پوښتنه : زيد د رمضان المبارک روژه نيولې وه، خو د سختې تبې له امله يې ماته کړه، په هغه باندې کفاره شته او که نه؟.
ځواب : په صورت مسئوله کې که چيرته د ناروغي او د تبې د زياتيدو قوي انديښنه وه، يا کوم طبيب همداسې ورته وويل او په همدې بناء روژه ماته کړى شي نو کفاره يې واجب نه ده، يوازې قضائي يې واجبيږي ([1]).
له شلو کلونو راهيسې د لمانځه او روژې نه اداء کونکي لپاره د قضاء او فديې طريقه
پوښتنه : يوه کس له شلو کلونو راهيسې لمونځ او روژه نه دي اداء کړي، د هغو قضائي په څه ډول راوړي؟.
ځواب : دا کس دې توبه او استغفار وکړي او د قضاء شويو لمنځونو او روژو قضائي دې راوړي، او څومره روژې چې د هغه په ذمه پاتې شي د هغو متعلق دې د فديې ورکولو وصيت وکړى شي، البته د شيخ فاني کيدو په صورت کې په ژوند کې هم فديه ورکول روا دي ([2]).
د روژې د کفارې اداء کولو آسان صورت
پوښتنه : که چيرته په ديني مدرسه کې مقيم طالبان د روژې د کفارې ډوډۍ نشي خوړلاى، نور مسکينان شته دي، خو په هغو کې توپير کول ګران وي چې کوم مسکين دى او کوم نه دى؟ همدارنګه که په يوه وخت کې يې يو ځاى کول سخت وي، او په همدغه سختوالي کې نور زياتوالى راځي، که چيرته د دواړو وختونو په ډوډۍ کې دا شرط وي چې همغه مسکينان به وي کومو چې سهار خوړلې ماښام به هم همغه وي، نو په داسې حالت کې د روژې د کفارې اداء کولو آسانه صورت څه دى؟.
ځواب : په مدرسه کې همدا ډول شپيتو مسکينانو ته دوه وخته ډوډۍ ورکول سخت نه دي، له دې څخه هم آسانه صورت دا ده چې يو مسکين دې پيدا (خوښ) کړى شي، هغه دې دوه وخته را وغوښتل شي او ډوډۍ دې ورکړى شي، کله چې شپيته ورځې پوره شي (يو سل او شل وخته) پيوسته وخوړل شي نو کفاره اداء شوله ([3]).
په روژه کې په خپله د قي په کولو سره يوازې قضاء لازمه ده کفاره نشته
پوښتنه : که يو کس په رمضان کې ناروغ وو، د خولې خوند يې ډير خراب او حالت يې خرابيدو په خپله يې په خوله کې ګوتې واچولې او قى يې وکړ، هغه ډير زيات وو او ايساريدل يې مشکل وو، اوس پوښتنه دا ده چې په داسې کس باندې يوازې د روژې قضائي ضروري ده او که کفاره به هم اداء کوي؟.
ځواب : په پورته ذکر شوي صورت کې په نوموړي کس باندې يوازې د روژې قضائي راوړل ضروري دي، کفاره پرې لازمه نه ده ([4]).
د نفلي روژې ماتولو حکم څه دی
پوښتنه : د نفلي روژې د ماتولو حکم څه دی؟
ځواب : د هغې قضائي راوړل واجب دي، ځکه چې نفلي روژه او نفلي لمونځ له شروع کولو وروسته واجب کيږي ([5]).
([1]) خير الفتاوى، ج : ٤، ص : ٥٩، بحواله : مجموعة الفتاوى، ج : ١، ص : ٣٨٦.
([2]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٨٢، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٤١، مطلب في اسقاط الصلوة، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٨، فصل في العوارض، الدر المختار علي هامش الردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٣٠، فصل في العوارض.
([3]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٧٥، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٧٠، فصل في الکفارة وما يسقطها عن الذمة.
([4]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢٠٦، بحواله : الجوهرة النيرة، ج : ١، ص : ١٨٠، المراقي الفلاح، ص : ٦٧٧، الدرالمختار، ج : ٣، ص : ٣٩٣.