پوښتنه : که يو ګنهګار انسان له توبې ايستلو پرته مړ شي دا به جنت ته ځي او که نه؟
ځواب : هو ! له کافر او مشرک څخه پرته ټول ګنهګار به د خپلو ګناهونو له سزا ورکولو وروسته به جنت ته ځي، داسې هم کيدلی شي چې له کفر او شرک څخه پرته د نورو ګناهونو څښتنان د يو چا په شفاعت سره يا بې له شفاعت الله تعالی په خپل رحمت سره وبخښي ([1]).
د مړي له خښولو وروسته په قبر باندې د اذان کولو حکم
پوښتنه : د مړي له خښولو وروسته په قبر باندې د ولاړې په حالت کې چې کوم اذان کيږي، په شريعت کې د دې کوم اصل شته دى او که نه؟.
ځواب : د مړي له خښولو وروسته په قبر باندې د اذان کولو په شريعت کې هيڅ ثبوت نشته، له دې څخه د ځان ساتل لازمي دي، ځکه چې دا بدعت دى ([2]).
د جمعې له اذان وروسته د الصلوة سنت رسول الله نعرې وهل
پوښتنه : په يو شمير سيمو کې عام رواج دى چې د جمعې په لمانځه کې له اذان وروسته د الصلوة سنت رسول اللهصلی الله علیه وسلم الفاظ په زوره ويل کيږي، د دې شرعي حکم څه دى؟.
ځواب : داسې کول بې بنياده او بدعت دي، د کوم چې هيڅ ثبوت نشته، هر کله چې د فرض لپاره په تثويب کې اختلاف دى، سره له دې چې له ائمه ؤ څخه ثابت هم دى، نو د سنتو لپاره تثويب چې ثابت هم نه دى يقيناً ناروا دى ([3]).
د يو لک پنځه ويشت زره ځلې د آيت کريمه ويلو شرعي حکم
پوښتنه : نن صبا عام رواج دى چې د کوم کلي يا محله خلک له کوم مشکل سره مخامخ شي نو ټول سره را يو ځاى شي او دغه آيت کريمه (لا اله الا انت سبحانک اني کنت من الظلمين) يو لک پنځه ويشت زره ځلې په دې نيت وايي چې لکه څرنګه د همدغه آيت کريمه د ورد له امله الله تعالى حضرت يونس علیه السلام ته نجات ورکړى وو، همداسې به زمونږ مشکل هم ليرې کړى شي، د دغه ورد شرعي حکم څه دى؟ همدا ډول د مشکل په وخت کې اسلام له الله تعالى جل جلاله څخه د دعا غوښتلو کومه طريقه ښودلې دى؟.
ځواب : يو لک پنځه ويشت زره ځلې د آيت کريمه د ورد کولو هيڅ شرعي حکم نشته دى، چې د مصيبت په وخت کې همداسې کول ضروري دي، بلکې دا د دعا کولو يوه طريقه دى، لکه څرنګه چې په نورو طريقو سره دعا کول روا او مشروع دي، همدا ډول د آيت کريمه لوستل او دعا کول هم روا او مشروع دي، البته د بزرګانو تجربه دا ده چې د همدغه آيت کريمه له ورد کولو وروسته چې دعا وکړى شي نو د قبوليت ډير اميد يې شته دى، او د مشکل د ليرې کيدو غالب ګمان دى، بس د همدغه ورد شرعي حيثيت همدغه دى ([4]).
له لمانځه وروسته په لوړ آواز د صلوة او سلام ويلو حکم
پوښتنه : له لمنځونو وروسته په لوړ آواز په اجتماعي ډول د الصلوة والسلام ويل فرض دي، سنت دي، مستحب دي او که بدعت دى؟.
ځواب : د درود ويل ډير ثواب لري، مګر د دې چې کومه طريقه نن صبا روانه دى چې په ولاړه په اجتماعي ډول يې ويل ضروري ګڼل کيږي، او څوک چې داسې ونکړي نو هغوى بد ګڼل کيږي دا بدعت دى ([5]).
توبه څه وخت قبليږي
پوښتنه : توبه څه وخت قبليږي؟
ځواب : کله چې د زنکدن په وخت کې د مرګ فرښتې راشي نو په دې وخت کې توبه نه قبليږي او له دې وخت څخه دمخه په هر وخت کې قبليږي ([6]).
له ډوډۍ وروسته اجتماعي دعا کول روا دي
پوښتنه : د ډوډۍ له خوړلو وروسته په هيئت اجتماعي دعا کول روا دي او که ناروا؟ يو شمير خلک ورته بدعت وايي، که چيرته روا وي نو دليل يې څه دى؟.
ځواب : د ډوډۍ له خوړلو وروسته دعا کول روا دي، او کومو علماؤ چې له دې څخه منع کړې شايد د هغوى مراد التزام وي ([7]).
د صفرې اخيرنى چهارشنبه څرنګه ده؟ او په همدغه ورځ خوشحالي کول څرنګه دي
پوښتنه : د صفرې مياشتې اخيرنى چهارشنبه کومه چې د اخيرنى چهارشنبه په توګه لمانځل کيږي او د مدرسو او مکتبونو رخصتي هم ورکول کيږي او همدغه ورځ د خوشحالي په توګه لمانځل کيږي، آيا د دې کوم اصل شته دى؟ داسې ويل کيږي چې حضرت محمد رسول اللهصلی الله علیه وسلم د همدغې مياشتې په اخيرنى چهارشنبه کې له مرض څخه ښه شوى وو، غسل يې کړى وو، د سير او تفريح وينا يې کړې وه، ځکه نو په همدغه ورځ مسلمانانو ته د خوشحالي کول پکار دي، آيا دا خبره صحي دى؟ په ځانګړې توګه بريلويان دغه ورځ ډيره زياته لمانځي؟.
ځواب : ذکر شوي شيان بيخي بې اصله او بې دليله دي، د اخيرنى چهارشنبه ورځ د خوشحالي په توګه مسلمانانو ته يې لمانځل روا نه دي، په شمس التواريخ او نورو کې راغلي چې په ٢٦ د صفرې ١١ هجري د دوشنبه په ورځ حضرت محمد رسول اللهصلی الله علیه وسلم خلکو ته له روميانو سره د جهاد حکم کړى وو، او په ٢٧ د صفرې د سه شنبه په ورځ يې اسامه بن زيد رضی الله عنه د لښکر امير مقرر کړى وو، او په ٢٨ د صفرې د چهارشنبه په ورځ اګر که رسول الله مباکصلی الله علیه وسلم ناروغه وو، مګر په خپل مبارک لاس يې نشان تيار کړ او اسامه رضی الله عنه ته يې ورکړ، دا وخت لا کوچ نه وو شوى چې د چهارشنبه ورځې په اخير کې او د پنجشنبه شپې په اول کې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم مرض زيات شو، د همدغې ورځې له ماسخوتن څخه رسول اللهصلی الله علیه وسلم حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه د لمانځه ورکولو لپاره مقرر کړ ([8]).
له دې څخه ثابته شوه چې په ٢٨ د صفرې د چهارشنبه په ورځ د حضرت رسول اللهصلی الله علیه وسلم په ناروغي کې زياتوالى راغى او دغه ورځ د صفرې د مياشتې اخيرنى چهارشنبه وه، دغه ورځ د مسلمانانو لپاره د خوشحالى ورځ نه ده، البته د يهودو لپاره د خوشحالي ورځ کيدلاى شي، په همدغه ورځ د مدرسو او مکتبونو رخصتول، خوشحالي کول، دا ټولې خبرې له شريعت مخالفې او ناروا دي، او بريلويان ولې همدغې ورځې ته اهميت ورکوي؟ دوى بيچاره ګان په دې نه دي خبر چې د دوى لوى بزرګ مولوي احمد رضاخان همدغه اخيرنى چهارشنبه نه مني، د احمد رضاحان دغه خبره په احکام شريعت کې کتلاى شى ([9]).
د بزرګانو په قبرونو باندې عرس کول، د څادرونو غوړول او له هغو څخه غوښتنې کول
پوښتنه : په يو شمير ځايونو کې د بزرګانو قبرونه جوړ شوي دي، نن صبا يو شمير نقلي هم دي، او په هغو باندې هر کال عرس کيږي، څادرونه ور باندې غوړيږي، او له هغو څخه ډول ډول غوښتنې کيږي، دا تر کومه ځايه صحي دي؟.
ځواب : دا بيحي ناروا او حرام دي، د بزرګانو د عرس بنياد غالباً دا دى چې د کوم شيخ له وفات کيدو وروسته د هغه مريدان په يوه ځاى کې سره را ټول شي او څه د وعظ او نصيحت خبرې وکړي، مګر کرار کرار همدغه مقصد بيا ورک شي او د بزرګانو ځاى ناستي بيا په با قاعده توګه د هډوکو د خرڅولو کار وبار شروع کړي، او د عرس شريف په نام سره د بزرګانو په قبرونو باندې بيا د سلګونو بدعتونو، محرماتو او خرافاتو سيلابونه را روان شي، او کله چې د قبر فروشي کار وبار نور خلک ګټور وويني نو د جعلي قبرونو پر جوړولو لاس پورې کړي، انا لله وانا اليه راجعون ([10]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٤.
([2]) فتاوى عثماني، ١ : ١١٣، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٢٣٥، وفي حاشية البحر الرائق، باب الاذان، ج : ١، ص : ٢٥٦، د زيات تفصيل لپاره وګورئ امداد الفتاوى، ج : ٥، ص : ٣٠١، وعزيز الفتاوى، ص : ١٠٠ – ١٠٦.
([3]) احسن الفتاوى، ١ : ٣٣٦، بحواله : ردالمحتار.
([5]) فتاوى عثماني، ١ : ١١٢، بحواله : البزازية علي الهندية، ج : ٦، ص : ٣٧٨، کذا في ردالمحتار، ج : ٦، ص : ٣٩٨، وفي الشامية، ج : ٦، ص : ٣٤٩.
([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٤.
([7]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٣٠، بحواله : سنن ابى داؤد، ج : ٢، ص : ١٨٢، باب الدعاء لرب الطعام، کتاب الاطعمه.
([8]) شمس التواريخ، ج : ٢، ص : ١٠٠٨ – ١٠٠٩.
([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٤٥٨، بحواله : شامي، ج : ٦، ص : ٣٦٣، تتمة، فصل في اللبس.