ویډیو: د طالبانو تر ولکې لاندې نیمروز

170

وسله والو طالبانو په نیمروز کې تر خپلې ولکې د لاندې سیمو یوه ویډیو خپره کړې ده. دا ویډیو چې شاوخوا ۳۰ دقیقې ده، طالبانو د فرهنګي کمېسیون اړوند الاماره سټوډيو خپره کړې ده. په ویډیو کې طالبان په سپکو او درنو وسلو سمبال ښکاري او په خپلو موټرونو کې د کاروان په ډول د کېمرې مخې ته تېرېږي. په ویډیو کې لیدل کېږي چې له زیاتره طالبانو سره هغه وسلې دي کومې چې یې له افغان ځواکونو په جګړه کې نیولې دي.

د طالبانو د نظامي قوت ښودلو تر څنګ، په دې نوې ویډیو کې د ښوونې او روزنې، روغتیا او ټولګټو همداراز په ویډیو کې د نیمروز ولایت له مرستیال والي، د مؤسساتو له مسؤل، له انجنیرانو او کارکوونکو او د صحت په برخه کې په روانو فعالیتونو سربېره د ولسي خلګو د ستونزو په هکله مرکې شوې دي.

ویډیو په لاندې لینکونو کتلای شئ:

 

https://archive.org/details/NimrozFainal

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ