ترجمه : دکتور کفایت الله وردګ
ابو قدامة الشامي رحمه الله هغه کس وو چې الله تعالی یې په زړه کې دجهادمینه ور اچولې وه چېرته به چې د جهاد اواز وو ده مبارک به هلته ځان ور رسولی وو یو وخت چې د مدینې منورې زیارت ته تللی وو په مدني حرم کې ناست وو یو کس ورڅخه پوښتنه وکوله : ابا قدامة ته یو داسې کس یې چې هر وخت جهاد ته ځې مونږ ته داسې څه واقعه ووایه چې تا په جهاد کې لیدلې وی او تاته عجیبه ښکاره شوې وي.
حضرت ابو قدامه وویل : یو وخت د صلیبیانو سره جنګ وو زه له خپلو ملګرو سره هغه مرکز ته روان شوم چې هغه د مسلمانانو آخري مرکز وو ها خوا بیا د صلیبیانو مرکزونه وو په لاره کې په مدینة الرقة (په عراق کې د فرات نهر په غاړه یو ښارګوټی دی) تیرېدم هلته مې یو اوښ واخیست ترڅو ورباندې څه سلاح او نور د ضرورت شیان بار کړو هلته مې په جوماتونو کې خلکو ته وعظونه وکول او خلک مې جهاد ته وهڅول ، خلک مې د الله تعالی په لاره کې مصرف ته و هڅول، هلته خالي کورونه وو کله چې شپه شوه نو یو خالی کور ته لاړو چې هلته پکې شپه تېره کړو چې د شپې څه برخه تېره شوه د کور دروازه و ټکېده ما دروازه خلاصه کړه یوه مېرمن ولاړه وه ما ورته وویل : څه خدمت؟
هغې راته وویل : ته ابو قدامه یې؟
ما ورته وویل : هو
هغې راته وویل : نن تا د جهاد لپاره چنده وکوله؟
ما ورته وویل : هو
هغې ماته یوه د کاغذ ټوټه راکړه او یوه یې غوټه راکړه او په ژړا باندې لما څخه و ګرځېده له سترګو یې اوښکې روانې وې .
ما چې په کاغذ کې وکتل لیکلي یې وو: تا نن مونږ جهاد ته وغوښتو خو زه خو جهاد نشم کولی او نه مې د نقد کمک وس شته نو دا خپلې دوه کمڅۍ مې پرې کړې تاته مې درکړې دا به د خپل آس لپاره پړی کړې کېدای شي پدې سره الله تعالی ما په جهاد کې شمار کړي ماته بښنه وکوي .
ابو قدامه رحمه الله فرمایي : زه ددې له قربانۍ څخه ډېر زیات متاثر شوم او دا خبره به مې په ذهن کې تاوېده را تاوېده .
سحر شو مونږ روان وو چې د مسلمه بن عبد الملک قلعې ته (یو ځای دی) رسېدلي وو له شا نه یو کس په آس سپور دی په مونږ پسې را روان دی او مونږ ته چغې وهي : ابا قدامه … ابا قدامه .. لږ ودرېږه ..
ما خپلو ملګرو ته وویل : تاسې ځئ روان اوسئ زه دې کس ته ودرېږم چې څه وايي .. په آس سپور کس چې را ورسېدو ماته یې وویل : شکر چې در پسې را ورسېدم او ستا له مجلس نه محروم نه شوم .
ما ورته وویل : څه غواړې؟
هغه وویل : زه لتا سره جهاد ته ځم .
ما ورته وویل : ته مخ ښکاره کړه چې زه ووینم چې ته کشر یې که مشر ؟ که ته په عمر پوره وې زه به د له ځان سره بوزم او که کشر وې نو بیا ته له مونږ سره نشې تلی .
چې له مخ نه یې مول لرې کړو سپین مخ یې وو او د ۱۷ کلونو وو ما ورته وویل : بچیه پلار د شته ؟
هغه راته وویل : پلار می صلیبیانو شهید کړی دی زه اوس لتاسې سره ځم او د خپل پلار له قاتلانو سره جهاد کوم .
ما وویل : مور د شته؟
هغه وویل : هو!
ما وویل : ځه لاړ شه له خپلې مور سره د ښه رویه کوه د هغه خدمت کوه جنت د مور تر پښو لاندې دی .
هغه راته وویل : ته زما مور نه پېژنې؟
ما وویل : نه
هغه وویل : زما مور هغه وه چې تاته یې امانت درکړو.
کوم امانت؟
هغه وویل : هغه غوټه یې چې درکړه.
کومه غوټه؟
هغه وویل : سبحان الله دومره زر د هېره کړه لتانه هېر شو چې د شپې یوه مېرمن درغله او تاته یې یوه تړلې غوټه درکړه .
ما ورته وویل : هو ! هو یاده مې ده .
هغه راته وویل : هغه مې مور وه ماته یې وویل چې لتاسې سره جهاد ته لاړ شم هغې ماته وویل : بچیه چې له کفارو سره مخامخ شې نو تېښته به ورڅخه نه کوې خپل ځان الله تعالی ته وسپاره او د الله تعالی نه وغواړه چې هغه درته په خپل ګاونډ کې ځای درکړي او تا له خپل پلار ا و ماما ګانو سره په جنت کې یو ځای کړي او کله چې الله تعالی تاته شهادت درکړو نو بیا زما سفارش وکوه .
بیا یې له خپلې سینې سره ولګولم او خپلې سترګې یې آسمان ته پورته کړې ویې ویل : اې زما الله دا زما بچی دی ، د زړه تازګي مې ده ، د زړه مېوه مې ده ماتاته سپارلی دی زما او دده د پلار او د ماماګانو له لوری یې قبول کړه .
ابو قدامه رحمه الله فرمایي بیا ځوان وویل : زه درڅخه په الله تعالی باندې سوال کوم چې ما مه پرېږده زه به ان شاء الله شهید ابن شهید وم خام عمر ته مې مه ګوره زه د قرآن کریم حافظ یم ، په آس زغلولو او نښه ویشتلو کې پوره مهارت لرم .
حضرت ابو قدامة رحمه الله فرمايي : دا هلک مې له ځان سره ملګری کړو عجیب ملګری وو کله به چې مونږ سپاره وو دی به ترټولو مخکې وو ، کله به چې مونږ دمه وکوله نو ده به زمونږ خدمت کاوه هر وخت به یې د الله تعالی ذکر کاوه .
په یوه ځای کې مونږ دمه وکوله زمونږ ټولو روژه وه روژه ماتی مو تیارولو هلک قسم وکولو چې روژه ماتی زه تیاروم مونږ ډېر ورته ټینګ شوو خو دی هم ټینګ شو چې نه زه یې تیاروم هغه لاړو په روژه ماتي پسې … نا وخته شوه زمونږ یو ملګری پسې ورغلو …
هغه ملګری بېرته راغلو ماته یې وویل : ته ورشه هغه هلک وګوره …
زه چې ورغلم څه ګورم چې هلک اور بل کړی دی دیګ یې ورباندې ایښی دی او څرنګه چې ستړی وو نو یوه لرګي ته یې تکیه کړې ده په همدې حالت کې ویده شوی دی .
ما چې ولیدو نو ومې نه غوښتل چې له خواږه خوبه یې را ویښ کړم او دا مې هم نه غوښتل چې اوس ملګرو ته خالی لاس ورشم نو مې شروع وکړه چې پخلی زه پخپله وکوم هلک ته مې کتل چې ویده وو ورته ومې کتل هغه په خوب کې مُسکی مُسکی کیدو دا مُسکا یې زیاته شوه زه ورته حیران شم ما ورته کتل چې د هغه دا مُسکا په کړس کړس خندا بدله شوه او په خوب کې خاندي او په خپله خندا را ویښ شو .
چې زه یې ولیدم و ډار شو راته یې وویل : بښنه غواړم لکه چې ناوخته مې کړه پریږده چې زه دیګ پوخ کړم .
حضرت ابو قدامه رحمه الله فرمايي : نه و الله که ته لاس هم وروړې ترڅو ماته قصه ونه کوې چې تا په خوب کې څه شی ولیدل؟
هغه وویل : یره بس یو خوب مې ولید پرېږده یې .
زه ورته تینګ شوم او قسم مې ورکړو چې ماته ووایه .
هغه وویل : خوب مې لیدو چې جنت ته تللی وم ، همغسې وو چې څرنګه الله تعالی مونږ ته په قرآن کریم کې بیان کړی دی زه پکې ګرځېدم یوه بنګله مې ولیده چې یوه خښته یې د سرو یوه د سپینو زرو وه دروازې یې د سرو زرو وې یوه ښاېسته جینۍ مې ولیده چې بلې ورته ویل : دا د مرضیة خاوند دی .
ما ورته وویل : ته مرضیه یې؟
هغې وویل : نه زه د مرضیې خادمه یم مرضیه په دې بنګله کې د ننه ده .
زه ننوتم څه بل شان ځای وو ، څه قیمتي پردې وې یو تخت ایښی وو هلته یوه جینۍ ناسته وه که الله تعالی ماته د لیدو توفیق نه وی راکړی اوس به زما نظر او عقل دواړه له مینځه تللي وو ما ورته وکتل هغې ماته وویل ستړی مه شې زه ستا یم او ته زما یې ما ورته خندل هغې راته وویل : ستا په دنیا کې لږ وخت پاتې دی صبا د ماسپښین مانځه نه وروسته به ملاوېږو ما ورته په کړس کړس وخندل …
ابو قدامه رحمه الله وایی ما ورته وویل : بس ښه خوب د لیدلی دی .
روژه مو ماته کړه دا شپه تېره شوه صبا مونږ سرحدي مرکزونو ته ورسېدو صلیبیان هم را وړاندې شوي وو د جنګ صفونه تیارېدل خلک مې لیدل هرڅوک د خپلوانو په خوا کې ولاړ وو یو دا هلک وو چې زه پوهېدم چې دده خپلوان نشته ومې کتلو چې چېرته به وي؟
ما ولیدو چې د صفونو په مخ کې په اول صف کې ولاړ دی ما ورته وویل : بچیه ته دلته ولاړ یې؟
مخکې د په جنګونو کې شرکت کړی دی؟
هغه وویل : نه تره دا مې اول ځل دی .
ما ورته وویل : بچیه ګوره دا جنګ دی ، وینې دي ، مرګونه دي ، مقابله ده ته داسې وکوه آخر صف ته لاړ شه که چېرته مونږ کامیاب شوو نو ته به په کامیابي کې زمونږ ملګری وې او که چېرته مونږ ماتې وخوړه نو لږ تر لږه په اولو وژل شویو کې خو به نه یې .
هغه راته وویل : تره ته غواړې زه دوزخ ته لاړ شم؟
ما ورته وویل : نه و الله مونږ خو دلته ددې لپاره راغلي یو چې له دوزخ نه لرې شو .
هغه راته وویل : الله تعالی په قرآن کریم کې فرمايي چې څوک په جنګ کې وروسته ځي هغه به د اصحاب الجحیم څخه وي .
ما ورته وویل : بچیه د آیت دا مطلب نه دی کوم چې ته وایې .. او له لاس نه مې ونیو را کش مې کړو چې د صفونو آخر ته یې بوزم هغه لما سره ضد وکولو او پښې یې خښې کړې پدې وخت کې جنګ شروع شو ما دی پرېښود، له یوه بله لوري حملې سره وشوې ، پهلوانان سره مخامخ شول ، غیشې سره وار شول ، تورې سره و شرنګېدې ، ډالونه سره ماته شول ، لاسونه او پښې په هوا کې و شېندل شول ، ککرۍ په زمکه و غورځېدې جنګ ډېر سخت شو ښه اوږد جنګ وشو د ماسپښین د مانځه وخت شو صلیبیانو ماتې وخوړه الله تعالی مجاهدینو ته فتح ورکړه ملګري مو سره را ټول کړل د ماسپښین مونځ نا وخته کېدو مونځ مو وکولو بیا هرڅوک لاړل خپل ملګري او خپلوان یې کتل ، ددې هلک څوک خپلوان نه وو زه خپله پسې روان شوم چې زخمیانو ته ورغلم یو اواز مې آورېدو چې اواز یې کاوه اې خلکو زما تره ابو قدامه ته لږ غږ کړئ … اې خلکو زما تره ابو قدامه ته لږ غږ کړئ … ما ور منډه کړه ورته مې وویل : دغه یم زه ابو قدامه یم سخت سخت زخمونه یې پر ځان وو زه ورته کېناستم ژړا ورته واخیستم خپله لمن مې را ونیوله او د مخ مبارک نه مې یې وینه پاکه کړه … په هغه حالت کې یې راته وویل : نه زما وینې زما په جامه پاکې کړه خپله جامه ورباندې مه خرابوه بیا یې راته وویل : الحمد لله چې دومره ژوند یې نور راکړو چې تاته وصیت وکوم … زه تاته قسم در اچوم چې ته بېرته لاړې مور ته مې زیری ورکړه چې الله تعالی ستا هدیه قبوله کړه او دا ورته ووایه چې ستا زوی پداسې حالت کې شهید شو چې مخ یې دښمن ته وو شا یې نه وه ورته اړولې او زما د وینې نښه زما په جامه درسره یوسه چې د مور مې یقین شي چې زه د الله تعالی په لاره کې شهید شوی یم.
او زما یوه وړوکې خور ده کله به چې زه له کور وتلم نو هغه به خفه کېده چې زه به کور ته ورتلم هغه به خوشحالېده یو څه وخت وړاندې هغه د پلار په غم ډېره غمجنه شوې وه او کله چې پوه شوه چې زه په سفر ځم نو یې راته وویل : وروره ډېر ځنډ مه کوه بېرته زر راځه هغې ته به داسې خبرې وکوې چې هغه خوشحاله شي او ورته ووایه چې ورور د ویل : چې زما له ا ړخه الله تعالی لتا سره دی . هلک ماته خبرې کولې چې یو دم یې خپلې خبرې بدلې کړې او راته یې وویل : تره د کعبې په رب قسم زما خوب رښتیا شو ماته اوس د مرضیې بوی راځي او لدې خبرې سره یې سلګۍ وکولې وفات شو .
هغه مونږ دفن کړو او د جامو یوه ټوته مې یې را سره را وخیسته چې بېرته الرقة (هغه ځای چېرته چې د دوی کور وو) راغلم ډېر مې په زړه ارمان وو چې دده پیغام یې مور ته ورسوم خو نه مې د هلک نوم زده کړی وو او نه مې یې د پلار نوم زده وو اوس به یې څنګه پیدا کوم …
خو چې راغلم ومې لیدل چې په دروازه کې یوه وړوکې ماشومه ولاړه ده چې څوک وینې چې د سفر جامې یې په ځان وي پوښتنه ورڅخه کوي : کاکا له کومه ځایه راغلې؟ هغه ورته وایي له جهاد نه … دا ورته وایي زما ورور لتا سره وو ؟ هغه ورته وایی زه ستا ورور نه پېژنم .
دا خبرې څو ځله تکرار شوې آخر په ژړا شوه او ویې ویل ټول خلک راځي دا زما ورور ولې نه راځي .. .
ما چې دا هرڅه ولیدل زه ورغلم راته یې وویل : کا کا له کومه ځایه راغلې؟
ما ورته وویل : له جهاد نه .
هغې راته وویل : زما ورور لتا سره وو ؟
ما ورته وویل : مور د چېرته ده؟
هغې وویل : د ننه ده .
ما ورته وویل : ورته غږ کړه .
مور یې په کور کې زما اواز واورېدو او څرنګه مې چې د شپې ورسره خبرې شوې وې زما اواز یې و پېژندو را منډه یې کړه راته یې وویل : ابا قدامه زیري ته راغلی یې که غمرازۍ ته؟
ما ورته وویل : زیری څنګه او غمرازي څنګه؟
هغې راته وویل : که چېرته ته دا راته وایې چې زما زوی په مخامخ جنګ کې شهید شوی وي نو ته ماته زیری راکوې چې الله تعالی زما هغه هدیه قبوله کړه چې ۱۷ کاله (د هلک عمر ۱۷ کاله وو) ما ورته تیاروله او که چېرته ته ماته دا خبر راکوې چې هلک له جنګ نه روغ جوړ را وګرځېدو نو ته لما سره غم رازي کوې چې الله تعالی زما هدیه نه ده قبوله کړې .
ما ورته وویل : نه زه تاته زیری درکوم چې ستا زوی په مخامخ جنګ کې په شهادت ورسېدو پداسې حالت کې چې مخ یې دښمن ته وو او ماته یې نه وه خوړلې .
هغې راته وویل : څه فکر کوم چې ته به رښتیا وایې …
زما په لاس کې خلتې (لفافې) ته یې کتل ما خلته خلاصه کړه د هغه جامه مې ورکړه ورته مې وویل : آیا دا د هغه جامه نه وه؟
هغې وویل : الله اکیر او خوشحاله شوه .
ماشومه په زمکه را غورځېده او بې هوښه شوه .
مور یې پورته کړه له ځان سره یې د ننه بوتله اوبه یې ورباندې اچولې .
زما د تلو وخت شو زه ورڅخه روان شوم مور یې دروازه بنده کړه وا مې ورېدل چې ویل یې : اې الله تعالی ما خپل خاوند ، وروڼه ، او خپل زوی ستا په لاره کې قرباني کړل زه لتا غواړم چې لما څخه راضي شې او هغوی زما سره په جنت کې یو ځای کړه . آمین .
صفة الصفوة لابن جوزي رحمه الله
مصارع العشاق لابن نحاس رحمه الله