تازه مطالب
کور / مطبوعات / داخلي مطبوعات / کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ
د کابل چاپ ورځپاڼې، غورچاڼ

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه/ د اوونۍ غورچاڼ

 ډاکټر مقدس

ویسا ورځپاڼه

له ټرمپ نه وېره بېځايه نه وه

 ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې د امريكا په وروستيو انتخاباتو كې د ډونالډ ټرمپ بريا په ريښتينې معنا نړۍ وارخطا كړه، ځكه نوموړي د انتخاباتي كمپاينونو پر مهال خطرناك شعارونه بدرګه كړل. كله چې ټرمپ د لويې څارنوالۍ، سي آى اې او ملي امنيت سلاكار مهمو دندو ته كوم كسان ونومول د نړيوالو اندېښنې نورې هم زياتې شوې، داسې ښكاري چې ټرمپ د خپلو هغو ژمنو عملي كولو ته چمتو دى چې د كمپاين پر مهال يې خپل ولس ته وركړې وې.

يادو درې مقامونو ته داسې كسان نومول شوي چې يو يې د افغانانو قاتل او د شپنيو عملياتو قوماندان ؤ، بل يې د ايران او اسلامي هېوادونو سرسخت مخالف او بل يې امريكا ته د كډوالو د ورتګ مخالف او د دې پلوى چې كډوال په تېره مسلمانان له امريكا نه وشړي.

په دې كې مايكل فلين هغه څوك دى چې امريكايي رسنۍ (انټي وار) يې په اړه تفصيلي ليكنه خپره كړې، په دې ليكنه كې راځي چې فلين په افغانستان كې د (نيول او وژل) په نوم عملياتو قوماندان ؤ، چې د ده د قوماندانۍ پر مهال د شپې عمليات په مياشت كې سلو ته ورسېدل، په زرګونو كسان په دې عملياتو كې ووژل شول، بنديان شول، هر ډول وحشتونه ورسره وشول، په ژمي كې لوڅ په واورو وغورځول شول، په سپيانو وداړل شول او بګرام او نور زندانونه ترې ډك شول.

ویسا وايي، چې دغسې يو څوك د ملي امنيت د سلاكار په توګه ټاكل طبعاً نه يوازې افغان ولس بلكې ټولې اسلامي نړۍ ته يو بد پيغام دى، ځكه همدا اوس له سوريې او ليبيا څخه تر افغانستان پورې د امريكا پوځونه پراته دي او په دې وروستۍ يوه نيمه لسيزه كې د افغانستان په شمول څو هېوادونه د امريكا د اهدافو جګړو په كنډوالو بدل كړل، دغه اندېښنې په انټي وار مجله كې هم يادې شوې دي.

زموږ حكومت چې له بده شامته د هيلري كلنټن د بري په تمه ؤ آن چې د هغې د بريا لپاره يې د مياشتې پنځوس زره ډالره دوړه كول، اوس د دې پرځاى چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د امريكا له خطرناكو نقشونه د خونديتابه پر كومه لاره فكر وكړي، په دې هڅو كې دي چې څه ډول له نوي حكومت سره اړيكې تودې كړاى شي.

اوس به ولس ته له امريكا سره د يو طرفه امنيتي تړون لاسليك نوې غميزې راوړي او حكومت چې تر اوسه يې د بهرنيانو پر يوه جفا هم اعتراض څه چې ګيله نه ده كړې، ښايي په نويو وحشتونو بيا هم چوپ او د هغو د دوام پلوى وي، ځكه خو نورو سياسي لوريو ته په كار ده چې د وضعې جدي څارنه وكړي. كه خداى مه كړه د ټرمپ حكومت د وحشتونو لوبه نوره هم تودوي، بايد د امنيتي تړون په باب له سره فكر وشي.

د اقينې رېل كرښه مبارك! خو د ولس اصلي ستونزې مه هېروئ!

ویسا په یوه بله سرلیکنه کې کاږي، چې د اقينې د رېل كرښې پرانيستل افغان ولس ته لوى خبر دى، دا چې زموږ د ملي شورا غړي پرې لاسونه پړكوي چې د پاكستان له احتياجه به خلاص شو، تر يوه حده سمه ده، خو ترڅو پخپلو وسايلو بسيا نه شو، ترڅو زموږ صادرات او خپل توليدات تر وارداتو او بهرنيو توكيو زيات نشي، محتاج به وو، يا پاكستان ته او يا ايران او يا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته.

په هر صورت د اقينې د رېل كرښې پرانيستل لوى خبر دى، خو زموږ د مظلوم ولس ستونزې او ناخوالې دومره زياتې دي چې د اقينې رېل كرښه په هېڅ صورت هم ورته داسې زيرى نه دى لكه چارواكي يې چې پر مخ ورموښي.

چارواكي او د دوى ډنډورچيان دې لږ سر ګرېوان ته كړي د ولس ستونزو ته دې پام وكړي چې كوم حد ته رسېدلې دي، د كومې پروژې په بشپړېدو بايد داسې كاذبه فضا ايجاد نه كړي چې ګواكې خير او خيرت دى. دا دى افغانستان په نن سبا كې د جاپان او المان په بڼه بدلېږي!

په مصيبت كې پروت ولس هم دې ته اړتيا لري چې د رغاونې او خير خبرونه واوري، خو دا هر څه په دومره كچه نه چې كاذبې هيلې راوټوكوي او پخپله چارواكي د خپل تبليغ تر اغېز لاندې د ولس ستونزې، ريښتينې غوښتنې او لومړيتوبونه هېر كړي.

نن زموږ په څو ولايتونو كې درنې جګړې روانې دي چې هره ورځ په لسګونو هېوادوال پكې د ژوند له نعمته بې برخې كېږي، تر دوه ميليونه زيات داخلي او له بهر نه راغلي كډوال راته پر سپېره ډاګ پراته دي، د ژمي له راتلو سره د انساني ناورين خطر دى.

سرنوشت ورځپاڼه

افغانستان د همکاري او که د ټکر نقطه؟

افغانستان په نولسمې او شلمې پېړیو کې په اسیا کې د نړیوالو زبر ځواکونو د پراختیا غوښتنې او هجمونیکي سیاستونو اسیپ پذیره نقطه وه، چې په ۱۸۴۰ لسیزه کې د تزاري روسیې او برېټانوي هند ترمنځ سیالي او بیا د سړې جګړې پر مهال د افغانستان پر وړاندې د امریکا او شوروي اتحاد سیاستونه یې ښه مثالونه دي.

خو په اوسنۍ یویشتمه پېړۍ کې یوه نظریه دا ده چې افغانستان ښايي لا هم تر یوې مودې په سیمه کې د جیو-ستراتیژیکي اهدافو لپاره د ټکر د نقطې په توګه وکارول شي او یا هم عملاً کارول کېږي. که له دې زاویې ګورو، نو افغانستان اوس د لوېدیځ د بهرني سیاست په همدې موقعیت کې قرار لري.

افغانستان د سیمه ییز اتصال او ټرانزیټ په برخه کې فوق العاده بالقوه ظرفیت لري، چې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، ټوټاپ، چابهار او لاجورد پروژې یې ښه مثالونه دي. افغانستان پرون رسما د لاجوردو لارې سره ونښلول شو.

امریکا د چین د ورېښمو د نوې لارې د بیا رغونې لپاره چې یو مهم شریان یې له افغانستانه تېرېږي، متبادل پلان لري. افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې پخوانی او مهم مسیر دی، خو د دې لارې د بیا رغونې په نوي پلان کې یې رول کمرنګه دی. لامل یې دا دی چې د افغانستان له خاورې د ورېښمو لارې مسیرونه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په اوس وخت کې یې د جوړېدو امکان نه لیدل کېږي. له بلې خوا د کاشغر-ګوادر ټرانزیټي دهلیز هم د پاکستان په خاوره کې له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او دا هغه څه دي چې چین په دې ډول پروژو کې د پانګونې په اړه زړه نا زړه دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په توګه د افغانانو د قاتل ټاکل کېدل افغان جګړه لا پېچلې کوي

سرنوشت ورځپاڼې د افغانانو د قاتل امریکايي پوځي په اړه لیکلي: انټي وار امریکایۍ رسنۍ وايي، مایک فلین چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د ځانګړو او شپینیو عملیاتو د قوماندان په توګه دنده تر سره کوله، د شپنیو عملیاتو د طرحې په وړاندې کولو سره د ملکي افغانانو د نیولو، زنداني کولو او وژلو عامل دی.

مایک فلین په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د ځانګړو او شپینیو عملیاتو د قوماندان په توګه وټاکل شو او دا هغه وخت و، چې په افغانستان کې طالبانو د بیا ځل لپاره د یوه پوځي قوت په توګه سر راپورته کړی و.

مایک فلین په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال مک کرسټال ته داسې یوه طرح وړاندې کړه، چې له مخې یې د شپینیو عملیاتو لړۍ چټکه شوه او د شپې له خوا به امریکایي ځواکونو د ملکي افغانانو پر کورونو چاپې وهلې او هره شپه به یې ان تر پنځوسو ملکي افغانان نیول او د بګرام زندان ته اچول.

دغه مجله لیکي:(د مایک فلین د هدفي وژنو کړنلارې په بنیادي توګه تغییر وکړ، د دغې کړنلارې له مخې ځانګړو عملیاتي ځواکونو شپې ناوخته د خلکو پر کورونو چاپې وهلې او جنرال مک کرسټال غوښتل چې ددغو عملیاتو لړۍ لا پراخه شي. په ۲۰۰۹ کال کې هره میاشت ۲۰ شپني عملیات ترسره کېدل، خو د کال په دویمه نیمایي کې دغه عملیات په یوه میاشت کې سلو ته پورته شول. له همدې امله نور یوازې طالبان د امریکایي ځواکونو هدف نه و، بلکې نور عادي خلک چې طالبانو ته په لوجستیکي او د پروپاګند په برخه کې تورن وو هم هدف ګرځول کېدل، نیول کېدل او یا وژل کېدل.)

انټي وار مجله په دې سخته نیوکه کوي چې د مایک فلین په لاس د ملکي افغانانو د وژنې او زنداني کولو پر پېښو سترګې پټې شوې دي او زیاتوي، چې د فلین تر قوماندې لاندې ځواکونو د ملکی افغانانو د نیولو پر مهال د هغوی له ټیلیفونونو د طالبانو د قوماندانانو نومونو ته ورته نومونه لټول او د هغې پر اساس به یې دوی د بګرام زندان ته اچول، حال دا چې هغوی له طالبانو سره هېڅ تړاو نه درلود، له همدې امله د بهرنیانو پر ضد کرکه زیاته شوه او عامو افغانانو له خپل دولته هم واټن ونیوه.

یادې مجلې د افغانستان د جګړې پرمهال د مایکل فلین په لاس د مرګونو طرحو جوړولو په تړاو د امریکایي رسنیو پر چوپه خوله پاتې کېدو سخته نیوکه کړې او ټینګار کوي چې په یوه مهمه دنده د افغانانو د قاتل ټاکل به د دې جګړې پېچلتیا لا زیاته کړي.

سرچینه زیاتوي:( امریکایي رسنۍ د ګډو ځانګړو عملیاتو د قوماندان په توګه د مایک فلین پر رول، چې د طالبانو په نوم د ګڼو ملکي افغانانو په وژلو یې لاس پورې کړی و، سترګې پټوي. د مایکل فلین د کړنلاری پر اساس شپني عملیات د امریکا متحده ایالاتو پر ضد د افغانانو د غوسې او کرکې لامل شول، ځکه جنرال مک کرسټال په ۲۰۱۰ کال کې په ډاګه وویل چې شپنيو ځانګړو عملیاتو د امریکا پر ضد عامه ذهنیتونه راوپارول.)

انټي وار مجله وايي، چې د افغانانو د وژلو او د امریکا پر ضد د افغانانو د راپارولو په تور باید نوموړی د امریکا په نوي حکومت کې نه وای، خو د مجلې په باور، امریکایي چارواکو ظاهراً د ملکي افغانانو د ځورولو په بدل کې هغه ته امتیاز ورکړی دی.

ارمان ملي

طالبان په هیواد کې د پرمختايي پروژو ملاتړ کوي!

طالبانو اعلان وکړ، چې له هغو پرمختايي او ملي پروژو چې د افغانستان د ولس په ګټه وي وي نه یواځې ملاتړ کوو، بلکې ساتنه یې هم کوو.

دې ډلې د تیرې سې شنبې په ورځ په نشر شوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د ټاپې پروژې څخه چې( د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین د افغانستان له خاورې څخه پاکستان او هند ته تیريږې)، د کاسا پروژه چې (د قرغزستان او تاجکستان بريښنا د افغانستان له خاورې پاکستان ته لیږدوي)، او د مس عینک کان کیندنه چې د یوه چینايي شرکت لخوا ویستل کیږي، ملاتړ کوي او همدارنګه د اورګاډو پټلۍ او د بریښنايي بندونو ساتنه به هم کوي او هیڅ ضرر به ورونه رسوي.

د ورځپاڼې په وینا، دا په داسې حال کې ده چې په دې نږدې وختونو کې طالبانو د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت عام المنفعه تاسیسات په افغانستان کې وران کړي دي.

که طالبان خپلې اعلامیې ته ژمن وي او په هیواد کې د پرمختايي پروژو مخنیوی ونکړي او ساتنه یې وکړي، نو دا یو ښه ګام دی، او دا پریکړه د طالبانو په ذهنیت کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي.

د ولسمشر اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی!

ولسمشر اشرف غني له ملت سره کړې یوه ژمنه پوره کړه، چې د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د کمیسیونونو د غړو په ټاکلو کې عملي ګام پورته کړ، موږ یې هم ستاینه کوو او امیدوار یو چې یاد کمیسیونونه وتوانیږي په هیواد کې د ولسي جرګې او د د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې په لاره واچوي تر څو راتونکو ګامونو ته لاره هواره شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په راتلونکي کې به څه وشي، ولې ملت هیله مند دی چې ډیر زر به د ټاکنو پلې کیدل او په د لویې جرګې لپاره لاره هواره شي، تر څو په اساسي قانون کې د بدلون په اړه بحث وشی او په نتیجه کې افغانستان د یوه نوي سیاسي نظام درلودونکی شي.

په دې ټاکنو کې په اصلي ټکو تمرکز کوو او هغه دا چې د هیواد جمهور رئيس د ټاکنو د کمیسیونونو پخواني غړي د خپلو سلاکارانو په توګه مقرره ول، چې په کمیسیونونو یې د حقوقو ساتنه وشي، په زړه پورې او عجیبه ده.

دا په داسې حال ده، چې دې دوو کمیسیونونو د ټاکنو په بهیر کې دوه کاله وړاندې منفي رول لوبولی و او د نتایجو اعلان یې په میاشتو دوام وکړ، چې په پای کې یې د هیواد اقتصاد بدلون وکړ او امنیت د خراب حالت سره مخامخ شو.

 اوس د افغانستان خلک د هیواد له ولسمشر څخه پوښتنه کوي، چې که په لاس کې شګه نه لري، نو په کومو معیارونو او نورمونو پر بنسټ د اسرغړوونکي او مجرمین پر نوو پوسټونو باندې وګومارل شول؟

د افغانستان ولیس تمه لرله که ولسمشر د ټاکنو د کمیسیونونو مخکیني غړي مجازات نه کړي نو باید عزت او اکرام یې هم ونه شي، تر څو راتلونکو کسانو ته یو درس شي چې په دا ډول کړنو لاس پورې نه کړي.

 ولسمشر په دې کار سره خپل باور او اعتماد د خلکو په نزد تر پوښتنې لاندې راوستو.

رئیس جمهوریکشور با این کارش در واقع بخشی از اعتبارات خویش را در نزد مردم کشور زیرسوال برده است. این عده می توانستند به عنوان کارمندان در دوایر دیگر دولتیتوظیف شوند و نه این که به عنوان مشاورین رئیس جمهوری انتخاب شوند.

رئیسجمهور همچنان در معرض شدید انتقاد های مردم قرار دارد ولی ما می دانیم کهآب از آب تکان نخواهد خورد و تیم تقلب گر همچنان بدون مجازات خواهند ماند.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*