که غنی وچوی دچاودنو مخه نه شی نیولای

23

تبصره

تیره ورځ اشرف غنی دپخواني صدراعظم موسی شفیق د۹۰ېمې کلیزې په  مناسبت  دجوړ شوي سیمینارګډونوالوته په خپله ویناکې وویل موسی شفیق د افغانانو په ګټه د اوبو د انسجام لپاره د پام وړ کار کړی دی او د ګاونډیانو سره دهغه دوستانه اړیکی دافغانانو لپاره د ویاړه ډکې کړنې دي.

اشرف غنی تل د تیروخت په کړنو ولس ته د ځان او خپلې ادارې سپیناوی کوي خو د خپل حکومت یوډول لاسته راوړنه هم نه لري چې دبیلګې په توګه ېې یاده کړي او نه د ولسي جرګې یا نوروسیاسي مخالفینو نیوکوته قانع کوونکی ځواب لري.

په ولایاتوکې امن نور ولس له خپلو کورونو کډو کولو ته اړ کړی دی خو حیران په دې دی چې دا ځپل شوی ولس کوم لوري ته کډه وکړي؟ په کوم ولایت کې امن تامین دی؟ چې هلته څو شپې سباکړي هر ولایت یوله بله بدامنه دی په هرولایت کې چاودني دي.

تیره ورځ په لښکرګا کې چاودنه وشوه چې پکې ۷ تنه ووژل شول، ولایات خو نا امنیو دومره په سر اخستي دي چې نورپکې ژوند کول نا ممکن شوی دی غواړي کابل مرکزته کډې وکړي خو په کابل کې هم چاودني دي، په کلیوکې هم چاودني او د ولایاتوپه مرکزونوکې هم چاودني .

که اشرف غنی وایی چې په حکومت کې د ولس سر او مال خوندي دی نو د تیر کال په پرتله د ولسي او نظامي مرګ ژوبلې کچه له ورتیرو کلونو لوړه وه .

په کابل کې د تیرحکومت په مهال دومره چاودنی نه وی لکه د اوسني حکومت په دوران کې چې وشوې دموسی شفیق په اړه د جوړ کړل شوی سیمینارڅوشیبې وروسته دوه چاودنی وشوې لومړنۍ چاودنه د پنځم ریاست او دویمه چاودنه د ملي شورا د ټلویزیون دفتر ته نږدې وشوه .

دا ولس اخرکوم لوري ته ولاړ شي چې په کلیواو لرې پرتوسیموکې دچاڼیزو عملیاتوپه نامه دخلکو دکورونو لوټول، بې دفاع ولسي وګړي نیول ، زنداني کول اوپه یوه اوبل نامه ېې وژل دا هغه څه دي چې داشرف غني حکومت ېې د چاودنوسره مخ کړی دی .

په هیواد کې د چاودنو او بمباریو له امله له هیواده په کډه شوي افغانان خپل ټاټوبې ته نه شي راتلای اوهغه چې راغلي دي او یاېې مرګوني شپې پرځان په خپل هیواد کې منلي او له هیواده ېې کډې نه دي کړی اوس دجګړو او چاودنوله امله په خپل هیوادکې  دننه کډو کولو ته اړشوي دي.

د راپورونوپه اساس په ټول هېواد کې د بې‌ځايه شویو کسانو شمېر يو میليون او درې سوه زرو کسانو ته رسېږي چې ټول له نا امنه ولايتونو څخه د جګړو له کبله بې‌ځايه شوي دي.

د مخه به چې کوم سیاسي  مشراو یا کوم مخالف په اشرف غنی نیوکه وکړه ویل به ېې له دی وینا څخه مخالفین سیاسي ګټه پورته کوي اوس دادی د ولسي جرګې غړي په اشرف غنی نیوکې کوي.

اشرف غني د دوه کالو په پوره کیدو تراوسه پورې د چاودنو دپاې ته رسولو پالیسي خپله نه کړه هره ورځ مرګوني عملیات وي چې  ولسي وګړوته پکې مرګ ژوبله اوړي او یا  چاودنې کیږي چې نور ولس خپل ژوندکولو ته حیران دی .

اشرف غنی غواړي په خپله نرمه وینا د ولس زړونه ترلاسه کړي خوحکومت ېې ورځ په ورځ مخ پرزوال روان دی پرونۍ دوه چاودنو ترسلوپورې مرګ ژوبله لرله  کیدای شی تردی هم زیاته شي دا ټولې په ویرناستې کورنۍ به اشرف غني په خپله حکومتولۍ کې ناکام بولي که اشرف غني ځان وچوي له هیواد د فساد،نا امنیو او چاودنومخه نه شی نیولای.

 

شریکول

Leave a Reply