خالق یار احمدزی
افسانې شي ترینه جوړې،چې له کرښو جوړ غزل شي
چې چپه راسته ځلیږي ړنګ اوبنګ لکه اوربل شي
چې د مینې جام پرې نوش کړي،چې آذان دښکلا وکا
کلیمې چې د حق لولي ښایستوکی قاري ګل شی
چې طالب ستا د دربار وي په درشل دې شونډې ګدي
عزرائیله ورته راشه كه روضه کې يې اجل شي
چې وصال دجانان غواړي ،چې په زړونوکې زړه ساتي
ته یې غم د ګریوان وکړه! چې یې حال پټ د ګوګل شي
چې خوبونو کې یې ستایې،زندانونه پسې ګوري
نور یې یخې کړه پرې سترګې له کنعانه چې ورخپل شي
هغه; ستوري پسې چاڼ کړل،لمر سپوږمۍ ترې انکاریي ؤ
که یې لټه په اغزو شوه، ور پیدا به لکه ګل شي
د محراب منبر امامه جهادي سپه سالاره
په یون لیکه دې روان یم که قدم مې ستا په پل شي
څه لیکل مې خالقیاره په یادیز مازدیګري کې
د غر څوکه سپینه لاره که رسید مو تر منزل شي