ولسي وګړو ته ورسېدل.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکو په ښکاره توګه وویل چې د عملیاتو په دوران کې په امنیتي ځواکونوکې یو شمېر کسانو یې له کورونو نغدې پیسې او قیمتي اجناس هم له ځانه سره وړي دي. دې اوسېدونکو تېره ورځ وویل چې د حکومت له چاڼیزو عملیاتو وروسته اوس په چمتال ولسوالۍ او خواو شا  سیموکې طالبانو چاڼیز عملیات ت پیل کړي دي.  هغه چا چې د حکومتي ځواکونو سره په عملیاتوکې مرسته کړې او یا دکومې کورنۍ غړو په عملیاتوکې برخه اخیستې ده طالب وسله وال ورپسې کور په کورګرځي او نیسي یې.

په تېرو  څوکالو کې به مو له حکومتي چارواکو د چاڼیزو عملیاتو اورېدلي وي، خو په چاڼیزو پسې چاڼیز عملیات به نه لیدلي او نه اورېدلي وي، چې دا دی اوس د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې روان دي.

د معلوماتو په اساس یوازې د بلخ  ولایت چمتال ولسوالي نه ده، په نورو ولایاتوکې هم همدغه حال دی. د هېواد په کچه چې په کومه سیمه کې حکومتي ځواکونه تش په نامه عملیات وکړي، دعملیاتو په پای کې وسله والو طالبانو بیا هغه سیمه نیولې وي.

 یو کال دمخه چې د ننګرهار  ولایت هوايي ډګر کې د داعش لخوا ایف،ایم راډیو فعاله وه او  بیا له شپږو  میاشتو وروسته د نازیانو او در بابا ولسوالیو غرونه ته یووړل شوه، د ننګرهار په اچین، دربابا، نازیانو، بټي کوټ او کوټ ولسواليو کې د داعش د له منځه وړلو په موخه حکومتي ځواکونو عملیات پیل کړل چې د ننګرهار د ځایي چارواکو په ادعا سیمه یې له داعشیانو خالي کړه؛ خو د یادو ولسواليو د اوسېدونکو په وینا داعش د تېر په څېر په سیمه کې روزنیز مرکزونه لري، پر سر یې د کشف تیارې هم ګرځي او په یادو ولسوالیو کې په ازادانه توګه د تېر په څېر فعالیت کوي. داعش په کوټ ولسوالۍ له عملیاتو وروسته د ځایي ولسي وګړو ۲۱ کوونو  ته اورونه واچول چې د ننګرهار چارواکي پرې له شرمه چوپه خوله پاتې شول.

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو چاڼیز عملیات وکړل، له عملیاتو وروسته بیا د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د اغز په سیمه کې داعش خپل مرکزونه فعال کړي.  ایف، ایم رایو هم فعاله ده، نورو ولایاتو  ته هم له ننګرهاره جنګي جګړمار لېږي. داعش ډله په هسکه مېنه کې چاڼیز عملیات کوي او حکومت پلوه وګړي نیسي چې وروسته یې دپیسو په بدل پرېږدي.

که د حکومت لخوا دا ډول چاڼیز عملیات دوام ولري، نو ډېر ژر ده چې د لیرې پرتو ولسوالیو وګړي د چاڼیزو عملیاتو د ځاني او مالي تاوانونو له امله کډو کولو ته اړ شي.

شریکول

Leave a Reply