تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ

راټولوونکی: رحمت الله همراز

ملي ارمان ورځپاڼه:

یوازې په لکچر ورکولو عدالت نه شي راتلی

پرون په کابل کې د ولسمشر غني په شتون کې د بشري حقونو د مدافعینو ملي غونډه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې ولسمشر او د بشري حقونو د خپلکوا کمیسیون رئیس، په هیواد کې د بشري حقونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

غونډه کې د هیواد د امنیت تامینول، د بشري حقونو پوهاوی او د بشري حقونو په ارزښتوتونو باور، د قانون له مخې د خلکو د حقونو دفاع، عدالت تامینول او د بشري حقونو د دفاع لپاره په یو میکانیزم جوړولو باندې بحث وشو.

د ولسمشر په وينا، خلک باید یقیني کړي چې د خپل حريم څخه خوندي دی.

په وروستیو لسیزو کې د بیلا بیلو دلایلو له مخې په هیواد کې د جګړې دوام او د یو قوي حکومت نه شتون، په لویه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونې او یو زیات شمیر بشري جنایتونه په افغانستان کې ترسره شول.

ځینې پدې باور دي چې په د طالبانو د واکمنۍ را وروسته چې دادی پنځلس کاله تیر شول، او په ظاهره د بشري حقونو ادارې فعاله شوې، د امنیت په راوستلو او د بشري حقونو په دفاع کې نه یوازې دا چې پر مختګ ونه شو، بلکې د بشري حقونو د سرغړونې ګراف لوړ شو.

ولسمشر هم په یاده غونډه کې د بشري حقونو د ملاتړ په اړه ښه لکچر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر شخصا زرداد فریادي ته له انګلستان څخه کابل ته د راوستلو زمینه برابره کړه، او زرداد هغه څوک دی چې د کابل ټول اوسیدونکي یې د جرمونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونې یادونه اوس هم په یاد لري، او په ځینې همدغو خلکو څخه پر دوی ددغې بدنام شخص لخوا ظلمونه تر سره شوي دي.

تیره ورځ د نندارې خبره دا وه چې د اشرف غني حکومت همدغه د زرداد په نوم بدنام کس له بنده ازادکړو اوامکان لري چې هیڅکله به د قانون منګولې دهغه لمنه ونه نیسي.

سرنوشت ورځپاڼه:

هغه ناخواله چې د سرتېرو ژوند اخلي

سرنوشت په دې سرلیکنه کې د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې د ډيرو په اړه ویلي، له کله چې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي، د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

 په وروستیو دوو کلونو کې د جګړې په سختېدو او پراخېدو سره، د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په بېساري ډول زیاته شوه، په ځانګړې توګه یوازې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر پنځو زرو زیاتو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

سرنوشت وايي، د سرتېرو د تلفاتو تر شا ښايي ډېر عوامل وي، خو یو مهم عامل په امنیتي سکتور کې نا اهله او غیر مسلکي افراد دي.

 دا کسان له بده مرغه تر ډېره هغه ماشیني جنرالان دي چې د تنظیمي او سیاسي تړاوونو پر اساس د اردو، پولیسو او ملي امنیت په لویو مقامونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

سرنوشت وايي، په زړه پورې دا چې دغه کسان حتی په دې نه پوهېږي چې دنده یې څه ده، پلان څنګه جوړېږي او رهبري څه ته وايي؟ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان ځواکونه داسې کسان رهبري کوي، چې نه پوهېږي څه وکړي.

دا واقعاً یوه ناخواله ده او په ډېرې خواشینۍ سره چې دا د امنیتي سکتور سیاسي شوې او تنظیمي شوې څېره ښيي. امنیتي سکتور هغه وخت نور هم سیاسي شو، کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. ولسمشر او اجرایه رییس د ملکي ادارو د وېش ترڅنګ امنیتي ادارې هم ووېشلې. د دې ترڅنګ خامه خوله ځوانانو او ماشیني افسرانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.

یوناما: افغانان په خپل هېواد کې د بهرنیانو لاسوهنه د کړکېچ د دوام لامل ګڼي

سرنوشت په دې سرلیکنه کې د یوناما راپور څیړلی؛ یوناما وايي چې افغانان د خپل هېواد په چارو کې د بهرنیانو مداخله په دغه هېواد کې د بحران د دوام لامل بولي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددغه سازمان امنیت شورا ته په وینا کې چې ظاهراً اشاره یې د امریکا په لاس د ملي یووالي حکومت جوړولو ته وه، وایي؛ افغانان د خپل هېواد په چارو کې د بهرنیانو مداخله په دغه هېواد کې د بحران د دوام لامل بولي او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې له دغه وضعیته د خلاصون غوښتونکي دي.

تادامچي یاماماتو وايي: « موږ ټول په دې پوهیږو چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري، د طالبانو مشرتابه باید په خپل دې دریځ بیا کتنه وکړي چې ګنې دوی دې د جګړې د دوام له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي. ډېری افغانان په دې باور دي چې افغانستان باید یو خپلواک، متحد، اسلامي او د بهرنیو هېوادونو له مداخلې لرې وساتل شي. دې اصولو او غوښتنو ته په کتو باید موږ سولې ته د رسېدو هڅه وکړو.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې او کډوالۍ له امله رامنځته شوي بشري کړکېچ ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ، بد سیاسي وضعیت هم له افغانستانه د پانګې د تېښتې او عایداتي سرچینو د بندېدو ستونزه ډېره کړې.

دی وايي: « سږ کال موږ په افغانستان کې د پانګونې په کچه کې د پنځوس سلنه کموالي شاهدان وو، حال دا چې موږ په راتلونکي کې پراخې او با ثباته پانګونې ته اړتیا لرو. د سولې د نه ټینګېدو په صورت کې د پراختیا په برخه کې نړیوالې ژمنی نه شي کولی تلپاتې اغېز وکړي. د افغانستان له عایداتي سرچینو ترلاسه شوي عواید که پر جګړه ولګول شي، دا به د افغانستان د اقتصاد ښېرازه کولو په برخه کې یو مصیبت وي.»

په افغانستان د فساد بهرنۍ ریښې

په دې سرلیکنه کې سرنوشت په هیواد کې د روان فساد په اړه لیکنه کړې ده، د دوی په وینا ، په افغانستان کې د اداري فساد په اړه بحثونه تل ډېر ضمني او سطحي وي او د ریښو په اړه یې ډېر لږ حقایق ویل کېږي. دلته په لوی لاس هڅه کېږي چې دغه ناوړه پدیده د افغانانو له کلتور سره وتړل شي.

دوی اداري فساد د امر یکا په لاس د جوړ شوي حکومت زیږنده بولي: پنځلس کاله مخکې په افغانستان کې د اداري او مالي فساد له نوم سره ډېر لږ افغانان اشنا و، خو دا مفهوم په وروستۍ یوه لسیزه کې ډېر عام او پراخ شو.

لامل یې په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې افغانستان ته د مرستو په نوم سلګونه میلیارده ډالر دي، چې له نیمايي ډېره برخه یې په خپله بېرته بهرنیانو له ځان سره یووړه. همدغه ډالر چې د نړیوالو مالي بنسټونو له لوري د امریکا پراختیايي ادارې او نورو نړیوالو انجیوګانو ته د پروژو د پلي کولو لپاره ورکړل شول، بهرنیانو حیف میل کړې. وروسته همدغې لوټمارۍ ته د اداري فساد نوم ورکړل شو.

د بهرنیو له لوري په لویو پروژو کې اختلاس او درغلیو بالاخره دولتي ادارو ته هم لار پیدا کړه او دا دی افغانستان نن د نړۍ درېیم ستر فاسد هېواد دی.

د امریکا د مرستو د څارنې ادارې یا سیګار مشر په خپله تازه مرکه کې ویلي چې اداري فساد یوازې افغاني ستونزه نه ده، بلکې ډېر امریکایان هم پکې ښکېل دي. دا هغه حقیقت دی، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ځله په خپلو څرګندونو کې ورته اشاره کړې وه.

بهرنیانو له بده مرغه په افغانستان کې د مرستو د اغېرناک مصرف لپاره هېڅ کارنده تګلاره نه لرله او اوس یې هم نه لري. دوی د پروژو په نامه پیسې څو لاسه کړې او په زیاترو موارد کې یې ځايي زورواکي او جنګسالاران هم په دې غلا کې له ځان سره شریک کړل.

بهرنۍ مرستې نه یوازې په ټولنه کې فساد ترویجوي، بلکې ملتونه تیار خواره هم اموخته کوي. نو له دې ناخوالو څخه د خلاصون لپاره باید افغانان د همت ملا وتړي او تر هرڅه لومړی د سولې او بیا وروسته د پر ځان بساینې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

جنرال رازق : چمتو يو چې طالبانو ته د خبرو لپاره خوندي سيمه ورکړو

سرنوشت وايي چې د طالبانو سرسخته دښمن عبدالرازق هم باالاخره د طالبانو سره د سولې غوښتونکی شو.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې ولس، حکومت او طالبان له جګړې ستړي دي او باید سوله وشي.

د «سولې چیغې» تر نامه لاندې پرون په کندهار کې په جوړه شوې غونډه کې جنرال رازق وویل چې سفارتونه او بهرني هیوادونه افغانستان نه شي ساتلی او جګړې نوره باید ودرېږي.

رازق وویل که طالبان د سولې د خبرو لپاره خوندي سیمه غواړي، نو باید دا زمینه ورته برابره شي.

هغه زیاته کړه:«ملت دې له طالبانو سره تماس ونیسي، د هغوی کورنیو ته باید امن سیمه په نښه شي، نور بس دی او وینه به نور نه تویوو.»

ستره محکمه ولې غلې ده؟

په دې سرلیکنه  کې سرنوشت د سترې محکمې ناپييلیتوب ته اشاره کړې.

اوږده موده وشوه چې د ولسي جرګې له خوا د سلب صلاحیت شوو وزیرانو په اړه له سترې محکمې د وضاحت غوښتنه شوې ده، خو ستره محکمه لا هم غلې ده.

ولسي جرګې د کمې بودجې لګولو له امله ١٦ وزيران استيضاح کړل چې له دې ډلې يې اووه وزيران ونه توانېدل د باور رايه واخلي. حکومت د سترې محکمې پرېکړه ونه منله او د اساسي قانون ۹۲مه ماده یې د تفسیر لپاره سترې محکمې ته ولېږله. که څه هم وړمه ورځ وویل شول چې سترې محکمې استیضاح او سلب صلاحیت د ولسي جرګې حق ګڼلی او په دې تړاو یې د ولسي جرګې پرېکړه تایید کړې، خو لا هم سترې محکمې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. حکومتي ویندویان هم وايي چې د سترې محکمې پرېکړه ورته نه ده رسېدلې او دوی یې انتظار کوي.

سترې محکمې ته نه ښايي چې په سیاسي معاملو کې ور ګډه شي او قوانین تر پښو لاندې کړي، ستره محکمه بايد د نورو په امر او غوښتنه ګام وانه خلي، بلکې باید خپله خپلواکي وساتي. د سلب صلاحیت شوو وزیرانو په اړه د پرېکړې ځنډول د سترې محکمې حیثیت ته هم زیان اړوي، نو له همدې امله په کار ده چې دا ستونزه ژر حل شي.

د ولسي جرګې له خوا بې باوره شوي وزیران خپل کار ته لا هم د وزیرانو په توګه دوام ورکوي، خو ولسي جرګه وايي چې د دغو وزیرانو د کار دوام ناقانونه دی. د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې ستره محکمه د دوی پر پرېکړه د نظر حق نه لري او په دې اړه په قانون کې وضاحت شته.

اوږده موده کېږي، خو سترې محکمې لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، پوښتنه ده چې ستره محکمه ولې چوپه ده؟

دا کومه پېچلې او لانجمنه مسئله نه ده چې ستره محکمه یې دومره وځنډوي.

ویسا ورځپاڼه

آيا حكومت او نظام شته؟

ویسا په دې سرلیکنه کې د دوستم او ایشچي قضیې ته کتنه کړې.

واقعيت دا دى چې جګړې د ټولنې پر اخلاقو، سياست، اقتصاد او ژوند ډېرې بدې او منفي اغېزې كوي، زموږ د سياست بېلګه د احمدايشچي او جنرال دوستم پېښه ده، اوس د جنرال دوستم وياند نوموړى له عدلي تعقيب څخه هم اوچت بولي.

د اخلاقو د زوال تازه بېلګه يې د ننګرهار پېښې دي چې پلار خپله څو مياشتنی ماشومه حلالوي او يو تن له دوو خويندو سره په يوه وخت نكاح تړي. د ټولنې د ننه د بد نظميو او ستونزو بشپړ تصوير دومره بوږنوونكى دى چې انسان يې په اړه فكر كوي خامخا به په رواني ناروغۍ اخته كېږي.

څو ورځې وړاندې د باروړونكيو موټرو اتحاديو اعتصاب وكړ او خپل موټر يې په دې اعتراض ودرول چې له سرحدي بندرونو تر ښارونو پورې په زرګونو افغانۍ غير قانوني رشوت ترې اخيستل كېږي، د دوى نيوكې او تورونه پر محلي ادارو په تېره د پوليسو پر پوستو وو.

دا دی اوس د هرات-كابل د لارو مسافر وړونكيو شركتونو په همدې اعتراض خپل موټر درولي دي چې د لارو پر خرابۍ سربېره پيسې او رشوت ترې اخستل كېږي. دغه حالت د نجيب د رژيم له وروستيو څخه د طالبانو تر امارته پورې دوام درلود، چې د پاټك سالارۍ په نامه ياد شو.

كه يې چارواكي چاره ونه كړي پر دې بايد وپوهېږي چې زوال يې حتمي دى، د حكومت او نظام معنا همدغه ده چې ولس ته به امنيت، د كار زمينه او د سوكاله ژوندانه شرايط برابروي. كه پكې ناكام شي معنا دا چې نظام خپل مفهوم بايللى دى، طبيعي ده چې ولس به يې پر بديل كې فكر كوي.

همدغې وضعې لومړى د نجيب حكومت رانسكور كړ، ځكه د خلكو او د لارو د امنيت او خونديتوب توان يې له لاسه وركړى ؤ، مجاهدين چې ولس له كابل تر لرې كليو پورې د هېواد ژغورونكي بلل د يوه منظم حكومت په جوړيدو كې ناكام شول، دوى ورو ورو ولس ته په سرخوږي بدل شول او بيا طالبان پرې مسلط شول.

ايا د غوڅ ملاتړ ماموريت د وياند سپكې نيوكې ريښتيا دي؟

په دې سرلکنه کې ویسا د هیواد رهبري د ناچله چارواکو لخوا د ملت سره ظلم بللی دی، ددوی په وینا ، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو وياند ويلي چې د افغان ځواكونو مشري د داسې چا پر غاړه ده چې پر دې نه پوهېږي چې څه كوي.

دا د بهرنيو پوځي چارواكيو لومړنۍ انتقادي سپكه خبره نه ده، څو ځله پخوا هم دغسې څرګندونې شوې، كله امنيتي ځواكونه په فساد تورن شوي، كله د رهبرۍ په ضعف، كله مخالفينو ته په باج وركولو.

د غوڅ ملاتړ ځواكونو د وياند وروستۍ له سپكاوي ډكه خبره به وروستۍ هم نه وي، خو دلته د بهرنيو لوريو تر څرګندونو هم د ملي دفاع وزارت د مرستيال وياند غبرګون مهم دى چې تر اوسه پورې يې د بهرنيانو د دغه ډول څرګندونو د رد جرئت نه دى كړى، لږ تر لږه دا دوهم ځل دى چې نوموړى د بهرنيو لوريو دغه ډول څرګندونې تائيدوي.

څه موده وړاندې د سيګار په راپور كې راغلي وو چې افغان امنيتي ځواكونه په اداره كې له ضعف او په فساد كې له ښكېل كېدو سره لاس او ګرېوان دي، جنرال محمد رادمنش په غبرګون كې وايي چې دى دغه راپور نه ردوي، وړمه ورځ د غوڅ ملاتړ د وياند د سپكو خبرو په غبرګون كې نوموړي بيا وفرمايل چې موږ په روان كال كې د امنيتي ځواكونو د مشرتابه په كچه له ستونزو سره مخ وو، خو دا به لرې شي!

د دفاع وزارت د مرستيال وياند دغه دريځ په دوو دلايلو كېداى شي، لومړى دا چې نوموړى په هر دليل چې وي د بهرنيانو په وړاندې له خپلو ځواكونو د دفاع جرئت نه لري، كه خبره همدغسې وي بيا خو داسې څوك بايد د داسې مهم ارګان د وياندۍ له دندې لرې شي.

دوهم دليل بيا ښايي دا وي چې د امنيتي ځواكونو په تېره د ملي اردو په رهبرۍ كې په ريښتيا داسې ضعف دى چې خپل وياند يې په دفاع شرمېږي.

كه دوهم صورت وي بيا خو دا د افغانستان له امنيتي ځواكونو څه چې له ټول ولس سره ستره جفا ده، كه د غوڅ ملاتړ د وياند دغه تور ريښتيا وي او د امنيتي ځواكونو په رهبرۍ كې ضعف تر دې بريده وي چې دوى پر دې هم نه پوهېږي چې څه كوي او څه وكړي، بيا خو دا ريـښتيا ده چې هم به د امنيتي ځواكونو مرګ ژوبله ډېرېږي او هم د عام ولس.

په دې كې بيا نه يوازې پخپله د امنيتي ارګانونو مشرتابه پړه دي بلكې ولسمشر او ولسي جرګه هم پكې دروند مسووليت لري. ولې دوى زموږ د ولس او امنيتي ځواكونو له ژوند سره لوبې كوي؟!

سوله! نوې لارې او نوي تحركات غواړي

ویسا د سولې د تګ لارې په اړه غږیدلی او وايي چې ولس باید پخپله د سولې يو پياوړى بهير پيل كړي.

په كابل كې د پګواش موسسې مشر له يو شمېر ژورناليستانو سره د دغه بنسټ د هغو هڅو معلومات شريك كړل چې دوى تراوسه پورې د افغان سولې په اړه كړې وې، نوموړي يوه په زړه پورې خبره وكړه وې ويل:

تراوسه پورې له موږ سره د افغان سولې په اړه هېچا مخالفت نه دى كړى، معنا دا چې امريكا، روسيه، پاكستان، ايران، طالبان او په ټوله كې ټول افغانان او د دوى لرې او نږدې ګاونډيان په افغانستان كې سوله غواړي.

له دې خبرې نه دوه ټكي ډېر روښانه دي:

لومړۍ دا چې سوله په ريښتيا يوه مشروع او انساني داعيه ده چې د ۳۵ ميليونه افغانانو ژوند او برخليك ورپورې تړلى دى، باور مو دى چې ډېر ښكېل لوري له بده مرغه په افغانستان كې د جګړو او بحران دوام غواړي، خو هېڅكله هم د سولې خبره نشي ردولولاى او په زغرده نشي ويلاى چې سوله نه جګړه غواړو.

دوهم كه دا ومنو چې ټول سوله غواړي بيا دا پوښتنه ځواب غواړي،  نو بيا ولې په افغانستان كې جګړې دوام كوي؟

د دې پوښتنې دوه ځوابه كېداى شي، يا دا چې په پاس يادو لوريو كې ځينې سوله نه غواړي، دروغ وايي چې دوى په افغانستان كې سوله غواړي، او يا دا چې تراوسه پورې چې د سولې لپاره كومې هڅې شوې په هغو كې خامۍ او غلطۍ دي، كه لومړى صورت وي او كه دوهم او يا دواړه وي چې ښايي همداسې وي، بيا خو دې ته اړتيا ده چې نور د سولې راوستلو لپاره سولېدلې او تكراري ناكامې تجربې پرېږدو، نه وخت پرې ضايع كړو او نه امكانات.

د سولې لپاره نوې لاره دا كېداى شي چې په كور دننه خبره د سولې د عالي شورا له انحصاره را وايستل شي او د ولس بانفوذه مشران پكې شامل شي.

كه پخپله ولس د سولې يو پياوړى بهير پيل كړي باور مو دى چې ښكېل ټول بهرني او كورني لوري به يې د دغه سپېڅلي ارمان په مخكې بيا ونه درېږي. نور يوازې د يوه پياوړي ولسي حركت اړتيا ده چې په هېواد كې د سولې په لاره كې له ټولو خنډونو واوړي او د ولس دغه ستر ارمان ترسره شي.

دوهم د سيمې د هېوادونو په كچه بايد يو محور جوړ شي چې په هغو كې د افغانستان دګاونډيو په شمول روسيه، چين او سعودي عربستان هم شامل وي.

دا اوس چې د افغانستان د سولې په اړه د روسيې ايران او پاكستان درې اړخيزه غونده جوړيږي، كه له افغانانو سره په ګډه دغه ډول غوندې د سولې په ملي محور بدلې نشي، بيا به خداى مه كړه د جګړو او بدمرغيو د دوام سبب شي.

د افغانستان جګړه داسې پړاو ته وتلې ده چې يا به ختمېږي او يا به د هېواد له حدودو اوړي، كوم هېوادونه چې د جګړې د ورخپرېدو خطر احساسوي كه په مناسب ډول د سولې پر يوه محور راټول  نشي، بيا به خداى مه كړه افغانستان د دوى د نيابتي جګړې پر ډګر بدلېږي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*