غزل

30

سبحاني الماس

دا اعلان واورئ خلګو دلته مي ګلونه ورک سول
له ياده ووتل ښائسته زما غزلونه ورک سول

لکه يتيم سرمي ببر څري ګرېوان ګرځوم
پرسپېره خاوره دجانان پراته وه پلونه ورک سول

دکلي خلګو دوښمن مه نېسئ د دوست په نامه
دا ګوډاګیانو رانه وړي دي لعلونه ورک سول

سپرليه خوښ مي يې چي راسې ګلابونه راوړې
خزانه ورک سې داشنا خواږه يادونه ورک سول

زه يم افغان دافغانانو عزت ښه پېژنم
خپه چي نسئ پښتنو هغه وختونه ورک سول

دنګه لونګه ځواني مرګه په کم ځاي کي پروت يې
ديوچا زړونه مزارونه خړ قبرونه ورک سول

كه مي نصيب ستاشفاعت سو جنتي به سمه
خوار”سبحاني”يم سهارونه څراغونه ورک سول

1396.7.11

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ