څاروان

۱ ــ ساده والی

د یوې ښې لیکنې یوه ځانګړتیا د هغې ساده والی دی، دا د دې لپاره چې ساده لیکنه د مفهوم په لیږدولو کې خورا اغېزمنه وي. بدیعي صنعتونه، تشبیهات، استعارې او نور باید هغه وخت وکارول شي چې اړتیا یې وي، له اړتیا پرته یې راوړل نه یوازې لیکنه بې خونده کوي بلکې لوستونکی هم د لوستلو پر وخت ټکنی کوي.

۲ ــ سریزه

سریزه باید له اړتیا سره سمه ولیکل شي، اوږده او بې ضرورته سریزه داسې ده لکه په خوړو کې له اړتیا زیاته مالګه کارول چې د خوړو ذایقه له منځه وړي.

۳ ــ په ګرامر باندې لاسبری

لیکوال ته ښایي،  په هغه ژبه کې چې دی  لیکنه کوي، باید د هغې ژبې له ګرامر سره پوره بلدیت ولري، کنه نو لوستونکی به یې ډېر ژر د ده له لیکنې نه زړه توری شي.

که لیکوال له بلې ژبې څخه ژباړه کوي، نو بیا په کار ده چې د دواړو ژبو له ګرامر  متلونو او اصطلاحاتو سره بلد وي.

۴ ــ معیاري ژبه

هره ژبه د ګڼو ګړدودونو درلودونکې وي. په ټوله کې  د هغې ژبې ویوونکو لپاره په هر ګړدود باندې پوهېدنه خورا ستونزمنه چاره ده، نو لیکوال ته په کار دي چې خپله لیکنه په داسې لهجې سره ولیکي چې د هغې ژبې ټولو ویوونکو ته د منلو وړ وي او ګرامري ستونزې هم ونلري.

۵ ــ د خپلې ژبې ویي کارول

په لیکنه کې د خپلې ژبې ویي (اصلي لغتونه) کارول لیکنې ته طبعیوالی او ښکلا وربښي، د پښتو متل دی وایي: خپله لاسه ګله لاسه.

موږ په خپله ژبه کې په خورا ډېره کچه کره او ار ویي (لغتونه) لرو، خو له بده مرغه زموږ ډېری لیکوالان په خپلو لیکنو کې د نورو ژبو ویي کاروي، لکه د بېلګې په توګه  د (سکول، شفاخانه، دانشګاه، سټوډیم، چکه ….) ویي چې د یادو وییو پر ځای موږ په پښتو ژبه کې کره او منل شوي ویي لرو لکه: (ښوونځی، روغتون، پوهنتون، لوبغالی، شپږيزه ….)

موږ ته په کار ده چې د شونتیا تر پولې د خپلې ژبې ویي وکاروو، چې  دا کار  زموږ لیکنې ته ښکلا وربښي.

۶ ــ د اړیک ویکیو پر ځای کارونه

د اړیک ویوکیو پر خپل ځای کارول ډېر اړین دي، که پر خپل ځای ونه کارول شي یا خو لیکنه خپله مانا له له لاسه ورکوي او یا یې هنریت له منځه ځي، د بېلګې په ډول د ( د ) او ( چې ) ارتباطي اداتو بېځایه کارول او یا یې د اړتیا پر وخت یې له پامه غورځول په لاندنیو جملو کې څرګند مانیز بدولون رامنځته کوي.

۱ ( د )

زما د کتاب تر څنګ قلم پروت دی.

۲ ( چې )

تر هغې چې شرعیت نه شي پلی، سوله ناشونې ده

که د لومړۍ جملې ( زما د کتاب تر څنګ قلم پروت دی. )

د کتاب له کلمې نه مخکې د اضافت توری ( د ) وغورځوو، نو جمله به د روانوالي تر څنګ هنریت هم پیدا کړي او که له دویمې جملې (تر هغې چې شرعیت نه شي پلی، سوله ناشونې ده. ). د ( چې ) اړیکویوکی لري کړو، نو خپل مانویز ارزښت له لاسه ورکوي

۷  ــ تلوسه

تلوسه یا راښکون چې په لیکنه کې د منطقي تړاو، د ترکیبونو ترتیب، د جملو غوره والي او داسې نورو پورې تړاو لري، خورا اړینه خبره ده. په هره لیکنه کې چې راښکون نه وي، لوستونکی له ځانه سره تر پایه نه شي بیولای، تلوسه ده چې لوستونکی تر پایه پورې له ځانه سره بیایي.

۸  ــ د لیکوال باور

په خپله لیکنه باور ډېر مهم دی، که لیکوال په خپله لیکنه باور ونه لري، هېڅکله به هم لوستونکی پر ځان باوري نه کړای شي، هغه چې ځان نه دی پېژندلی، د بل د پېژندلو هڅه به یې بې ګټې وي. د خدای (ج) رسول الله (ص) وایې: (( چا چې خپل ځان وپېژنده، خپل رب (ج) یې هم وپېژنده. )).

۹  ــ غښتلی او د منلو وړ استدلال

دا چې لیکنې  په دوه ډوله تحقیقي او تخلیقي  ډلو باندي وېشل شوې دي، په کار ده چې  هره لیکنه په قوي استدلال سره ولاړه وي. د څېړنیزې لیکنې استدلال هم باید د خپل حال او چاپېریال سره سم څېړنیز او خورا غښتلی وي. د تخلیقي لیکنې استدلال باید ادبي او هنري وي.

په لیکنه کې چې هر څو استدلال غښتلی وي، په همغه کچه د لوستونکي لپاره د منلو وړ وي. د کمزوري استدلال لرونکي لیکنې لوستونکي هم لږ او یا له سره لوستونکي نه لري.

۱۰ ــ نظم او ترتیت

لیکنه باید منظمه وي، په کار ده چې سر، منځ او پای ولري. بې ترتیبه لیکنه لوستونکی له ځانه سره تر پایه نه شي بیولای. هر لیکوال ته په کار ده چې د لیکنې لغاتونه، جملې، پراګرفونه او حتی دلیکنې فرعي عنوانونه په داسې توګه ترتیب کړي چې په خپل منځ کې کلک منطقي تړاو ولري.

۱۱ ــ نوښت:

هر لیکوال ته په کار ده چې لیکنه یې له نوښت نه خالي نه وي. نوښت یوازې دا نه دی چې لیکنه دې سل سلنه نوې او  د قاف د غرونو د یوانو او ښاپېریو د خولو خبرې دې وي، زړې موضوع ته له نوې زویې څخه کتل په خپله نوښت دی.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ