(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۴ فرید افغان)
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان پر وړاندې د امریکایي ولسمشر هغې تګلارې ته کتنه کړې چې له شاوخوا ۷ میاشتو جنجالونو او اختلافاتو وروسته یې ابلاغ کړه.
ورځپاڼې ویلي یاده تګلاره به هیڅ لاسته راوړنه ونلري ځکه په وینایي چې تیر ته په کتو سره دا پالیسي هم یواځې رسنیزه تبلیغاتي بڼه لري چې ټرمپ غواړي د نورو ولسمشرانو په څیر پدې توګه خپل ځان مطرح کړي.
ورځپاڼې د ټرمپ وینا ته اشاره کړې چې ویلي یې و ‹‹ امریکا په افغانستان کې له شاوخوا شلو وسله والو ډلو سره به جګړه بوخته ده.››
ورځپاڼه لیکي چې دې خبرې ښایي امریکایي ولس نور هم ګنګس کړی وي. ډېری خلک به اوس دا پوښتنه کوي چې دا شل ډلې کومې دي، چېرته مېشتې دي او د فعالیت سیمې یې کومې دي.
ځکه امریکایانو ته په افغانستان کې لوی سرخوږی او ستر خنډ طالبان دي او د داعش په ډله هم داسې ګمانونه د یقین تر کچې رسیدلي، چې له امریکایانو سره مستقیم ربط لري.
ورځپاڼې د امریکایي مشرانو یوه ناکامي دابللې چې تر وخت مخکې د جګړې د بريا اعلان کوي.
د بېلګې په توګه پخواني ولسمشر جورج بوش د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ اووه ځل اعلان وکړ چې طالبان یې په بشپړه توګه ځپلي دي.
ورځپاڼې ویلي چې د ټرمپ تګلاره تکراري ده او هیڅ نوي څه پکې نشته او هماغه زوړ متن یې په لږ ډېر بدلون سره تکرار کړی چې پخوا هم امریکایي ولس څو څو ځله اورېدلی دی.
ډیری امریکایي سیاسي څیرو له رسنیو سره په خپلو تبصرو کې دا تګلاره ناکامه او بې ارزښته بللي او د امریکایي مشرانو ۷ میاشتنی ځنډ یې بیځایه وخت تیری یاد کړی دی.
باید وویل شي چې د ګډحکومت مشرانو له یادې تګلارې حمایت کړی او ادعا یې کړې چې کانګرس د دوی په فرمایش دا تګلاره جوړه کړې.
ځینو افغان چارواکو بیا یاده تګلاره د جګړې د تداوم په معنا بللې ده
طالبانو هم ګواښ کړی چې د یوه امریکایي تر شتون پورې به خپله وسلواله مبارزه جاري ساتي