تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ

رحمت الله همراز

ویسا ورځپاڼه:

له ولسي جرګې د ولس تمې ولې شكېدلې دي؟

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې هغې سروې ته اشاره کړې چې پکې ښودلو شوي له ولسي جرګې د هیواد ۶۴ سلنه وګړي ناراضه او ناهیلې دي.

ویسا لیکلي، د يوه خپلواك بنسټ له لوري د هېواد په څلور دېرش ولايتونو كې ترسره شوې سروې ښيي چې تر ۶۴ سلنې هېوادوال د ولسي جرګې له كړنو څخه راضي نه دي.

دوی وايي چې ولسي جرګې د امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو کې لوی غفلت کړی، چې د هیواد برخلیک لا د ناامنیو او فساد ښکار شو.

ویسا وايي، دا چې دغسې سروې ګانې څومره په مسلكي او اصولي ډول ترسره كېږي او څومره نورې موخې پكې نغښتې وي، دلته پرې څه نه وايو، خو د ولسې جرګې په اړه ترسره شوې دغه سروې ښايي تر ډېره حده واقعبينانه او د ولس د نظر غبرګوونكې وي.

په دې سروې كې زياترو هېوادوالو ويلي چې ولسي جرګې د خپلو اصلي دندو پر ځاى د اداري فساد په غوړېدو كې رول درلودلى.

 دا هغه څه دي چې پخپله د ولسي جرګې غړيو هم پرې اعتراف كړى او په زغرده يې ويلي چې ځينې وكيلان په استيضاح او وزيرانو ته د رايو وركولو پر مهال له هغوۍ څخه بډې اخلي.

 پخپله وزيرانو پر وكيلانو هم تور پورې كړى چې د دوى په كارونو كې مداخله كوي.

دوی وايي چې ولسي جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون او ځینو نورو برخلیک ټاکونکو مسائلو کې لوی غفلت کړی، له امريكا سره امنيتي تړون ولسي جرګې ډېر ساده تائيد كړ، د ګوتو په شمار له څو تنو پرته چا د دې تړون پر ارزښت او يا راتلونكيو عواقبو څه ونه ويل.

 خو كله چې په هېواد كې امنيتي وضعه پرلپسې خرابه شوه، ولسوالۍ يو پر بل پسې د دولت له لاسه ووتلې، د پاكستان له لوري د ډيورنډ كرښې له صفري نقطو څخه دې لور ته تيري وشول، هغوى تاسيسات جوړ كړل، ولسي جرګې د امنيتي تړون په اړه پوښتنې را پورته كړې، حكومت ته يې ګواښونه وكړل، خو دا هر څه هسې څو ځله د تكراري نيوكو تر بريده وو او بس. دلته په كار وه او اوس هم همدغه ضرورت پر ځاى دى چې ولسي جرګې د امنيتي تړون پر سر د بيا غور پروسه عملاً پيل كړې واى.

دغه تړون چې افغان ولس ته كومه ګټه رسولې هغه يوازې زموږ د امنيتي ځواكونو د عادي لګښتونو مرسته ده، هغه هم په همدومره كچه چې جګړه ژوندۍ وساتلاى شي.

ګام په ګام د يوې انساني غميزې په لور!

په دې سرلیکنه کې ویسا په هیواد کې د بیځایه شویو کډوالو په اړه غږیدلي، چې په دوبي کې د ړندو بمباریو له زوره، د جګړو له زوره د شپنۍ چاپو له ډاره ولس په ویر کې ډوب و.

زموږ جګړې ځپلي، فساد ځپلي، اختلاف ځپلي ولس ته هر موسم د ماتم او وير يو نوى پيغام لري.

اوس چې ژمی شو نو په ژمي مو په فساد كې د ډوبو چارواكيو له لاسه چې دوه نيم ميليونه نوي كډوال راغلي دي، د يخنۍ، بې وسۍ نامرادۍ او نهيلۍ سيلۍ پر ولس را الوتلې ده. له اضطراري حالاتو سره د مبارزې چارواكيو چې پخوا قلقلې كولې اوس چيغې وهي چې له پېښو سره د مقابلې هېڅ منظم پروګرام او وسايل نه لري.

كه چارواكيو ته د ولس ژوند ارزښت لري، نو دا بايد درك كړي چې پر نورو بې وزلو سربېره چې ولس مو درلودل نږدې دوه نيم ميليونه كورني او له بهر نه راغلي كډوال او بې ځايه شوي خلك د ژوند هغه اساسي لومړني ضرورتونه نه لري، دې ته اړتيا ده چې په ملي او نړيواله كچه يو ستر كمپاين ورته په لار واچول شي.

نړيوالو ادارو د دې كډوالو پر برخليك اندېښنه ښودلې ده، كه خداى مه كړه د يخنۍ كومه تونده څپه راغله او د دې هېوادوالو غم نه وي خوړل شوى داسې غميزه به پېښه وي چې چارواكي څه چې نور افغانان به هم له شرمه پرې ښكته ګوري.

ترهګري لا هم امريكا ته د وحشتونو د دوام پلمه

پدې سرلیکنه کې ویسا ورځپاڼې د بارک اوباما د صدارت وروستۍ وینا ته کتنه کړې ده.، چې پکې اوباما د طالبانو پر وړاندې د ماتې اعتراف کړی و.

د امريكا د ولسمشر بارك اوباما وروستۍ وينا چې دكلفورنيا ايالت په يو پوځي مركز كې يې وكړه هم افغانستان او هم اسلامي نړۍ ته د اوږدمهاله بدمرغيو يو پيغام درلود.

امريكا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د خونړيو بريدونو په پلمه پر افغانستان يرغل راوړ، له ترهګرۍ سره مبارزه يې شعار ؤ چې ټوله نړۍ ورسره ملګرې هم شوه، د طالبانو نظام رانسكور او په بن كې د ولسواكۍ پر بنسټ د يوه نوي نظام ستنې ودرول شوې.

خو اوس ۱۶ كاله وروسته هم امريكا د طالبانو پر خلاف پر خپله ناكامۍ اعتراف كوي او هم پخپله امريكا د هغه نظام بنسټ په مسخره ډول ونړاوه چې په بن كې پرې توافق شوى ؤ.

د امريكا ولسمشر اوباما په ډېره بې شرمۍ دا هم وويل چې له تېرو درې لسيزو جګړې اوس د افغانانو د ژوند برخه ګرځېدلې دي.

معنا دا چې لا تر اوسه د القاعده، داعش، طالب او نورو د ځپلو په نامه د جګړې د دوام لپاره شعارونه هم لري او اراده هم، دا چې په تېرو ۱۶ كلونو كې په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ كې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه څومره پوچه لوبه وشوه، او څومره بې ګناه انسانان د امريكايي وحشت قرباني شول او څومره بشري ضد جنايات ترسره شول، ټوله نړۍ پرې شاهده ده.

امريكا نور په نړۍ كې نه د ولسواكۍ ملاتړى هېواد ګڼل كېږي، نه يې د بشري حقونو مدافع بولي.  دې هېواد ته يوازې د زور منطق پاتې دى او بس.

يو تريخ واقعيت دا دى چې د امريكا راتلونكى حكومت به په ځانګړې توګه په اسلام دښمنۍ كې تر خپلو اسلافو څو ګامه وړاندې وي، ځكه چې له ډونالډ ټرمپ نيولې د ده تر كاري ټيم پورې چې تراوسه كوم كسان مهمو دندو ته نومول شوي دي (اسلام دښمني) يې شريكه ځانګړتيا ده.

خو د افغان ولس په شمول چې له نړيوالو سره كومه تمه را پيدا شوې هغه دا ده چې د تېرې يوې نيمې لسيزې وحشتونو د امريكا اصلي څېره نړيوالو ته بربنډه كړه، د يو قطبي فرعونيت خطرناكتوب درك كړاى شو. په نړۍ كې دغه نظر او روحيه په پياوړې كېدو ده

چې د يوه ځواك يكه تازي فاجعې زېږوي، داسې وخت به زر راشي چې امريكا به له ټول زور سره د نړۍ د ولسونو د برخليك وروستۍ خبره نشي كولاى. د دوست، دښمن، ارزښت او بې ارزښتۍ تعريف به يوازې د امريكا نه وي. داسې وخت به ډېر زر راشي. ان شاالله.

سرنوشت ورځپاڼه:

دوستم؛ جنایتونه او د امریکا ملاتړ

په دې سرلیکنه کې سرنوشت ورځپاڼې د دوستم وحشت په ډاګه کړی. دوستم تر دې وړاندې هم په وحشتونو، جنایتونو، جنسي تېریو او ظلمونو کې اوږده سابقه لري. د سرنوشت په خبره امریکا موږ ته په افغانستان کې همدغسې خلک ساتلي او ملاتړ یې کړی.

دوی وايي چې د ګډ حکومت عمر د دوستم همدې قضیې پورې تړلی دی او که حکومت یې په اړه جدي اقدام ونکړي ولس غبرګون ته تیار دی.

ازبک قومي مشر احمد ایشچي چې په جوزجان کې د دوستم له لوري تر وهلو وروسته په ناقانونه توګه زنداني شوی و، عدلي او قضایي ادارو ته د مراجعې او رسنیو سره د مرکې پرمهال ویلي چې په خپله دوستم او د هغه ملېشو پر ده د جنسي تیري هڅه کړې او د یوې اونۍ لپاره يې په شخصي زندان کې بربنډ ساتلی و.

ایشچي وايي چې د دوستم ساتونکو پر ځمکه راچپه کړ او دوستم پرې له پاسه د لغتو ګوازونه وکړل، سپکې او سپورې یې ورته وکړې. دی وايي چې د دوستم له لوري ووهل شو او کله چې یې جامې و ایستل شوې، خپل دوستم داسې ښودله چې پر ده جنسي تیری کوي او ویډیويي فلم یې ترې واخیست. وروسته یې ساتونکو ته امر وکړ چې تیری پرې وکړي او فلم یې واخلي. نوموړي ویلي چې وروسته پنځه ورځې بربنډ د دوستم په کور کې زنداني شوی و.

دغه پېښې د افغانانو غبرګونونه توند او تېز دي. په ټولنیزو شبکو کې افغانان دوستم وحشي، جنایتکار او ظالم بللی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې دوستم ته سخته سزا ورکړي. اروپايي ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم له دې امله اندېښنه ښودلې او افغان حکومته یې د عدالت او بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې ده.

دوستم تر دې وړاندې هم په وحشتونو، جنایتونو، جنسي تېریو او ظلمونو کې اوږده سابقه لري، خو له دې امله چې د ترکیې، ازبکستان او په ځانګړي ډول د امریکا له خوا یې ملاتړ کېده، ددغو جنایتونو حساب ورسره نه دی شوی. له بده مرغه نه یوازې دا چې حساب ورسره نه دی شوی، بلکې د همدغه بهرني ملاتړ له امله لا زیات پیاوړی شوی دی او د اشرف غني له برکته له ټولو جنایتونو سره سره د ولسمشر لومړی مرستیال هم شو.

اوس له اشرف غني وروسته د افغانستان د حکومت دویم لوړ پوړی چارواکی دی. دوستم اوس هم ازبکستان او ترکیې ته تګ را تګ کوي او له امریکايي چارواکو سره هم نږدې اړیکې لري.

څو کاله وړاندې چې کله دوستم په کابل کې پر خپل یو بل سیال او ترک تباره قومي مشر اکبر بای برید وکړ او ان د جنسي تیري ادعا وشوه، د افغانستان حکومت د نوموړي د نیولو هڅه وکړه، خو د امریکا په مستقیمه مداخله د افغانستان حکومت د نوموړي له نیولو پر شا شو او د هغه جنایت حساب هم ورسره ونه شو.

 دوستم په دې وروستیو کې په شمال کې هم قومي وژنې پیل کړې او د امریکا په ملاتړ یې د افغانستان په شمال کې ګڼ کسان د طالبانو په نامه ووژل. په رسنیو کې د دوستم دا جنایتونه رسوا شول او د بشري حقونو ځینو بنسټونو هم په دې اړه غبرګون وښود، خو نه حکومت او نه هم د دوستم نړیوالو ملاتړو دغه غږ واورېد.

د دوستم دغه وحشت ښيي چې امریکا زموږ لپاره په افغانستان کې څه ډول وحشي او جنایتکاران انسانان ساتلي دي او ملاتړ یې کړی دی.

د دوستم په شان نور جنایتکاران هم شته چې مخامخ د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ملاتړ لري او هره ورځ په افغانستان کې وحشت کوي.

سرنوشت وايي، چې دا پېښه نه د بښلو ده، نه د هېرولو ده او نه هم نور ولس دا وحشت او جنایت زغملی شي. د ملي وحدت د حکومت دوام همدې پېښې ته د غبرګون له ډول سره تړلی دی. ولسمشر او ملګري دې یې واوري چې که دوی ګام وا نه خلي، ولس غبرګون ته تیار دی.

سوله، شکونه او تورونه

افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي غوښتنلیک استولی دی. افغان چارواکي هیله من دي چې دا غوښتنلیک به ژر ومنل شي او د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ لګېدلي بندیزونه به لري شي.

دا له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک په عملي کولو کې یو مهم ګام دی، که څه هم له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په ځنډ عملي کېږي او په دې برخه کې ځینې ستونزې شته، خو دا ښه ده چې عملي کېږي او تر اوسه پورې مهم ګامونه اخیستل شوي دي. د افغانستان د خلکو هیله هم همدا ده چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په بشپړ ډول عملي شي. نړیوال هم بايد د افغانستان د خلکو دې غوښتنې او هیلې ته مثبت ځواب ووايي او د حزب اسلامي د غړو نومونه له تور لېست څخه وباسي، تر څو د سولې هوکړه لیک په ښه ډول عملي شي. له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک عملي کول له دې اړخه هم مهم دي چې دا به له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره یوه ښه بېلګه شي.

د افغانستان حکومت او نړیوال اوس له همدې ازموینې سره مخ دي، که دوی په دې ازموینه کې بریالي شول، نو دا به وسله وال مخالفین هم باوري کړي چې د دوی له مخالف لوري سره د سولې اراده شته.

په دې ورځو کې د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو هم غږ کوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. په دې وروستیو کې اجرایوي رییس او ولسمشر دواړو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې دواړه لوري د خبرو تر څنګ ځيني عملي ګامونه هم واخلي.

اوس په کار ده چې له دواړو اړخونو ځیني ګامونه واخیستل شي، باید یو پر بل تورونه پرېښودل شي. د حکومت له اړخه دا خبرې کېږي چې ژمی را روان دی، نو طالبان غواړي د سولې په نامه وخت ضایع کړي او یا هم وايي چې پاکستان تر فشار لاندې دی؛ ځکه طالبان د سولې خبرې کوي. همداسې وسله وال طالبان هم وايي چې اوباما ویلي چې طالبان نه شي ماتولی؛ نو ځکه حکومت د سولې وړاندیزونه کوي. په کار ده چې نور دا ډول خبرې او تورونه ودرول شي. د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري، دواړه لوري پوهېږي چې بل لوری په جګړه نه شي ماتولی، نو ښه خبره ده چې دوی د سولې خبرو ته سره کښېني او مخامخ یو له بل سره خبرې وکړي. دا خبرې کېدای شي چې په غیر مستقیم ډول او له وړو اړیکو او مسایلو پیل شي او وروسته بیا لویو او جدي مسایلو ته ولاړې شي. له همدې امله په کار ده چې د سولې په برخه کې د هر واړه پرمختګ هرکلی وشي او دواړه لوري د شکونو پر ځای له خپله اړخه مثبت ګامونه واخلي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*