تبصره

 د افغانستان لپاره سترې تبليغاتي رسنۍ نيويارک ټايمز ليکلي چې امريکا په افغانستان کې د ٢٠٠١م  يا طالبانو د حکومت د له منځه وړلو راپدېخوا ستر پرمختګ  د اطلاعاتو او رسنیو د ازادۍ په برخه کې پراخوالى دى چې د افغانستان په تېر تاريخ کې دومره پرمختګ په دې برخه کې نه دى شوی. ورځپاڼه ليکي چې په دې موده کې یې فعاليتونه د مرستندويانو په مالي مرستوسره کړي دي چې دمخه به افغانستان کې  تلويزيوني خپرونې يواځې د کابل مرکز پورې محدودې وې، په ډېرو کمو ولاياتو کې تلويزيونه فعال وو، اوس د هېواد هرې برخې ته د هر ډول رسنيو فعاليتونه پراخ کړل شوي دي.

نيويارک ټايمز د مالي او سياسي فشار له امله هغه ستونزو ته اشاره کړې ده د کومو سره چې اوس رسنۍ  مخ دي. امريکا اوس خپله له دې ناورين سره، چې دمخه به یې ورته د رسنيو  د ودې پراختيا ويله، مخ شوې ده؛ پرمختګ یې د جګړې په څېر پرشاتګ اختيار کړی دى. اوس خپلو ټولو پرمختګونو ته د پرشاتګ کلمه استعمالوي. په افغانستان کې یې هراړخيزه پراختيا په رالنډېدو ده چې نږدې ده، په خپله هراړخيزه پراختيا هم د رسنيو د اعتراف وروسته يو بل اعتراف وکړي.

امريکا چې پر افغانستان خپلې ړندې بمبارۍ پيل کړې، په دې نظر وه چې څه افغانان به په ډالرو، څه په چوکيو او څه په سياسي اړيکو د تل لپاره د ځان پلويان وساتي. خو دا ورته څرګنده نه وه چې سياسي، مالي او د چوکيو لوړتيا که په تدريجي توګه ونه ساتل شي، په عارضي توګه نه پالل کېږي او نه ورته تر پايه مالي امکانات برابرولاي شي.

 امريکايي سياسي او نظامي چارواکي په يوه خوله وايي چې په افغانستان کې یې جګړه بايللې او د جوزيف ډانفورډ په نظر افغانستان په يوه ولاړ حالت کې پروت دی چې د دې ولاړ حالت څخه ایستلو ته یې نورو مالي او نظامي مرستو ته اړتيا شته. که په دومداره توګه له افغانستان سره مالي او نظامي مرستې ونه شي، د دې ولاړ حالت څخه یې را ایستنه امکان نه لري.

په افغانستان کې اوس جګړه او د رسنيو پرمخ تلونکی بهير دواړه د پرشاتګ په حال کې دي. ورځ په ورځ د جګړې او رسنيو، چې په غرب او د کابل په ځینو له بهره تمويل کېدونکو رسنيو کې یې د تبليغاتو بڼه خپله کړې ده، پرشاتګ د زياتوالي په حال کې دى. ځکه خو د جګړې ترڅنګ امريکايي چارواکو ته د رسنيو پرمختګ کې خنډونه ثابت شول چې د جګړې د ولاړ حالت سقوط ته نږدې کېدونکى دى.

هغو نظاميانو چې لومړى به یې خپل شتون په جګړه کې ليده، اوس یې له جګړې لاس اخیستی، د سولې ليار یې غوره کړې ده. همدا ډول په رسنيو کې اوس هغه څه چاپ کېږي چې دمخه به د يوې رسنۍ مسئول نه شو چاپ کولاى. خو د مطبوعاتو ازادۍ د حقيقت په موندلو سره پرمختګ، پرشاتګ باندې بدل کړ چې د امريکايي چارواکو اندېښنې ورځ په ورځ له دې پرشاتګ څخه زياتېږي.

په کابل کې يو شمېر رسنيو د مطبوعاتو له ازادۍ نه په ګټه اخیستلو سره تېره اونۍ د هغه سند په ارتباط یو شمېر لیکنې خپرې کړې چې په جمهوري ریاست کې د پښتنو د قوم په پلوۍ پر موضوعاتو څرخېدې. دا هغه حساسه مسئله ده چې په افغانستان کې یې د برابرۍ لپاره له ډېرې مودې راهیسې هلې ځلې شوې دي. لکه څرنګه چې د جګړې په ميدان کې راګير وامنيتي ځواکونو ته دفاع وزارت تازه دمې قوواوې او مرستې نه شي استولاى، دا ډول په مطبوعاتي ډګر کې چې په اشرف غني او حکومت یې څوکې نيوکې وشي، د رسنيومسئولين، هغه که داشرف غني نږدي ملاتړي هم وي، په چاپ کولو یې مجبور دي. دې موضوع امريکايي پاليسي او په افغانستان کې روان ولاړ حالت ته د هر چا د نيوکو زمينه برابره کړې ده.

که د دفاع وزارت د خپلو امنيتي ځواکونو خونديتوب د بهرنيو نظامي مرستو په موجوديت او اطلاعاتو کلتور وزارت یې د رسنيو د خونديتوب لپاره د پيوستون په پراخوالي کې ګوري، بيا هم اوس پرمختګ په دواړو برخو کې پرشاتګ باندې بدل شوی دى.

لکه څرنګه چې له پوځې قطعاتو ځوانانو د تېښتې لار نيولې، دا رنګه د رسنيو دروازې هم ورځ په ورځ تړل کېږي. امکان لري، يوازې هغه د يوه لوري پورې تړلې رسنې پاتې شي چې سرخطونه یې په افغانستان کې د ګاونډيانو لاسوهنې وي، چې د ناټو او امريکا لخوا په هره غونډه کې تکرارېږي؛ ځکه خو په افغانستان کې امريکا لومړی په جګړه کې، اوس یې تر څنګ په رسنيو کې د پرشاتګ اندېښنه وښوده.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ