تبصره

په تېرو دريو کلونو کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو راپورونه ورکړل او په افغانستان کې یې کله د ملکي او کله د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته وښودله. حکومت به تل د ملګرو ملتونو هغه راپورونه ردول په کومو کې به چې حکومت ته مرګ ژوبله منسوبه شوې وه او چې طالبانو ته به مسئوليت راجع شوی و، بيا به غربي او په کابل کې له بهره تمويل کېدونکو رسنيو په وار وار د طالبانو لورې د مرګ ژوبلې راپور تازه کاوه.

اوس د ملګرو ملتونو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (سي پي اې جي) په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه په خپل راپور کې ويلي چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه را کمه شوې او د تېرو میاشتو په پرتله پکې نږدې دوه برابره ټیټوالی راغلی.

ياد ګروپ يا اداره، چې هره مياشت په افغانستان کې د مرګ ژوبلې شمېره خپروي، په تېره سپټمبر مياشت کې تر ټولو تېرو مياشتو د ولسي وګړو مرګ ژوبله ځکه کمه ښوولې ده چې تېره مياشت کې حکومت د طالبانو په مقابل کې د مقابلې توان له لاسه ورکړى و. په تېرو مياشتو کې به حکومت او طالبانو د يوې پوستې پر سره په اونيو اونيو جګړه وکړه، په پای کې به هوايي ځواکونو او توپچي قواوو پر طالبانو راکټونه وورول چې ورسره به د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوه. په تېره سپټمبر مياشت کې طالب وسله والو له حکومته په ٧ ولاياتو کې تر ١٣ زياتې سيمې ونيولې، خو حکومت یې د بيا نيولو توان له لاس ورکړ.

په تېرو شپاړسو کالو کې چې ولسي وګړو ته څومره مرګ ژوبله اوړېدلې ده، د حکومت لخوا د طالبانو د پټنځايونو په نامه اوړيدلې. چې کله به حکومتي ځواکونو پر ولسې سيمو بمبار وکړ او يا به یې له لیرې پوستو پرې راکټونه وورول، بيا به ځايي چارواکو پلمه کړه چې موږ هغه سيمې ويشتې له کومو چې پر موږ ډزې شوې دي.

د يادې ادارې (سي پي اې جي) د شمېرو له مخې، په تېره مياشت سپټمبر کې نږدې ۲۴۱ وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰۱ تنه یې وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان ټپیان شوي دي.

 دغه شمېره چې يادې ادارې نشر کړې ده، په دومره شمېر کې د ولسي وګړو وژل خو به رسنيو ته کم شمېر ښکاري، اما افغانانو ته ستره غميزه ده چې په تيره مياشت کې ٢٤١ کورونه د وير او ماتم پر ټغر کښېناستل.

موږ ته دا ثابته شوې ده؛ څومره چې حکومت کمزورې کېږي، هومره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره کمېږي. ځکه چې په تېرو شپاړسو کالو کې ولسي وګړي د حکومتي پلوو او هوايي ځواکونو لخوا وژل شوي دي او چېرته يو نيم موټر د بهرنيو ټانکونو ته د سرک پر غاړه پر ځای پر ځای شوي ماين په ناڅاپې توګه وربرابر شوی څو ولسي وګړي پرې ووژل شي، چې دا ډول پيښې په کال کې يو يا دوه ځلې پېښېږي.

د حکومت د کمزورۍ په اړه ننګرهار کې نا امني زياته شوې ده. که حکومت خپله ولسي وګړو باندې په تېره مياشت کې بمبار نه دی کړی او يا یې په عملياتو کې په راکټونو نه دي وژلي،  خپلسرو وسله والو خو ولسي وګړي وژلي دي. دا هم د حکومت کمزوري ده، ځکه خو په ننګرهار کې د ولسي وګړو اندېښنه د ناامنيو په زياتوالي سره زياتېږي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو راپورونه به د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره کمه ښیي، خو بيا هم د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده.

 کوم  حکومت چې پر خپلو امنيتي پوځونو بمبار وکړي او ویې وژني او يا یې ٢۴١ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله واوړي، هغې شمېرې ته کمه شمېره نه ويل کېږي. د تېرو دوو مياشتو راپدېخوا دویم ځل دى چې حکومت پر خپلو پوځونو بمبار کوي اوپکې وژنې یې، خو پر ولسي وګړو یې تېره مياشت بمبار نه دی کړى او نه یې په عملياتو کې وژلي، ځکه د ولسي وګړو شمېره ياده اداره کمه ښيي.

شریکول

Leave a Reply