په دیرالزور ښار باندې د روسیې بمباریو بې شمیره عام ځایی اوسیدونکی وژلي او ټپیان کړي دي

33

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې لږ تر لږه ۲۲ ځایې عام خلک هغه مهال ووژل شول او یو زیات شمیر نور ټپیان شول چې روسي جنګي الوتکو دوه ښارونه هر یو البولیل او الطوب چې د ختیځ دیرالزور په څنډو کې موقعیت لري بمبار کړل، دا مرګ ژوبله یوه ورځ وروسته له هغې پیښه شوه چې د دمشق په څنډو او دیر الزور کې د سوریې رژیم الوتکو هم ۱۸ سیمه ایز ملکي عام وګړي وژلي وو.

د ختیځ دیرالزور په البوکمال ښار کې چې د عراق سره په پوله پروت دی هم د جنګي الوتکو هدف وګرځید چې نږدې ۵ ولسي عام خلک یې ووژل چې له جملې نه یې یوه میرمن هم ده.

همدا راز د دیرالزور ختیځ ته د قرص ښار هم د جنګي الوتکو تر بمبار لاندی راغی چې نږدې یو ولسي اوسیدونکی وژل شوی، دا بمبار د دیرالزور ختیځ ته د الحوایج ښار ته پر تللې لار باندی چې د فرات سیند سره موقعیت لري تر سره شو، یو بل ولسي کسی د جنګی الوتکو په بمباریو کې هغه مهال ووژل شو چې د الزباري پر کلي چې د ختیځ دیرالزور څنډی ته پروت دی بمباري روانه وه، دغه بې دریغه بمبارۍ د دې سبب شوې چې د دغو سیمو ټول اوسیدونکی خلک د الفرات سیند سیمو ته کډه شي.

ویل کیږي چې د ختیځ دیرالزور په څنډو کې دا بمباري د سوریې په ټول جنګ کې تر ټولو سخت هوایی بمبارد دی چې پرون ترسره شو.

د دمشق له څنډو نه د الجزیرة خبریال وایی چې یوه میرمن هغه مهال ووژل شوه او یو شمیر ځایی اوسیدونکی ټپیان شول چې له جملې نه یې کوچني ماشومان او میرمنې هم وې چې د سوریې رژیم ځواکونو د ځایی خلکو د هستوګنو پر کورونو او ښوونځیو په مسرابا، بیت سوا، سقبا، کفربطنا کلیو کې چې په کلابند الغوطة الشرقیة ښار کې موقعیت لري په پرلپسې توګه په توپونو وویشتل، دا په داسې حال کې چې د الغوطة په الشیفونیة ښار باندې د ناپالم بمونو او توغنديو باران هم روان و.

خبریال زیاتوي چې د سوریې رژیم یوه هوایی برید چې د عامو خلکو هستوګنځایونه او هم یې د مخالفینو میشت ځایونه د دمشق په څنډه کې د الغوطة الشرقیة سره د عین ترما په ښار کې په نښه کړل چې ورپسې د وسله والو مخالفینو او رژیم د ځواکونو تر مینځ سختې نښتې هم پیل شوې.

له بل پلو نه، د اسلامي دولت تنظیم د تیرې یکشنبې په ورځ وکولای شول چې د حمص ولایت په القریتین ښار باندې خپله ولکه ټینګه کړي، دا وروسته له هغې چې د رژیم پر ځواکونو یې سخت بریدونه ترسره کړ، په داسې حال کې چې د دواړو لوریو تر مینځ د البادیة ښار په مختلفو اړخونو کې هم سخت جنګ جریان لري.

د سوریې رژیم ځواکونو د القریتین ښار د روسي ځواکونو په ملاتړ په 2016 کې د اپریل میاشتې په لومړیو کې له اسلامي دولت څخه نیولی و، او اسلامي دولت تنظیم هم له دې مخکې د 2015 کال د اګست په پیل کې دغه ښار د رژیم له ځواکونو څخه له سخت جنګ نه وروسته نیولی وی.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ