پکتيا کې اته روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي

42

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——-د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په يو شمير ګڼ نفوسه ولسواليو کې اته روغتيايي مرکزونه د امکاناتو د نه لرولو له کبله تړل شوي دي.

د پکتيا ولايتي شورا وايي، چې په روغتيايي برخه کې حکومت او ځايي مسئولينو دې ولايت ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې او خلک له زياتو مشکلاتو سره مخ دي.

د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مبارز رسنيو ته ويلي، چې وړاندې تر دې د يادو روغتيايي مرکزونو لګښت ځينو موسسو ورکاوه خو په وينا يې چې له څه مودې راهيسې فنډ نه ورکوي، چې له امله يې اته روغتيايي مرکزونه تړل شوي او هيڅ ډول روغتيايي خدمات نه وړاندې کوي.

نوموړی وايي، چې د دوه مرکزي ولسواليو شل بستريز روغتيايي مرکزونه کفايت نه کوي، ځکه په وينا يې چې د نورو ولسواليو څخه ډير ناروغان راځي چې په وخت يې د ناروغۍ تشخیص نه کېږي.

هغه زياته کړه،که څه هم د ګردېز سل بستريز ملکي روغتون په اساسي ډول جوړ شوی خو د امکاناتو او مجربو ډاکټرانو د نشتوالي له امله یې روغتيایي خدمات په نشت حساب دي.

د دغه ولايت اوسېدونکو د عامې روغتيا رياست د نوي رئيس د معرفي کېدو په غونډه کې نيوکې وکړې، چې د پکتيا د ولايتي روغتون خدمتونه نيمګړي دي او ټينګار يې وکړ چې د سل بستريز  روغتون د طبي وسايلو او پرسونل د کموالي ستونزې بايد هوارې شي.

دمګړۍ په پکتيا کې د سرې مياشتې د يوه کلينيک په ګډون ۴۷ روغتيايي مرکزونه، يو په نشه يي توکو د روږدو روغتون او  نهه ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعاليت کوي.

د تېرې وږي مياشتې په ۲۳ نېټه د د روغتیا نړیوال سازمان WHO وويل: چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې ۱۶۴ روغتیایي مرکزونه تړل شوي، چې د دغو مرکزونو په تړلو سره په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه وګړي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې اغېزمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې په روزګان کې وسله والو طالبانو ټول روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ياد روغتيايي مرکزونه د (کابل ادارې د چارواکو لخوا له دوا او طبي پرسونل څخه په قصدي ډول بي برخې کړل شول، نو ځکه يې د دوی له لوري په دې موخه ودانۍ وتړل شوې چې عام خلک له لري پرتو سیمو څخه د علاج په تمه راځي له بل ځای څخه هم له معالجي وځي او په کلینیکونو کې هم دوا او ډاکټر نه وي ).

په دغه ولايت کې د روغتيايي مرکزونو دوا او نور لوازم یې د چارواکو لخوا په شخصي ډول پلورل کیږي او د خیالي پرسونل معاشات هم شخصي جیبونو ته ځي.

طالبان وايي، که د کابل ادارې چارواکو او اړونده موسساتو له خوا د هېواد په اطرافي او مرکزي سيمو کې بې له فرقه طبي پرسونل او دوا پرېښودل شي، د خيانت مخه ونيول شي دوی د هيڅ روغتيايي مرکز له فعاليت سره ستونزه نه لري.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ