په ۹ ولايتونو کې د ۶۷ کيلومتره سرکونو جوړېدنه

167

کابل غږ 

ع- خاموش

کله چې د امریکا د څار، سیګار او نورې ادارې د افغانستان په اړه شپږ میاشتې راپور ملګرو ملتونوته وړاندې کوي، ټول وزارتونه خپلې لاس ته راوړنې وړاندې کړي او د خپلو مالي لګښتونو په جعلي اسنادو د حساب ورکولو سینه وډبوي تېره اونۍ د کلیو او پراختیا وزارت وویل، د هېواد په نهو ولایاتو کې د شاوخوا ۵۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت یې ۶۷ کیلومتره سرکونه جوړولو حساب برابر کړی دی.

دا مهال چې په ۲۳ ولایاتوکې جګړې روانې دي، حکومتي ځواکونه دا توان نه لري چې لیرې پرتو سیمو ته سره له ټانکونوهم ورشي، خو د کلیو او پراختیا وزارت بیا وایي چې د سرک جوړونې د شرکتونو له استازوسره یې د ۱۲ پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي. په دې کې هغه په لرې پرتو سیمو کې په نظر کې نیول پروژې هم شته چې د خیالي شرکتونو له خیالي استازو سره خیالي تړونونه لاسلیک شوي، خیالي لګښتونه یې ښوول شوي او خیالې بودجه یې منظوره شوې ده؛ خو په حقیقي ډول یې پیسې له بانکه را ایستل شوې او شخصي جېبونو ته تللې دي.

دا د خیالي پروژو خیالي لګښتونو پیسې چې د کلیو او پراختیا وزارت او نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي، حقیقت پکې صفر دی. ټول خیالي اسناد او خیالي کارونه سر ته رسېدلي. حقیقت چې رابرسېره شو، هغه دا شو چې په نهو ولایاتو کې ۶۷ کیلومتره سرکونه په نظر کې نیول شوي، نورې ټولې پیسې د شرکتونو مسئولینو او اړونده ادارې چارواکو په خپلو کې سره وېشلي دي.

دا پروژې به په راتلونکې کې هم په همدې حساب کار کوي. که په کارونو کې روڼتیا راشي، د شرکتونو د استازو او د کلیو د پراختیا چارواکو سره  دا اندېښنه شته چې د همدې کار حساب به ترې وغوښتل شي، بیا چې څه ډول ځواب وایي هغه یې د ځان خلاصونې خپل مهارت دی؛ خو دم ګړۍ د کلیو او پراختیا وزارت په نهو ولایاتو کې ۶۷ کیلومتره سرکونه جوړول خپله غوره لاسته راوړنه بللې ده.

شریکول

Leave a Reply