کابل ټکی کام – د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وايي د افغانانو ټیلیفوني اړیکې خوندي نه دي او د بېلا بېلو کړیو له خوا اورېدل کیږي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال، انجینر محمد خان په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مخابراتو وزارت د هېوادوالو د ټیلیفوني اړیکو مصؤنیت ته پاملرنه نه کوي، نوموړي وویل ”د افغانانو هیڅ شخصي ټیلیفوني اړیکه امنیت نه لري او د مخابراتو وزارت له لورې اورېدل کیږي.“
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د هېوادوالو د ټیلیفوني مکالمو محرمیت ته باید پاملرنه وشي، ”د هېوادوالو ټیلیفوني اړیکي باید د نورو له لاسرسي او لاسوهنې ساتل شوې وي، او مصئونیت ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي.“
په افغانستان کې د عامو افغانانو تر څنګ د لوړپوړو چارواکو ټیلیفوني اړیکي هم خوندي نه دي او د بهرنیو استخباراتي شبکو له لورې اورېدل کیږي.
څو کاله وړاندې د ویکي لېکس په نوم وېب پانې ویلي و چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې او استخباراتو له لورې د عامو افغانانو او لوړپوړو چارواکو ټولې داخلي او بهرنۍ ټیلیفوني مکالمې اورېدل کیږي.
اوس مهال هم د افغانانو هیڅ یوه ټیلیفوني اړیکه د بهرنیو استخباراتي شبکو له لاسرسي محفوظه نه ده او په اسانۍ سره څارل کېدای اورېدل کېدای شي.