تازه مطالب
کور / علمي ليکني / چې موسى شفيق دولس خدمتگار و هر چارواکى دې موسى شفيق شي
موسی شفیق

چې موسى شفيق دولس خدمتگار و هر چارواکى دې موسى شفيق شي

س ، سيرت

تيره  ورځ د موسى شفيق د ٩٠ يمې کليزې په مناسبت په کابل کې سيمینار جوړ شوى ؤ دې سيمنار ته دهېواد پوهان ، عالمان ، سياستوال او د اشرف غني په ګډون يو شمير دولتي چارواکي ورغلي وو او ويناوالو په خپلو ويناوو کې د موسى شفيق په علمي تفکر ، سياست اوخدمتونو رڼا واچوله هر وينا وال ولس ته په ښه خدمت کولو او خپل فرض پوره کولو ټينګار کاوه .

سيمينار ته اشرف غني په خپله وينا کې وويل موسى شفيق ګڼ اړخيز شخصيت په علميت يې ټول افغانان قانع اومونږ ته يې د نا تمامه څپرکي د بشپړولو پيغام پريښى دى هغه ( موسى شفيق ) چې ولس ته کوم خدمتونه کړيدي بايد دهغه سياست او کړنلاره تعقيب کړو .

اشرف غني ښه خبره وکړه او تر ټولو غوره خبره يې داده چې ولس ته بايد هر اړخيز خدمت وکړل شي دهغه کارنامي په ټوليزه توګه دافغان ولس لپاره د ستاينې وړ دى چې اشرف غني د موسى شفيق کړنلاره دافغان ولس د خدمت لپاره غوره ګڼي افغان ولس يې په سترګو مني خو هغه وخت به ولس داشرف غني دوينا هر کلى کړى واى چې خپله اشرف غني او يا يې دحکومت کوم وزير ، والي ، وکيل يا بل کوم لوړ پوړې چارواکى دافغان ولس خدمت پيژندلاى او دا درک يې کولاى شواى چې افغان ولس خدمت او امن ته اړتيا لري.

کاش اشرف غني د موسى شفيق او نورو افغان خدمتګارانو په کړنو عمل کولاى .

کاش که  اشرف غني د ولس خدمتګار شوى واى بيا خوبه  هر چارواکې د ولس خدمتګار واى، دموسى شفيق دحکومت په دوره کې خو د فرقې او قشلې دآسونو لپاره د راټولو شو بوسو څخه يو ډکى هم چا نه شو کمولى پدې حکومت کې خو اوښان هم په بډه وهل کيږي اداري فساد اوج ته ورسيد اشرف غني د کوم څپرکى بشپړتيا غواړي چې موسى شفيق ورته پيغام پريښى ؤ.

په موجوده وزيرانو کې که د ولسي جرگې سره مصلحت او معامله ونه شي يو وزير هم دکار اهل نه دى او که کوم وزير لږ څه اهل وي هغه ته واک نه ورکول کيږي .

وزيران چې يو د بل پسې استعفا ګانې کوي هغوي ته د وزارت چوکۍ ورکړل شوې وي خو د وزارت واک او اختيار نه وي ورکړل شوى .

که اشرف غني د ولس خدمت غواړي نو مخه يې چانه ده نيولې نن سبا دعمل په ډګر کې هرڅه کيږي يواځې پدې ولس بساينه نه کوي چې د تير مشرانواو واکمنو کارنامې وستايل شي او خپله دخدمت پر ځاى ولس له کورونو څخه کډو کولو ته اړ کړي که څوک خدمت کول غواړي هر چارواکي موسى شفيق کيداى شي

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*