تازه مطالب
کور / خبرونه / یوه زړه دردونکې ویډیو
seryan chil

یوه زړه دردونکې ویډیو

کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴
یوه وړه سوریایۍ انجلۍ «عایشه» چې پنځه کاله عمر لري، د ترکیې په سړکونو باندې تشناب کاغذ خرڅوي.
دغه انجلی هغه وخت د پولیسو او لارویانو توجه ځان ته را واړوله چې یو ترکي پولیس په یونیفارم کې د انجلۍ خوا ته ورغی، عایشه د پولیس په لیدلو سره چیغې کړې، او په یوه لاروی ښځه ځان ونښلوي، انجلی په دې وخت کی زاری کوي: «ما وژني، دوی ما وژني»
عایشه چې پر یوې ښځې باندې ځان دومره کلک نښلولی دی چې یاده ښځه کوښښ کوي تر څو له ځان څخه یې جلا کړي، ترکي پولیس غواړي چې ارامه او په مینه ورسره خبرې وکړي، خو دا چیغې وهي او توبې اوباسي چې «بیا به داسې جرم نکړم، بیا به داسې جرم نکړم»
د سوریایي ماشومانو له پوځي جامې څخه دغه تأثر دا په ډاګه کوي چې سوریایان ډېر وژل شوي، ځورېدلي او کړېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې په ویډیو کې یاده ماشومه د عربو ماشومانو هغه عمل ترسره کوي چې یوځل خپل لاس ښکل کړي او بیا یې تندي ته یوسي.
ویل کیږي چې دغه عمل عرب ماشومان هغه مهال ترسره کوي کله چې یو لوی جرم یې کړی وي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*