تازه مطالب
کور / خبرونه / روغتيا / ښه صحت په ښه خوراک ترلاسه کيداى شي
mywa، میوه، روغتیا

ښه صحت په ښه خوراک ترلاسه کيداى شي

ډاکټرفصيح الله

 د انسان بدن د ښه ژوند کولو لپاره ښه ښه خوراک ته اړتيالري،  چې ښه خوراک هر وخت بدن غښتلی او د هرمرض په مقابل بامقاومته ساتي .

 ښه او هوسا ژوند په ښه بدن سره کيداى شي، که د يو انسان په بدن کې لږ څه ناروغي هم وي ټول بدن یې نا ارامه او ژوند یې په له ستونزو ډک وي  .

ښه صحت په څلور ډوله اړتياپوره کولو سره موندل کيږي: لومړي د بدن داړتياو د پوره کولوښه  خواراک دوېم په مناسب وخت کې خوراک يعنې د خوراک مهالويش، درېم د هر ډول ناوړه خوراک چې بدن ته تاوان رسوي له هغې څخه پرهيز کول او څلورم هومره خوب اويا ارام کول چې بدن ورته اړتيالري .

د انسان د بدن ارام او خوب د عمر پورې اړه لري او هم داچې څومره کار وکړل شي د هغه کار او ستړتياپه اندازه ارام کول اړين دي.  يوعادي انسان چې ورځینی کار یې کړى وي له اوو څخه تر اتوساعتونوپور ارام ته اړتيا لري اوبيا د عمر او کار په اندازه بايد خوب او ارام وکړل شي.

په عمومي ډول يوکارکوونکي انسان چې هغه ځمکوال وي او که دولتي کارونو ته سهار مهال له کوره ووځي سهارنۍ بايد پوره وکړي، ترڅو د ورځې لخوا یې بدن د کار کولو مقاومت ولري،  هغه انرژي چې د کار په بدل کې له لاسه ورکوي هغه یې بايد له کړي خوراکه پوره کړی وي  .

د ښه ژوند او ښه بدن لپاره ښه خوراک ته په دې اړتياده، چې دانسا بدن ديوې خوا د مرضونو مقاومت ته آماده وي او له بلې خوا د کار توان ولري. که  يو انسا څو اوونۍ ښه خوراک ونه کړي بدن یې قوت له لاسه ورکوي، چې بيا هم د کار او هم د مرض په مقابل کې توان نه لري.

د غرمي پر مهال خوراک هم بايد په خپل وخت وکړل شي، چې له غرمې وروسته وخت کې د انسان بدن له يوې خوا ستړى او له بلې خو ا یې سهارنی خوراک هضم شوی وي. که په خپل وخت خوراک ونه کړي دمعدې د مشکل سره مخ کيږي. همدا رنګه بايد يوانسان د شپې له پلوه ډير طاقتور خوراک ونه کړي اوکه یې وکړي بايد ژر بيده نه شي ترڅو یې معده په اسانۍ سره په ويښه خپل کار سرته ورسوي اوکړی خوراک یې هضم ته برابر کړي.

 په عامه توګه د يو انسا لپاره چې یې ټوله ورځ کارکړى وي بايد دشپې په ٩ بجې ويده شي او که ٩ بجې ويده نه شي تر١١بجوخامخا ويده شي، که یې له دې ويښتيا زياته پاته شي د سباورځې لپاره بيا د کار توان نه لري که کار کوي بيا یې بدن په ډول ډول نارغيواخته کيږي .

که د اړيتاله مخې يو انسان د شپې تريوې بجې پورې ويده نه شي، سهار مهال بايد دژمي په موسم تر شپږو بجوخوب وکړي ترڅو دبدن اړين  ارام ورته ورسيږي، اوکه له دې هم کم خوب وکړي، دماغ، ميده  او د وينې جريان یې سالم نه شي پاتې کيداى، هروخت چې د يوانسان د وينې په جريان کې ستونزه را ولاړه شي په ګوردو فشار  راځي .

هغه انسان چې غواړي بدن یې تل ارام او غښتلې پاتې شي له سرې کړې غوښې دې ځان وساتي، که یې خوري بايد دايمي ېې  ونه خوري اوله سبزيجاتو څخه کارواخلي، هغه څه وخوري چې هغه هم وينه په اسانۍ سره جوړه کړي او هغه یې په وينه کې کلسترول کنترل وساتي، چې په سبزيجانو کې پالک، ګلپي، شلغم او تر نورو سبزيو ټينډۍ ډيرې ګټورې دي .

ډير خوراک او ډير خوب کول  د بدن روغتيا په ځای نه ساتي، کوم انسان چې ډير خوراک او ډير خوب کوي هغه به ډير ژر دبدن په پړسوب، دوينې په فشار، د دماغوپه ستونزه  د بدن د غړو په ستړتيا اخته شي، په ظاهره به ېې بدن روغ رمټ ښکاري؛ خو له ناروغيوبه ډک وي، ښه داده چې د بدن دسالمتيالپاره ښه او په مناسب وخت کې خوراک وکړل شي او هم د خوراک ترڅنګ د خوب وخت په نظر ونيسي، عادي خوراک، عادي خوب او په عادي وخت له خوبه پاڅيدل يا له شپې لخوا ژربيده کيدل او دسهار پرمهال ژربيداريدل د انسان د بدن او ژوند د ښه والي سبب ګرځي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*