تازه مطالب
کور / اپليکیشن / په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د مشکلاتو په اړه دحاجی صاحب شرافت سره مرکه
شرافت

په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د مشکلاتو په اړه دحاجی صاحب شرافت سره مرکه

درنو لوستونکو! څرنګه چې تاسو ته معلومه ده له څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني مقاماتو لخوا غیر انساني رویه پیل شوي وه، نو د مهاجرینو مخورو او غمخوارو مشرانو هوډ وکړ، تر څو د روان وضعیت د حل په اړه غږ پورته کړي، هماغه وو، چې د مهاجرینو ځينو مخورو مشرانو یوه ۳۰ کسیزه کمیټه جوړه کړله ترڅو د مهاجرینو د مشکلاتو د حل لپاره کار وکړي. د کمیټې مشر محمد سعید هاشمي وټاکل شو او د پاکستاني حکومت له مرکز سره د خبرو او ملاقات لپاره یو ۳ کسیز هیئت وټاکل شو، چې یو له هغوی نه محترم حاجي صیب شرافت دی.

 کابل ټکی کام ادارې وپتییله چې له ښاغلي شرافت سره یوه مرکه وکړي، تر څو ددوی تر لاسه شوي معلومات له افغان کډوالو سره شریک شي، په دې هیله چې دې مظلوم ملت ته مو فایده ورسیږي، اوس نو تاسو د محترم حاجي صاحب شرافت مرکې لوستلو ته رابولو.

مرکه کوونکی: ډاکټر مقدس وقار

پوښتنه: تاسې دا څو اوونۍ د مهاجرینو د مسایلو په اړه هلې ځلې کوۍ، که د خپل کار په اړه رڼا واچوئ؟

ځواب: تاسو ته بهتره معلومه ده، چې دا یوه یونیمه یا دوه میاشتو راپديخوا پاکستان کې خصوصاَ په خیبرپختونخوا صوبه کې افغانان دیر زیات وځوریدل، هغه که کارت والا و که بې کارته و، پولیسو هسې بهانه غوښته په ډيرو مختلفو نومونو باندې وځوریدل، په دې خاطر د افغان مهاجرینو څه سپين ګیري، علما‌‌، قومندانان او ځیني نور مشران ددې مشکلاتو د حل لپاره یې یو ۳۰ کسیزه کمیټه وټاکله، دې کمېتې دوه درې مسلسلې غونډې وکړې او د لومړي ځل لپاره یې یوه اعلامیه خپره کړه، چې څوک په زور او جبر سره له پاکستانه ویستل کیږي، هغه دې مونږ ته اطلاع وکړي، مونږ به د پاکستاني مقاماتو سره په دې رابطه خبرې وکړو.

بیا ددې ۳۰ کسیزې کمیټې د منځ نه یو ۱۰ کسیز کمیسیون وټاکل شو تر څو د پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي، لومړی ملاقات مو د جنرال ضیاءالحق د ځوی سره و، هغه ته مو دا ټول مشکلات مخې ته کیښودل، چې دلته دیر زیات مشکلات دي، افغانان ځورول کیږي او په زور اسیتل کیږي، په لارو کې وهل ټکول کیږي، کورونو باندې چاپې وهل کیږي، هغوی مونږ ته اطمنان راکړو، مونږ هغوی ته دا هم وویل چې که د وزیر داخله سره مونږ ته د ملاقات زمینه برابره کړې.

له هغه وروسته مو د جماعت اسلامي امیر محترم سراج الحق صیب سره ولیدل، هغوی سره مو دا ټول مشکلات شریک کړل، لکه څرنګه چې هغوی هم د خیبر پښتونخوا د حکومت یوه برخه ده، نو مونږ هغوی نه خواهش وکړو چې تاسو دې ایالتي حکومت ته ووايي چې د افغانانو د ځورونو نه لاس واخلي، هغوی هم مونږ ته وعده راکړه.

وروسته بیا زمونږ له مولانا فضل الرحمن صیب سره ډير تفصیلي ملاقات وکړو، هغوی سره مو د مرکز په رابطه هم خبره وکړه چې تاسو مرکزي حکومت سره خبره وکړئ او حتی مونږ ته د نوازشریف د ملاقات وخت واخلي، هغه خپل ډير مشکلات بیان کړل، مونږ چې څومره زیات مشکلات ورته بیان کړله هغوی ددې نه زیات پوهیدل په شته مشکلاتو باندې، نو هغوی د مشکلاتو د حل  وعده راکړه.

هغې نه وروسته مونږ بیا لاړو اسلام اباد ته د عمران خان ملاقات لپاره، د عمران خان ملاقات مو په دې لازم وګڼلو چې د عمران خان په خیبر پښتونخوا کې حکومت دی او افغان مهاجر هم زیاتره په دې صوبه کې دي او زیات ځورول هم په دې صوبه کې شوي دي.

مونږ د عمران خان مخې ته په تفصیلي توګه د افغان مهاجرو ټول مشکلات کیښودل، هغه که د تورخم مسئله ده که د کارتونو مسئله ده، که د بې کارته افغانانو مسئله ده، که د زور ویستلو مسئله ده، دا ټول مسایل مو د هغه مخې ته کیښودل، هغوی مونږ ته وعده راکړه، چې زه به همدا اوس اوس د وزیر اعلی سره خبرې وکړم او د وزیر اعلی سره به ستاسو د ملاقات زمینه هم برابروم، هغه وویل چې زه په خپله ۲ ورځې وروسته له وزیر اعلی سره ملاقات لرم.

بیا مونږ ته هم موقع برابره کړه، زمونږ دا لس کسیز هیئت له وزیر اعلی سره ملاقات وکړو، وزیر اعلی سره د پولیسو یو جنرال چي پي مسعود درانی هم و، د هغوی داخله وزیر هم و، د هغوی د سپیشل برانچ مشر هم ناست و، ددې ټولو مخې ته مونږ د افغان مهاجرینو ټول مشکلات کيښودل، د پولیسو د بدې رويي، دلته د افغانانو د تګ او راتګ، دا ټول مشکلات مو د هغو مخې ته کیښودل، هغوی د ۳ مسئلو نه مونږ ته معذرت وغوښتلو، یو دا چې په تورخم باندې د تګ راتګ خبره، چې دا مرکزي حکومت خبره ده، بل بې کارته خلکو ته کارت ورکول، چې زمونږ د صلاحیت نه اوچته خبره ده او دا د مرکزي حکومت خبره ده او هغه ۳ ییمه خبره دا چې هغوی مهاجرو ته چې کارتونه نه لري، هغوی ته کارت ورکول دا هم زمونږ د صلاحیت خبره نه ده، دا خبرې به تاسو له مرکز سره وکړئ، او دلته چې کوم مشکلات دي د هغې د حل کیدو یې مونږ ته وعده راکړه او بیا هغوی یو کمیسیون جوړ کړو، چې هغې کمیسیون کې ۳ کسان زمونږ د کمیټې غړي، د پولیسو د ادارې نه ۲ کسان، د وزارت داخلې ۲ کسان، د سپیشل برانچ نه ۲ کسان، د تجارانو په نمائيده ګۍ یو کس، وزارت تعلیم نه یو کس چې د افغانانو د مکتبونو او لسیو شکایت مو واوري چې داخلې نه ورکوي.

اوس دغه یوه کمیټه جوړه شوې ده، مونږ ورته ۳کسان ( حاجي شرافت، شیرزاد، حیات الله) ټاکلي دي چې نور مخکې د افغانانو مشکلات د چارواکو مخې ته ورسوو.

پوښتنه: هغه څه عوامل وو، چې پاکستاني چارواکو د افغان مهاجرینو زورونه پيل کړه او د کډوالو د واپسۍ بهیر یې ګړندی کړ؟

ځواب: زه فکر کوم چې دافغان مهاجرینو ځورول سیاسي وجه لري، زما په خپل نظر، ځکه وخت په وخت د افغان حکومت او پاکستان حکومت روابط ترینګلي کیږي، کله هم چې روابط ترینګلي شوي دي نو پاکستاني چارواکو په افغان مهاجرینو باندې فشار راوړی دی، تر څو دوی د فشار لاندې ونیسي او افغان حکومت باندې خپلې غوښتنې ومني، داسې پکار نه ده چې مهاجرو نه یو سیاسي مسئله جوړه شي دا یوه انساني مسئله ده او افغان مهاجرین د ملل متحد د قوانینو مطابق دلته د اوسیدو حق لري، تر هغو د اوسیدو حق لري چې تر څو په افغانستان کې د ژوند اسنتیا او مناسب شرایط نه وي برابر شوي.

بل زه فکر کوم چې افغان حکومت هم د افغان مهاجرینو په ځورونه کې لاس لري، ځکه د هغوی وزیر دلته راغلی و او هغه وزیر دلته چې کومې خبرې کړي دي د ځورونو یو پیل و، ځکه کله چې هم مونږ له پاکساتي چارواکو سره مخ شوي یو او هغوی سره موخبرې کړي دي،هغوی سره چې زمونږ کوم ملاقاتونه شوي دي نو هغوی دا خبره کړې چې ستاسو وزیر راغلی و، هغوی ویلي دي، چې باید په دې ۶ میاشتو کې افغانان له خپلې خاورې راوباسۍ! بلمقابل همدا د افغان مهاجرینو وزیر بیا ایران ته تللی او په ایران کې یې د اوسیدونکو افغانانو د اوسیدو موده تر ۲۰۲۰میلادي کاله پورې تمدید کړې ده، دلته یو عمل کوي او هلته بل عمل کوي.

بل د پاکستان په داخل کې د افغان سفارت لخوا د خپل وطن ګل وطن په نوم کمپاین پیل کول وو، افغان مهاجرین وهڅول شول تر څو خپل هیواد ته په یو بې سر نوشته توګه ستانه شي.

پوښتنه: ځینې تحلیلونه وايي چې د افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان وضعیت په خپل طبعیت روان دی، د هلو ځلو څه اغیز پرې نشته، ایا دا تحلیل سم دی؟

ځواب: دا تحلیل خو شاید په یو لحاظ سم وي او یا سم هم نه وي، ځکه چې اوس حالاتو نه داسې معلومیږي چې پاکستان حکومت ته د افغان مهاجرینو د وتلو نه کوم تاوان دوی ته رسیدلی، هغه په اقتصادي لحاظ باندې، ددوی ډير کاروبارونه په ټپه دریدلي دي، دوی ته اوس پته ولګیده، د خیبر پښتونخوا حکومت خو لا ۲ اوونۍ مخکې اعلان کړی و، چې د افغان مهاجرینو په وتلو باندې مونږ ته په تجارتي کاروبار کې ۱.۵ یو نیم میلیارد ډالر تر اوسه خساره رسیدلې ده.

دا طبیعي خبره ده، چې پاکستان ته یې هم تاوان دی، په ورتګ باندې افغانستان کې هم مشکلات دي، زه فکر کومه چې اوس پاکستاني چارواکي دې ته متوجه شوي دي چې دا په انساني لحاظ زمونږ لپاره بد نامي ده او هم په اقتصادي لحاظ مونږ ته تاوان دی.

زمونږ هلو ځلو نتیجه ورکړې ده، د افغان مهاجرینو د مشکلاتو غږ مو لوړ پوړو چارواکو ته رسولی دی او دا دی اوس یو څه حالات ښه شوي دي چې دا یې یوه ښه نتیجه ده.

پوښتنه: تاسو په پریکړه لیک کې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې مهاجرکارتونه دې د تورخم په پوله د اعتبار وړ وګرځول شي، ایا په دې اړه مو کوم مثبت ځواب تر لاسه کړی؟

ځواب: تر اوسه پورې خو زمونږ د ایالتي حکومت سره ملاقات شوی دی او دوی سره ډيرې مثبتې خبرې شوي دي، دا خبره د مرکزي حکومت ده او مرکزي حکومت کې تنها مونږ له قبائلو او سرحداتو وزارت سره ملاقات شوی دی او دا خبره مو ورسره کړې ده، هغوی سره مو د تورخم خبره هم کړې ده، په تورخم دروازه مو د افغان مهاجرکارت د منلو خبره کړې ده، هغوی ته مونږ خپل ټول مشکلات بیان کړي دي، خو هغوی دا وعده راسره کړې چې مونږ به د لوړو مقاماتو سره دا خبره مطرح کوو.

زمونږ دا کمیټه هم په نظر کې لري چې په راتلونکي کې د نوازشریف سره او یا هم داخله وزیر سره په دې رابطه وګورو تر څو هغه اخیري مثبت ځواب ترلاسه کړو.

 پوښتنه: ایا امکان شته چې پاکستان دې د افغان مهاجرینو د پاتې کیدو لپاره نور وخت ورکړي؟

ځواب: زما په نظر خامخا او دا خو له ورایه ښکاري چې دوی به نور وخت هم ورکوي، ځکه په پاکستان کې ډیر زیات افغان مهاجر ډیر غټ غټ کاروبارونه لري او کاروباریان لپاره ممکن نه ده چې خپل کاروبار دې په راتلونکي ۲ کلونو کې ختم کړي، د هغوی لپاره حد اقل د ۲ کلونو نه زیات وخت ته ضرورت دی، چې هغوی خپل کاروبار راټول کړي.

بل ځینې خلک چې دلته دي هغه مشکلات لري افغانستان ته خپلو منطقو ته نه شي تللی، هغوی چې د کومو ځایونو دي هلته دا وخت جنګ روان دی، د افغانستان په ۱۸ ولایاتو کې جنګ دی، کوم ولایت کې چې جنګ وي د هغې ولایت مهاجرین به هغه ملک هغه ځای ته څنګه لاړ شي، تر څو پورې چې د هغوی په ولایت کې امن نه وي راغلی هغوی نه غواړي چې لاړ شي.

زه فکر کوم د پاکستان حکومت مجبور دی، چې افغان مهاجرینو ته وخت ورکړي، زمونږ کمیسیون به هم کوشش کوي، چې د یو ان ایچ سي ار سره هم په دې اړه خبرې وکړي، همدارنګه ملل متحد سره به هم خبرې وکړو په دې رابطه، چې تر څو دا وخت مونږ ته زیات کړي.

پوښتنه: د خپل کارو زیار په اړه څومره قانع یاست، چې ستاسو د هلو ځلو په نتیجه کې به د افغانه کډوالو په ژوند کې څومره مثبت بدلون راشي؟

ځواب: مونږ چې تر اوسه کوم تلاش کړی دی الحمدلله په هغه باندې ډير ښه نتایج مرتب شوي دي، د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت کې تر ډيره خلک د پولیسو د زور زیاتي نه خلاص شوي دي، تر ډیره حده وضعیت کې بدلون راغلی دی.

هغه ستنیدونکي مهاجرین چې د یو ان ایچ سي ار دفتر مخې ته ولاړ وو، د هغوی په اړه مونږ هم د ایالتي حکومت سره او د قبائلو او سرحداتو وزارت سره د هغوی د مشکلاتو د هغوی ودریدلو ځای، هغوی ته د اوبو شرایط برابرول، هغوی ته د لمانځه او اوداسه ځایونه برابرول په دې اړه مونږ له هغوی سره تفصیلي خبرې کړي دي او اوس تر ډیره حده د هغوی مشکلات حل شوي دي.

مخکې د ستنیدونکو مهاجرو د چکن لپاره یو دفتر و، چې اوس به یو ان ایچ سي ار نور ۲ دفترونه جوړوي، تر څو په راتلونکي کې هغه کډوال چې په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنیږي د هغوی مشکلات کم شي.

پوښتنه: ستاسو د هلو ځلو په اړه د پاکستاني لوري وروستی تعامل څه دی؟

ځواب: زمونږ د کمیټې وروستي او پریکړه ټاکونکي ملاقاتونه لا پاتې دي او مونږ امید لرو، چې زمونږ وروستي ملاقاتونه به مثبته نتیجه ورکړي، مونږ ټول ورته زیات امید لرو.

البته یوه خبره ضروري بولم چې د کمیټې مجلس نوبتي وي.

پوښتنه: کوم افغان کډوال چې خپل هیواد ته ستنیږي، ایا افغان حکومت ددوی لپاره کومې اسانتیاوې برابرې کړي، یعنې د ژوند کوم ښه تضمین یې شته دی؟

ځواب: افغان حکومت ستنیدونکو کډوالو ته هیڅ قسمه اسانتیاوې نه دي برابري کړي، دا په سلهاو کډې چې د پاکستان له سرحده تیریږي او افغانستان ته داخلیږي حتی کډوالو لپاره دوی د اوبو د څښلو انتظامات هم نه دي برابر کړي، بلمقابل ځینې کډې تللي د جلال اباد په دښتو کې یې اړولي دي، چې د شپې ورپسې پولیس راغلي او پر هغوی یې ډزې کړي دي، له کډوالو نه ۲ کسان شهیدان شوي دي او ۸ کسان نور ټپیان شوي دي، دا دهغوی استقبال دی!

د مهاجرو د ورتګ لپاره د هغوی سره هیڅ رازسهولت او اسانتیاوې نشته، نه یې برابرې کړي دي او نه هغوی دې خدمت ته وزګار دي، هغوی رئيس جمهور او اجرائيه رئيس په خپلو اختلافاتو کې مصروف دي، د هېواد په ۱۸ یا ۲۰ ولایاتو کې شدید جنګ دی، ورځ په ورځ ولسوالۍ سقوط کوي.

د جګړو له امله ۱.۵ یونیم میلیون کډوال په داخل د هیواد کې بې ځایه شوي او بې کوره دي، تر اوسه هغوی ته سهولتونه نه شي اماده کولی، نو دوی ته به څه سهولتونه برابر کړي، دا غریبانان خو د یو زور، ظلم زیاتي په وجه باندې مجبور شوي دي د خپل مجبوریت نه روان دي، کنۍ چې چا مجبور کړي نه وای تلل هم نه.

پوښتنه: ویل کیږي چې پاکستاني چارواکو په سږني تعلیمي کال کې د افغان مهاجرینو په لیسو او مکتبونو د بندیدو امر کړی، په دې اړه ستاسو معلومات څه دي؟

ځواب: مونږ د ایالتي حکومت او وزیر اعلی سره دا خبره په واضحه توګه کړې ده او هغوی ته مو دا شکایت کړی، چې پاکستاني تعلیمي ادارو خپلو مکاتبو ته خپلو کالجونو ته هدایت کړی چې د افغان مهاجرینو زده کوونکو ته به داخله نه ورکوي؛ خو هغوی ددې نه مطلق انکار وکړو او هغوی دا وویل، چې دا قطعاَ د حکومت خبره نه ده او که دا کار په کومه تعلیمي اداره ثابت شي مونږ به هغه محکمې ته راکش کړو او یا چا چې دا کار کړی وي، بلکې هغه کومه کمیټه چې د پاکستان حکومت لخوا اعلان شوې ده او زمونږ ۳ کسان هم په هغې کې شامل دي، په هغې کې د تعلیم وزارت یو نماینده هم په همدې خاطر په دې کمیټه کې نیول شوې تر څو د کډوالو د تعلیم مشکلات په اینده کې هم حل شي.

پاتې شو د افغان مهاجرو خپل مکتبونو او لیسو ته هم هیڅ خطر نشته او افغان کډوال کولی شي، چې د تېر په څېر خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

پوښتنه: د  افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه مو تر اوسه له کومو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي؟

ځواب: د  افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه مو د اعجازالحق چې د شهید ضیا، الحق ځوی دی او اوسمهال د پاکستان د پارلمان غړی دی لومړی ملاقات وکړو، بیا د جماعت اسلامي امیر سراج الحق صیب سره مو ولیدل، جماعت اسلامي چې د خیبرپښتونخوا د حکومت غړي دي دوی ته مو سپینې او پریکنده خبرې وکړې، د پولیسو له ظلم او بد چلند نه مو ورته شکایت وکړ، هغوی هماغه وخت خپلو کسانو ته او صوبايي حکومت ته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې دا خبره وکړه او له مرکزي حکومت نه یې دا خواهش وکړو، چې د افغانانو خلاف د ظلم زور، زیاتي، نیول او رانیولو نه لاس واخلي. دوی مونږ ته دا وعده هم ارکړه چې مونږ به مرکزي حکومت کې هم ستاسو اواز پورته کوو.

بل ملاقات مو له مولانا فضل الرحمن صیب سره و، هغه سره مو ډیره ښه فضا کې ملاقات وشو، هغه راته وویل، چې ما له صدراعظم سره یو ورځ مخکې ملاقات درلود او له هغه سره مې د افغان کډوالو مشکلات مطرح کړل، زه به کوښښ کوم چې له صدر اعظم څخه ستاسو د ملاقات لپاره وخت واخلم تر څو تاسو خپل مشکلات خپله صدر اعظم ته بیان کړۍ.

له هغه نه وروسته مو له عمران خان سره ملاقات درولود، چون عمران خان د تحریک انصاف مشر دی او په خیبر پښتونخوا صوبه کې د هغوی حکومت دی، مونږ دوی ته هم په واضحه الفاظو باندې خپل شکایتونه او مشکلات بیان کړل، هغوی مونږ ته په خپله د ټولو مشکلاتو د ازالې خبره وکړه.

یو خبره چې زه باید تاسو ته په صفا ټکو کې ووایمه هغه دا ده، کله چې مونږ ددې صوبې د پولیسو نه کلک شکایتونه وکړل عمران خان په اخر کې مونږ ته وویل، چې ددې صوبې د حکومت په نماينده ګۍ د پولیسو د زور، ظلم او زیاتي په رابطه زه له تاسو نه رسماَ معذرت او بښخنه غواړم.

بیا یې خپل حکومت ته لارښوونه وکړه چې د مهاجرینو مشکلاتو ته غوږ ونیسي او نور د مشکلاتو د جوړولو نه لاس واخلي.

له هغه وروسته زمونږ ملاقات د وزیر اعلی، د پولیسو له جنرال او له داخله وزیر سره وشو، چې  دا ټول په یوه مجلس کې حاضر وو او تفصیلي ملاقات مو ورسره وشو، مونږ په ټولو مشکلاتو سره و غږیدو، د تورخم له مسئلې نه نیولې، بې کارته مهاجرینو په اړه، راجستر او غیر راجستر مهاجرینو په اړه، د پولیسو د بې ځایه نیولو په اړه، نه تنها په خیبر پښتونخوا کې بلکې په بلوچستان، پنجاب، سند ټولو صوبو د افغان مهاجرینو مشکلات مو دلته هم بیان کړل او د قبائلو او سرحداتو وزارت کې مو هم بیان کړل.

د سرحداتو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي راته وویل، چې زه ۲۰ دقیقې مخکې له امریکایانو سره ناست وم، هغوی راته وویل: د مهاجرینو د ستنیدلو بهیر مه ګړندی کوئ، ځکه چې په دواړو ملکونو پاکستان او افغانستان کې د مهاجرو لپاره د اوسیدو کوم ښه تضمین نشته، مشکلات دواړو خواو کې شته دی، باید مهاجرین په ستینیدلو کې مجبور نشي.

پوښتنه: د کمیټي غړي ستاسو په شمول په ائنده کې کوم پروګرامونه په مخ کې لري، البته د مهاجرو د ستونزو د حل په موخه؟

ځواب: ما خو مخکې هم تاسو ته وویل، چون له صوبايي حکومت سره مو مسئله حل شوې ده، د هغه لپاره کمیټه تعین شوې ده، زمونږ د کمیټې له طرفه ۴ کسان صوبايي حکومت ته معرفي شوي دي، هغوی به خپل کار کوي او مونږ د کمېټې ۳ غړي ( حاجي صیب شرافت، حاجي حیات الله، سردار محمد شیرزاد) له مرکزي حکومت څخه مو د وخت اخیستلو غوښتنه کړې، ان شاالله له دې نه وروسته مرکزي حکومت سره کوشش کوو د وزیر داخله سره وګورو او که ممکن و نو له صدر اعظم نوازشریف سره به هم یو ملاقات وشي، تر څو دا مشکلات په لوړه کچه مطرح کړو.

پوښتنه: اوس هغه مهاجرین چې په پاکستان کې دي ستاسو ورته یو ښه زیری څه دی، یعنې که اوس هم یو کس د پولیسو لخوا زورول کیږي، نو ایا د شکایت اوریدلو کومه مرجع یې شته؟

څواب: هو د وزیر اعلی سره د ملاقات په موقع باندې هلته فیصله دا وشوه، چې د پولیسو جنرال ته هدایت وشو تر څو خپلې تیلفون شمیرې د مهاجرو د شکایت اوریدو لپاره ورکړي، هغه شمیرې بیا په انټرنټ، اخبارونو، فیسبوک او د خیبر ټي وي له لارې خپرې شوې، نو هر افغان چې چیرته د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ کیږي هغوی دې تیلفون شمیرې ته خپله هم زنګ کولی شي او که نه شي کولای زمونږ د کمیټې د ۲ ملګرو شمیرې مونږ په انټر نټ خپرې کړي دي هغوی ته هم تیلفون کولی شي، تر څو مونږ د هغوی مشکلات له دوی سره مطرح کړو او یا مستقیماَ د پولیسو د جنرال مربوطه شمیرو ته هم تیلفون وکړي نو ان شاالله مشکل به یې حل شي.

پوښتنه: دا چې ستاسو دا هلې ځلې دومره ښه نتیجه لري، که دا کمیټه همداسې پاتې شي فایده منه به نه وي؟

 ځواب: هو، مونږ تصمیم نیولی تر څو چې ټول افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته نه وي ستانه شوي انشاالله دا کمیټه به کار کوي او د افغان مهاجرینو د مشکلاتو د حل لپاره به مربوطه مقاماتو ته ددوی اواز رسوي.

اداره: ډیر مننه کوو، چې مونږ ته مو خپل قیمتي وخت راکړ.

ـ له تاسو هم مننه کوم، چې خپلو افغانانو ورونو ته مو د زړه خواله او معلوماتو ورکولو موقعه راکړه.

په آخر کې ضروری ګڼم چې یادونه وکړم  چې حاجي شرافت صاحب دیو میلمه پال پښتون په څیر یې ډیر ونازولو، دده سره ناسته مو د ژوند یوه ښه خاطره شوه، مونږ ترې د زړه له تله مننه کوو او د لا نورو بریاو لپاره یې د لوی رب (ج) په دربار کې لاسونه لپه کوو.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*