کابل ټکی کام ۲۵غويي/۱۳۹۵، عبدالهادي همت
کابل ټکی کام ته عیني شاهدانو وویل چې دهلمندولایت مرکز لشکرګاه ته څیرمه دنادعلي او مارجې ددوراهي دګورف شش له چارراهي سره نن ۹ بجې برید وشو طالبانو دیاد بریدمسؤلیت منلی دی اوزیاتوی چي برید کرولا موټرپه مټ ترسره شوی دی دسرتیري بریدجزیات دهلمنددوالي ویاندعمرځواک رسنیوته وویل چي بریددمحلي پولیسوپه روزنیز مرکز دپيلډرموټرپه مټ چې له چاودیدونکوتوکوډک وترسره شوی دی ځواک دمرګ ژوبلي په اړه رسنیوته څه نه دي ویلي خودهلمندامنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ له رسنیوسره په خبروکې وویل چې په بریدکې ۲ پولیس وژل شوي او۴زخمیان دي.
عیني شاهدانوکابل ټکی کام ته وویل چی بریدکونکي دمحلي پولیسودریشي په تن کړي وه موټرته يې دروزنیزمرکز په منځ کې انفجارورکړ دده په وینا کیدایسي پولیسو ته يې مرګ ژوبله زیاته اړولي وي
دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دیاد بریدمسؤلیت منلی دی اوپولیسوته يې دګڼي مرګ ژوبلي ادعاکړي ده