راټولوونکی : عزام حقاني
په مسجدکې دفاتحې کمبلي اواري دي قاري په لوړاواز قرائت وایې خلګ لیکه لیکه ورته ناست دي په چاسرځړیږي اوچابیاپرځنګانه ایښی دی ټول پټه خوله ناست دي اوقرائت ته یې غوږنیولی یوه شیبه وروسته قرائت خلاص سودعاهم تمامه سوه له دي سره سم دخلکواوازونه پورته سول اکثروخلکودوژل سویوخلکودژوندپه باب خبري سره کولې ، دافاتحه دهغوملکي خلکولپاره وه چه دبهرنیانوپه هوایې بریدکې شهیدان سوي ول یوڅودقیقې وروسته بیاقاري غاړي تازه کړي اوقرائت یې پیل کړ په مسجدکې چوپتیاخپره سوه خوډیرژرد(والي)دټیلیفون زنګ دغه چوپتیاماته کړه
(والي)وویل بلې:
[جنرال فیل] دسپیشل فورس له دفتره څخه خبره کوم:
(والي) اهو جنرال صیب جوړپه خیر جوړپخیر امروکړی صیب!
[جنرال فیل] موږهم دولسي خلکوپه وژنه سخت خواشیني یو اوغواړوچه تاسواودوژل سویوخلکوخپلوانوته فاتحه درکړو!
(والي) نوتاسي به موږته سنګه فاتحه راکړی ځکه فاتحه په مسجدکې ده اوخلک نه غواړي چه تاسي مسجدته راسی
[فیل] نوداسي به وکړوچه دغه خلک به خپل دفتر ته راوغواړواودلته به فاتحه ورکړو خودوه نور ټکي هم واوره:
(والي)مهرباني وکړی!
[فیل] موږپه پام کي لرو دوژل سویوخلکوله وارثینوسره مرسته وکړواوددي ترڅنګ بر هغوی یوښه زیری هم وکړو!
(والي) دڅه شي زیری:
]فیل] دازیری دهرافغان هیله ده خوستالپاره نه دی !
( بس ستاسي خوشه ده اوس امر وکړی چه زه په دي لارکې څه کولی شم!
]فیل] تاسي دیوڅومهموقومي مشرانواودشهیدانودوارثینویولست جوړکړی هغوی ته ووایاست چه سبا زموږمیلمانه دي تاسي هم ورسره راشی!
(والي) پرغبرګوسترګوصیب همداسي به وکړم
دسپیشل فورس یادځانګړوقواوو په دفتر کې قومي مشران دشهیدانووارثین اوبهرني جنرالان ناست دي
فیل سټیج ته راولاړسواوویی ویل موږدملکي خلکوپه وژنه سخت خواشیني یو خدای دي وبخښي اوتاسي ته دي زړه صبردرکړی زموږپه کلتورکې دخواشینۍ څرګندولولپاره څودقیقې پټه خوله کینو خونن داکارنسوکولی ځکه چه موږته وخت ډیرمهم دی ستاسی دامنیت سولي اوخوشحاله ژوندپه باب ډیرمسؤلیتونه راپه غاړه دي نوښه به داوي چه داپنځه دقیقې هم ستاسي په خدمت کې ولګوو!
تاسي وینی چه دتالارمخته زموږسپی ولاړدی اوډیرغاپي موږدخپل سپي غپاهم نه بندوو ځکه دی هم زموږپه شان دروند مسؤلیت لري اوستاسي دخدمت لپاره افغانستان ته راغلی خوداچه ستاسي سل نفره مړه اویونیم سل تنه نورټپیان دي نوستاسي سره دخواخوږۍ اوغم شریکي په اړه یوکارکولی سو هغه داچه دپنځو دقیقولپاره به سپی یوڅه لیري بوزوچه تاسي یې غپا وانه وری
تردي وروسته یی دهرمیلمه مخته یوتړلی کارتن کیښودل سو
[فیل] وویل موږله تاسوسره وعده کړي وه چه مرسته به درسره کوو اوددي ترڅنګ یوښه زیری هم درباندي کوو دادی نن موږخپله وعده پوره کړه ” زیری دادی چه دلته به سوله راځي آن چه داسوله به ستاسي کوروته راځي ، په هرکارټن کې یودانه کاغذباد دی سوله پرې لیکل سوي ده ، کاغذباد مرسته اوبرکاغذباد دسولي کلمه زیری دی
داکاغذبادونه دهغوڅومیلونې مرستوله جملې څخه ده چه زموږهیواد دسولي دراوستلولپاره ستاسي سره کړې وي
ګورۍ!
داکاغذباد دکوچنیانولپاره نه دي بلکه دمشرانولپاره دي که تاسي داکاغذبادونه په کورونوکې وساتی نودابه دامعنی وي چه موږ ستاسي کورونوته سوله راوړې ده! !!
درخصتیدو پرمهال جنرال فیل والي صیب ګوښه کړ په غوږ کې یې یوڅه ورته وویل اوبیایې یوپاکټ ورکړ والي چې پاکټ خلاص کړ نوژر یې په جیب کې واچاوه داړې یې جنګې کړې اودومره خوشحاله سولکه سپي ته چه هډوکی ورواچوي.