څیړنه: لوږه مو د ویښتانو په لویدو او د پوستکي په قوي کیدو کې مهم رول لري

165

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۳ فریدافغان)

برازیلي څیړونکو موندلې ده چې د انسان د ویښتانو په ژر لویدو او د جلد یا پوستکي په قوت کې لوږه مهم رول لري.

د دوی په وینا چې که څوک غواړي چې ویښتان یې ژر ژر لوی شي نو ځانونه دې له ډیر خوراک څخه وساتي.
د سیل په نامه یوې برازیلي مجلې راپور ورکړی چې دبرازیل د پوهانو یوې ډلې داڅیړنه په موږکانو ترسره کړې ده چې یوې ډلې موږکانو ته یې په منظم ډول خواړه ورکول او هغه نورو ته د دوی په پرتله ډیر کم څه رسیدل چې د شپږو میاشتنیو څیړنوپه پایله کې ورته دا معلومه شوه هغه موږکانو ته چې په منظمه توګه ورته خواړه نه ورکول کیدل د هغه موږکانو سره په پرتله چې په منظمه توګه ورته خواړه ورکول کیدل د جلد پوټکی قوي او ویښتان يي په چټکه توګه لویدل.
د څیړونکو ډلې ویلي چې د موږکانو د لږې انرژۍ مصرف ددې لامل و ګرځید چې د هغوی ویښتان په چټکه توګه لوی کړي.

کارپوهانو ویلي دي چې دا مسئله د انسان لپاره هم د تطبیق وړ ده

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ