(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۲) الماس خدرخېل
د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ د درې يو ورځنيو سياليو دوهمه لوبه ويسټ انډيز وګټله.
لومړی توپ وهنه افغانستان وکړه او په ۳۸ اورونو کې يې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او د ملي ټيم ټول لوبغاړي وسوځېدل.
له افغان توپ وهونکو ګلبدين نايب تر ټولو ډيرې منډې وکړې او ۵۱ منډې يې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز لوبډلې د ملي ټيم ورکړل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۴۰ اور کې پوره کړ.
ویست انډیز تراوسه له افغانستانه په روان سیریز کې درې شل اوریزې او یوه یوه ورځنۍ لوبه ګټلې ده.
د افغانستان او وېسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.
ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان او ویسټ انډیز خپله وروستی یوه ورځنۍ مسابقه ترسره کړي.