د حلق او قصر بيان
حلق د سر ويښتانو خريلو او قصر د ويښتانو پريکولو ته ويل کيږي، د عمره، حج تمتع او حج افراد د ټولو له احرام نه د وتلو لپاره حلق او قصر کول ضروري دي، که چيرته له حلق او قصر نه مخکې ګنډل شوې جامې واغوستل شي، يا له سر پرته د بل ځای ويښتان وخريل يا پريکړل شي، يا نوکان پريکړل کړل شي، يا خوشبو ولګول شي نو جزاء پرې واجبيږي.
عمره کونکی چې له سعی کولو فارغ شي نو حلق يا قصر دې وکړي، مفرد او متمتع چې د ذی الحجه له اتمې نيټې نه يې د حج احرام تړلی وي يا قارن چې له ميقات نه يې احرام تړلی وي نو چې د ذی الحجه په نهمه نيټه رمی وکړي او قرباني وکړي بيا دې حلق يا قصر وکړي، او که د ذی الحجه د دوولسمې نيټې د لمر له لويدو وروسته يې حلق يا قصر وکړ نو له همدې امله به دَم پرې واجب وي.
همدغه حلق يا قصر کول په حرم کې واجب دي، که له حرم د باندې يې وکړي نو هم دَم پرې واجبيږي، دا مسئله وړاندې تيره شوه چې مفرد به له رمی وروسته حلق يا قصر کوي، خو متمتع او قارن به د تمتع او قران د قرباني له کولو وروسته حلق يا قصر کوي، او که مخکې يې وکړل نو د جنايت دَم پرې واجبيږي، ځکه چې همدغه قرباني په مفرد باندې واجبه نه ده، په متمتع او قارن باندې واجبه ده.
د حلق او قصر طريقه
مخ په قبله دې حلق يا قصر کوي او له خپل ښي لوري څخه دې حلق يا قصر شروع کوي، دا واجب ده چې د سر د څلورمې برخې حلق يا قصر وکړی شي، خو قصر به د ګوتې د بند په اندازه کولی شي (که د ګوتې له بند څخه کم ويښته واخيستل شي نو دا قصر قصر نه ده، که په دې کې کوم کمی يا بدلون راغی نو دَم واجبيږي) بهتره خبره دا ده چې د سر ټول ويښتان وخريل شي يا د ګوتې د يوه بند برابر پريکړل شي، ولو که د سر د څلورمې برخې حلق يا قصر هم کافي دی خو يو څه اندازه سر خريل او څه اندازه پريښودل منع دي.
او که د ګوتې د يوه بند څخه د زياتو قصر وکړی شي نو دا قصر به يقيني د ټول سر قصر وي، د يو څو ويښتانو پريکول قصر نه دی.
ښځو ته د سر خريل حرام دي، ښځې دې د ګوتې د يوه بند په اندازه د ټول سر ويښتان پريکړي، له حلق يا قصر مخکې اول دې نوکان او بريتونه نه پرېکوي او نه دې د بغلونو (تخرګونو) ويښتان پريکوي که نه نو جزاء به پرې واجب وي، د حلق يا قصر په وخت کې دې تکبير وايي او دا دعا دې کوي :
اَلْحَمْدُ لِلهِ عَلَی مَا هَدَانَا وَاَنْعَمَ عَلَيْنَا وَقَضَی عَنَّا نُسُکَنَا.
اَللَّهُمَّ هَذِهِ نَاصِيَتِيْ بِيَدِکَ فَاجْعَلْ لِيْ بِکُلِّ شَعْرَةٍ نُوْرً يَّوْمَ الْقِيَمَةِ وَامْحُ عَنِّيْ بِهَا سَيِّئَةً وَارْفَعْ لِيْ بِهَا دَرَجَةً فِی الْجَنَّةِ الْعَالِيَةِ.
اَللَّهُمَّ بَارِکْ فِيْ نَفْسِيْ وَتَقَبَّلْ مِنِّيْ .
اَللَّهُمَّ اغْفِرْلِيْ وَلِلْمُحَلَّقِيْنَ وَالْمُقَصِّرِيْنَ يَا وَاسِعَ الْمَغْفِرَةِ آمِيْن.
ژباړه : ټول تعريفونه الله تعالی لره دي، په دې چې هغه مونږ ته هدايت وکړ او په مونږ يې انعام وکړ او زمونږ د حج احکام يې پوره کړل.
اې الله ! زما تندی ستا په قبضه کې ده نو زما لپاره د هر ويښته په عوض کې د قيامت په ورځ نور مقرر کړې او د هر ويښته په عوض کې زما ګناه معاف کړې، او په همدغه جنت کې زما درجه بلنده کړې.
اې الله ! زما نفس برکتي کړې او حج مې قبول کړې.
اې الله ! مغفرت مې نصيب کړې، او د نورو حلق کونکو او قصر کونکو هم مغفرت نصيب کړې، اې د فراخ مغفرت خاونده !
چې حلق يا قصر وکړي نو هم دې تکبير ووايي، له حلق يا قصر وروسته هر ډول حاجي له احرام نه آزاد شي او د يوه عام بنده په څير ټول روا کارونه ورته روا شي، البته د ښځې او ميړه ترمينځ معامله نه ورته روا کيږي، کله چې طواف زيارت وکړي نو همدغه کار هم ورته روا شي.