تازه مطالب
کور / مطبوعات / تاوده ترخه / خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه
خوږه ترخه

خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

د جګړو په لوخړو كې پر سياسي سټېج شرمناكې ډرامې!

کابل ټکی کام:

چې پاکه وویل شي: یعنی د ریس جمهور د لومړي معاون له لوری د جوزجان پخواني والی سره د لواطت هڅه.

د ضمير كابلوف خبرې هېواد ته د بل خطر زنګ

کابل ټکی کام:

چې د قدرت واګي د نا اهله او بې کفایتو لاس کې پریوزی، طبعی ده چې د دخطر زنګ به پخپله مطرح کیږي.

له چټليو ډك ښار، له زهرو ډكه فضا!

کابل ټکی کام:

او له فساد ډک حکومت، له تعصباتو ډکه فضا.

په بغلان كې؟ د دوو مهمو پوستو د پرېښودو پرېكړه او بيا لغوه كېدل څه معنا؟

کابل ټکی کام:

معنا یې ده: دوه سری حکومت.

د افغانانو رسالت څه دى؟

کابل ټکی کام:

خپلمنځ کې وژل او خپل جیبونه ډکول.

د مشرانو جرګې رئیس:

امریکا د افغانستان یو مکار دوست دی

کابل ټکی کام:

او د افغانستان فعلي حکومت یې یوه احمقه وینځه.

د ضمیر کابلوف تازه څرګندونې د افغانستان په چارو کې د روسیې څرګنده مداخله ده

کابل ټکی کام:

خو د اوباما او مودي څرګندونې بیا په مداخله کې نه حسابیږي!!

یوه موثقه سرچینه:

د ملا عمر زوی او د کوټې شورا اووه نور جګپوړي غړي هلمند او اروزګان ته تللي

کابل ټکی کام:

هلمند ته تللي خو واشنګټن او ډهلي ته نه دي ننوتي، خپل وطن یې دی پکې  ګرځي به.

کوکچه خبري اژانس:

داعش ته له پنجشېره وسلې رسېږي

کابل ټکی کام:

د ملي قهرمان!! بچي خو د دې خبر په اړه بیخی چوپه خوله دي، لکه چې خبره رښتیا ده!؟؟ که څنګه؟؟؟

نوروز منګل د كركټ له ملي لوبډلې استعفا ورکړه

کابل ټکی کام:

مبارک مو شه! ملي لوبډله هم د فساد په ټوغکي اخته شوه.

یک قوماندان جهادی مربوط حزب اسلامی در کاپیسا کشته شد

کابل ټکی کام:

حکمتیار صیبه! الله دې تاته خیر کړي، لوبه خو راته څه بدله غوندې ښکاري.

از اختلافات سلیقوی تا اختلافات سیاسی و از اختلافات سیاسی تا اختلافات قومی و مذهبی

کابل ټکی کام:

و از اختلافات ادعای جنسی تا اختلافات کرسي معاون اول و از اختلافات کرسي معاون اول تا اختلافات تعصبات ترک تباران.

نصاب تعلیمی، مستلزم یک بازنگری اساسی

کابل ټکی کام:

تا دینیات باقی مانده ناچیز نیز به زباله حذف برګردانیده شود.

سالی که گذشت و سالی که آغاز گشت

کابل ټکی کام:

سالی که ګذشت اوباما را به زانو در آورد، و سالی که آغاز شد ټرمپ را وادار به دویدن از خاک افغانستان خواهد نمود.

موږ ريښتيا په كوم لور روان يوو؟

کابل ټکی کام:

د ډهلي او واشنګټن په لور.

تېر زيږديز كال؛ خدايه بيا يې راغبرګ مه كړې!

کابل ټکی کام:

که راغبرګ شو نو دوستم به له اشرف غنی سره هغه څه وکړي چې له ایشچي سره کړي.

اکرم خپلواک:

روسې رسماً د تور لېسته د حکمتیار د نوم لرې کېدو اقدام نه دی کړی

کابل ټکی کام:

حکمتیار اوس د حال په ژبه وایی:

د سیند نه آغاړه ګلابه *** یا به دې راوړم یا به ډوب درپسې شمه

رئیس شورای ولایتی بدخشان:

از اثر حمله طالبان بر کاروان نیروهای افغان ۶ تن کشته شدند

کابل ټکی کام:

دری کسی را نه نزن به انګشت تا درت را کسی نزند به مُشت.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*