رالیږونکی : عبد البصیر (حامد)
د حسن بن صالح رحمه الله یو عام اصول ول، ده او مینځه به یې ټوله شپه د تهجد لمونځ کاو.
اتفاقا نوموړي رحمه الله د څه اړتیاوو له کبله خپله مینځه خرڅه کړه.
کله چې مینځه د پلورشوي کس کور ته راوستل شوه، نو د خپل عادت سره یې سم د ماخستن له لمانځه وروسته په نفلو ودرېده او تر سهاره پورې به ولاړه وه.
کله چې به د شپې څه برخه تېره شوه؛ نو یو اواز به یې وکړ، اې د کور څښتنانو! پورته شۍ لمونځ ادا کړۍ.
په جواب کې به ورته وویل شول. موږ یې سهار ته کوو.
کله چې یې دا حال ولیده، بیرته خپل مخکیني بادار حسن بن صالح رحمه الله ته ورغله، او ګیله یې ورته وکړه، چې تا په داسې خلګو وپلورلم، چې ټوله شپه ویده یي. او په دې بېرېږم، چې د دوی د ارامتیا له امله زه خپل همت له لاسه ور نه کړم؟!!
نو حسن بن صالح رحمه الله چې دا حال ولیده، په زړه یې د رحم اوبه راوبهېدلې. او بیرته یې ترې واخیستله.
احوال الصادقين
د تهجد لمونځ سنت دی، او په نفلو لمونځو کې تر ټولو تهجد لمونځ زیات ثواب لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې همیشه اهتمام کاو، آن صحابه کرامو ته بې هم د هڅونې او ترغیب امر کولو.
یوه حدیث کې راځي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چې د فرض له لمونځو وروسته تر ټولو غوره او افضل لمونځ د شپې منځنی د تهجد لمونځ دی.
رواه مسلم
رب دې موږ ټولو ته د تهجد لمانځه د ادا کولو توفیق راکړي.