تازه مطالب
کور / تبصرې / له لیکوال او څیړونکي عبدالرحیم (ثاقب) صاحب سره مرکه
ثاقب2

له لیکوال او څیړونکي عبدالرحیم (ثاقب) صاحب سره مرکه

درنو لوستونکو!
کابل ټکی کام ویب پاڼې پتییلې چې وخت ناوخت د افغانستان د سیاسي امنیتي او پوځي پیښو په اړه د هیواد له ځینو مشهورو لیکوالانو او سیاسي شنونوکو سره مرکې او خواله ولري.
د دې مطبوعاتي سلسلې په لړ کې مو دا ځل له لیکوال او څیړونکي عبدالرحیم (ثاقب) څخه غوښتې چې د کابل ټکې کام د مرکې پوښتونو ته ځوابونه ووايي.
له ثاقب صاحب څخه مننه کوو چې زمونږ غوښتنه يي منلې او د هیواد د وروستیو پیښو په اړه یې د یوې تفصیلې مرکې په ترڅ کې خپل نظر را سره شریک کړی.
راځئ د کابل ټکی کام د همکارانو په زیار ترتیب شوې مرکه په ګډه ولولو!

پوښتنه : د افغانستان روان سیاسی او نظامی وضعيت څه ډول ارزوئ؟
ځواب : الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله ومن والاه وبعد.
د افغانستان روان سیاسي او پوځي وضعیت تر بل هروخت په یوه حساس پړاو کې قرار لري، امریکایان لګیا دي د سولې د خبرو تر پلمې لاندې په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکوي، هغوی یواځي په دې خبره ټینګار لري چې د زور له لارې پر خپلو مخالفینو(طالبانو) بری ترلاسه کړي چې دا کار خپله د امریکایانو د تیرې ۱۵ کلنې تجربې له مخې هم ناشونی دی.

پوښتنه : امريكايان او همىاراز کابل حکومت طالبان په دې تورنوي چې سوله نه غواړي، ستاسي په نظر د هغوی دا الزام ترکومه د توجیه وړ دی؟
ځواب : په فارسي ژبو کې یومتل دی چې وايي ( بګیرش که نه ګیردت) امریکایان هم د دغه متل د مصداق له مخې طالبان د سولې په نه کولو تورنوي، خو حقیقت دادی چې جګړه هغوی پیل کړې ، هم دوی یې د غزولو هڅې کوي او همدوی دي چې د سولې هرډول هڅې ناکامه وي.
د امریکایانو په سولې کې بله ستونزه داده چې هغوی په ښکاره د سولې خبرې کوي خو په پټه د جګړې ګرمولو او د هغې د تقویه کولو تلاش کوي چې ژوندی مثال یې د سږکال په پیل کې د امریکایانو په ابتکار د څلور اړخیزه غونډو جوړول و چې له هغوي سره همهال يي کابل حکومت ته نظامي تسلیحات او د جګړې د پرمخ وړلو لپاره پوځي وسائل او پرمختللې بم غورځوونکې الوتکې وركول جاري ساتل.
همداراز د سولې لپاره د هغوی غونډې او اجلاسونه نمایشي خو د جګړې د ګرمولو لپاره په عملي ډول روزانه ۲۴ میلیونه ډالره كابل حكومت ته وركوي.
پردې سربیره امریکایان چې هروخت د سولې خبرې کوي هدف يي ترې د مقابل لوري تسلیمیدل وي ، نه له هغوي سره سوله کول ، چې دا هرڅه په خپله د جګړې د تشدید او غزولو معنی لري.
د سولې او جګړې د متعارفو اصولو او مقرراتو له مخې همدا دواړه (سوله اوجګړه) د طرفینو شریکو مساعیو او مساوي صلاحیتونو ته اړتیا لري ، خو امریکایان له طالبانو څخه مشروطه سوله غواړي؛ داسې سوله چې هغه باید د امریکایانو په خوښه او هغوی ته مورد قبول وي .
مثلا هغوی وايي چې طالبان دي وسله پر ځمکه کیږدي ، د اشغال تر سیوري لاندې اساسي قانون دي په رسمیت وپیژني، له تاوتریخوالي دی لاس واخلي او … چې دا هرڅه هیڅکله هم د سولې مفهوم نه لري ؛ بلکې د جګړې په ډګرکې له مقابل لوري څخه د تسلیمي غوښتنه ده او تسلیمي هم د دوی د خوښې مطابق.
امریکایان چې کله د خپلو تبلیغاتي وسائلو له لارې له طالبانو سره د سولې خبره کوي هغه دا ډول سوله وي چې دا کله هم د سولې په معنا نشي کیدای او نه دا ډول سوله طالبانو ته د منلو وړ ده .
د امریکایانو د دغه ډول غوښتنو اصلي انګیزه په تبلیغاتي لحاظ د طالبانو ملزمول دی چې هغوی سوله نه مني او پرجګړه ټینګار لري.
امریکایان هروخت د سولې په نوم د داسې هلو ځلو پلویان دي لکه د دوی په نوښت د څلور اړخیزه غونډو سلسله چې په ناکامي باندې یې تر بل هرچا له مخه خپله امریکایان متیقن ول .

پوښتنه : له کابل حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کیدل به په روان جهادي بهير څومره اغېز ولري؟
ځواب : د کابل حکومت د سولې له عالي شورا سره د حکمتیار یوځای کیدل به په روان جهادي بهیر دومره اغیز ولري لکه څومره چې په جهادي بهیر کې د هغوی رول او موثریت دی.
اصلا د کابل حکومت او حکمتیار ترمنځ یاد تعامل د دواړو لوریو لپاره یواځي یو تبلیغاتي ابزار دى چې هریو یې د ځان په ګټه تري استفاده کوي.
کنه په حقیقت کې حزب اسلامي نه په پوځي لحاظ په داسې موقف کې دی چې کابل حکومت ته مزاحمت ایجاد کړي، او نه حکومت ته د مزاحمت جوړولو فکر لري ؛  ځکه د حزب اسلامي درې برخې وار ترپخوا په حکومت کې سهیمې او ډیری غړی د کابینې په شمول د دولت په مهمو پوستونو کې کار کوي.

پوښتنه : د ۲۰۱۴ کال تر پایته رسیدو وروسته ډیری بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل ، امریکایانو هم ډیر ځواکونه له افغانستانه پرشا او دلته يي خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ، خو اوباما په خپلې وروستۍ پریکړې کې بیرته په افغانستان کې پاتې امریکايي ځواکونو ته د زیاتو جنګي صلاحیتونو فرمان صادر کړ ستاسې له نظره د امریکایانو د دغې متنوعې پالیسې لامل څه دی؟
ځواب : ما مخکي وویل چې امریکایان په افغانستان کې اصلا د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري.
له کابل حکومت سره د هغوی د امنیتي تړون لاسلیکول د لسو کلنو لپاره په افغانستان کې د امریکايي پوځي شتون رسمي وثیقه ګڼل کیږي.
له بل لوري په افغانستان کې د امریکايانو پوځي شتون د هغو په مصالحو پوري تړلی ، تر څومره چې د هغوی مصالح ایجابوي ترهغو پوري به په قطعي ډول امریکايي پوځیان دلته موجود وي .

له بلې خوا که څه هم چې خپله پنټاګون خپل پوځي ماموريت په افغانستان کې پایته رسیدلې اعلان کړي ؛ مګرامریکايي ځواکونو چې چیري لازم ګڼلي هلته يي پوځي عملیات کړي ، د ډرون الوتکو په وسیله یې مشخص اهداف په نښه کړي او ډیرو مواردو کې یې د افغان ځواکونو په حمایت كې مستقیمه پوځي مداخله کړي ، چې ښکاره بیلګې یې د کندوز د سقوط پرمهال هلته د بي پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي برید کول دي، د میدان وردګو ولایت په تنګي سیمې کې پر رسمي صحي مرکز چاپه اچول او همدا راز په لوګر کې د دفاع وزارت په مربوطو ځواکونو بمبار کول دي چې په دې ټولو پیښو کې په لسګونو کسان کړه اوژوبل شوي .

پوښتنه: د طالبانو د مشرملا اختر محمد منصور وژل کیدل به د طالبانو او د افغانستان په وضعیت څه اثر ولری؟
ځواب : د جګړې په ډګر کې د یوه باتجربه ، تکتیکي او مدبرمشرموجودیت خامخا د جګړې پر رهبري مثبت تاثیرلري او نشتوالی یې همداسي، خو د طالبانو په پوځي فعالیتونو کې خبره تر اشخاصو ډیره په انګیزو او افکارو پوري تړلې ده .
په دې معنی چې دا غورځنګ فرد محوره غورځنګ نه ؛ بلکي پر یولړ مبادئو او اساساتو ولاړ غورځنګ دی چې د پرمختګ ټول شاخصونه يې هماغه افکار ترسیموي نه اشخاص.
همدا لامل دی چې طالبان د خپل سیاسي او پوځي تاریخ په بهیر کې کله هم د اشخاصو په شهادت ، اسارت ، وفات او له منځه تللو سره نه دي کمزوري شوي ، بلكي په ډیرو مواردو کې د هغوی فعالیت لازیات او موثر شوی دی چې یو ښکاره مثال يي ۲۰۱۰ کال دی .
۲۰۱۰ کال د امریکايانو په اعتراف د هغوی او ټولو بهرنیانو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و .
په همدې کال کې د امریکایانو په اعتراف ۷۰۰ تنه بهرني پوځیان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي.
خو په همدې کال کې د طالبانو د قیادت په کچه دوه تر ټولو مهم مشران ملا عبید الله او ملا برادر اخوند یوشهید او بل اسیر کړای شو، مګر د جګړې په ساحه کې د دغو دواړو مهمو قیادي مشرانو نشتون هیڅ منفي اغیز نه درلود ؛ بلکې برعکس په عین همدې کال کې طالبانو په جهادي محاذونو کې تر بل هروخت زیات بهرني پو ځیان مړه او ژوبل کړل.

پوښتنه : د طالبانو نوی مشر مولوي هبة الله اخونذاده چې ویل کیږي ټوله تجربه او سابقه يي په علمي او فقهې برخه کې ده د طالبانو په پوځي او سیاسي رهبریت کې به څه ډول رول ولري ؟
ځواب : ریښتیاهم چې د طالبانو نوی مشر له مسلکي اړخه یو مذهبي عالم ، مدرس او کاري تجربه يي هم په قضايي چارو کې ده، خو دا د دې مانا نه لري چې هغه له پوځي چاروسره بلدیت نه لري؛ بلکې نوموړی د شوروي اشغال په مهال په جنوب لویدیځه حوزه کندهار ولایت کې عملا د یوه جهادي مسؤل په حیث د مجاهدینو مشري کړې ، همدا راز د طالبانو د تحریک له تأسیس نه بیا تراوسه پوري د دې تحریک د ټولو فعالیتونو او جریاناتو یومطرح شاهد پاتې شوی چې هرڅه یې تر نظارت لاندې تیرشوي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال کې چې نوموړي ته کوم مسؤلیتونه سپارل شوي هغه هم د دفاع وزارت اړوند په نظامي برخه کې وه .
نوموړی هم په ننګرهار او هم په کابل کې د نظامي محکمې د مسؤل په توګه په ډیر بریالیتوب سره دنده تر سره کړې.له بلې خوا لکه چې مخکي مو وویل د طالبانو غورځنګ فرد محوره غورځنګ نه دی ، د همدې دیني عالم تر قیادت لاندې د طالبانو نور افراد د بشپړې پوځي ، سیاسي او ادارې تجربي او مهارتونو خاوندان دي هغوی خپل ټول پوځي ، سیاسي اداري ، قضايي او … فعالیتونه د یوه شورايي سیسټم په بڼه مخته وړي ، په ټولو چارو کې خپل ترمنځ تعاون، تفاهم او مشترکې مشورې لري.
همدا راز د طالبانو اوسنی مشر تابه په خپل څنګ کې دوه مرستیالان لري چې د هغوی له جملې نه سراج الدین (حقاني) په پوځي، اداري اوسیاسي برخه کې د پخې تجربې او کاري سابقې لرونکی مسؤل دی .
همدا راز د هغه بل مرستیال مولوي محمد یعقوب (مجاهد) د فعالیت او نشاط په لحاظ یو ډیرځیرک، با استعداده او پوه شخصیت دی .
د دې ترڅنګ د طالبانو نورټول نظامي ، سیاسي ، اداري ، فرهنګي ،قضايي او … تشکیلات او کمیسونونه د ماهرو تجربه لرونکو افرادو لخوا اداره کیږي چې د طالبانو نوی ټاکل شوی قیادت خپل ټول فعالیتونو له همدې مجربو اشخاصو سره د مشورې او تفاهم له لارې پرمخ وړي.

پوښتنه : د القاعده تنظیم اوسني مشر ډاکټر ایمن الظواهري د طالبانو له نوي قیادت سره خپل بیعت اعلان کړ، ځیني سیاسي حلقات په دې نظر دي چې له طالبانو سره د الظواهري بیعت یوځل بیا افغانستان ته د القاعده د راګرځیدو په معنی دی تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: د طالبانو له نوي مشر سره د ډاکټر ایمن الظواهري بیعت کول یو مذهبي عمل او هدف ترې د طالبانو د مشر اطاعت او حکم منل دي، چې دا افغانستان ته د القاعده له بیرته راګرځیدو او نه راګرځیدو سره کوم تعلق نه لري.
د طالبانو له تأسیسي مشر ملا محمد عمر مجاهد سره د القاعده مؤسس اسامه بن لادن هم بیعت کړی ، د ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته همدې ډاکټر ایمن الظواهرې د طالبانو له منتخب مشر ملا اخترمحمد منصور سره بیعت وکړ او د هغه تر شهادت وروسته يي د طالبانو له اوسني مشر مولوي هبة الله سره بیا د بیعت تجدید وکړ.
له طالبانو سره د القاعده په بیعت کې مثبت ټکی دا دی چې د هغوی بیعت هغوی ملزموي چې په جهادي فعالیتونو کې د طالبانو د جهادي تګلاري اطاعت وکړې؛ ځکه همدا د بیعت معنی او مفهوم دی.

پوښتنه : د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې د وروستۍ شخړې په اړه مو نظر څه دی؟
ځواب: په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستې نښتې مختلف عوامل لري چې اساسي هغه یې د امریکايانو لخوا د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي ته لمن وهل او بل د ګد حکومت نامتوازنه ديپلوماسي ده .
افغانستان د تیرې څلویښت کلنې جګړې له امله خپلو ګاونډیانو ته  یو محتاج  هیواد او په هیڅ لحاظ له خپلو ګاونډیانو سره د مقابلې وړتیا نه لري، باید چارواکي يي له ګاونډیانو سره دهرډول تعامل په اړه داسې یو موقف غوره کړي چې د هغوی ترمنځ د حساسیتونو راپورته کولو لامل ونه ګرځي.
د افغانستان او پاکستان د ولسونو او حکومتونو ترمنځ ډیر مشترکات موجود دی ، دواړو لوریو ته په کار دي چې د حسن همجواري او خپلو ولسونو د ملي ګټو د تحقق په غرض داسې لاره غوره کړې چې له تاوتریخوالې پرته له اړونده مشترکاتو څخه مطلوبه استفاده وکړي.
د تورخم ستونزه هیڅکله د زور او جګړې له لارې نه حل کیږي ، ټوله دغه ډول ستونزې باید د تفاهم او مسؤلیت پذیرې له مخې هواري کړای شي، که يي هر لوری د جګړې له لارې د هواري هڅه کوي د ناوړه عواقبو مسؤلیت به يي دهغوی په غاړه وي.

پوښتنه : په دې وروستیو کې په شمال کې د جنبش او جمعیت ترمنځ وسله والې نښتې وشوې چې لاهم روانې دي ، د ګډ حکومت د سهیمو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د یادو نښتو لامل څه بولئ؟
ځواب :ګډ حکومت اصلا جوړ شوی د دغسي ګډوډیو اوجګړو لپاره  دی.
له تیرکال راهیسې شخصا دوستم په مکرر ډول دغو سیمو ته په کومو کې چې اوس جګړه روانه دی ولاړی او هلته يي د سیمي په قومي تصفیه لاس پوري کړ، په قیصار او المار او نورو پښتون میشتو ولسوالیو کې د طالبانو دځپلو په پلمه د ولسي خلګو په خلاف پوځي عملیات پیل کړل چې د طالبانو لخوايي په ټینګه مخنیوی وشو ، همدا راز يي په سرپل ، جوزجان او بغلان ولايتونو کې د پښتونو پرخلاف پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې له امله يي یواځې په بغلان كې په لسګونوزره کورني د سیمې پریښودوته مجبوره کړای شوې.
له دوستم پرته به جنرال عطاء په بلخ او مزار کې ، همداراز محقق او نورشیعه ګان په خپلو سیمو کې د میشتو پښتنو پرخلاف د دولتي امکاناتو په مټ پوځي عملیات پیلوي تر څو په تدریجي ډول په ټول شمال او بیا خدای مکړه په ټول هیواد کې د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې اوربل او ټول هیواد ته خپورشي.
دا ټول تحرکات د امریکایانو په لمسون د هغوي د مصالحو ترلاسه کولو لپاره تر سره کیږي او د ګډ حکومت ټول چارواکي په تیره د امنیت شورا مشر او د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر ډله په دې کې ډیر سرګرم او فعال دي .
هغوی غواړي جګړه دلته نوره هم پراخه او وغزول شي تر څو د دوی ته د ډیر وخت پاتې کیدو لپاره زمینه مساعده شي.
کابل ټکی کام … مننه چې زمونږ پوښتونو ته مو ځوابونه وویل ..
عبدالرحیم (ثاقب) : له تاسو نه هم مننه ، په خپلو ژورنالیستکي فعالیتونو کې مو د مزید بریالیتوب په هیله.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*