۷ اکتوبر د تاریخ توره ورځ

25

ابو یاسر افغان

دادې ۱۶ کاله پوره شول چې صلیبي یرغلګر زموږ د هېواد اشغال ته دوام ورکوي او بې شرمه غلامان یې دا ۱۶ کاله هر وحشت او دهشت ته دلیلونه تراشي، له نن ۱۶ کاله مخکې چې صلیبي لښکرو د امریکا په مشرۍ زموږ پر ګران هېواد حمله کوله، نو شعار یې د سولې، بیا رغاونې او همکارۍ پورته کړی ؤ، خو کله چې دا وحشي صلیبیان راغلل، هغه وحشتونه یې ترسره کړل چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری کم موندل کېږي.

اوس چې د اشغال ۱۶ کاله پوره شول، ټول ملت یې په رڼو سترګو ویني چې نه سوله راغله، نه بیا رغاونه وشوه او نه هم همکاري، په حقیقت کې هر څه برعکس وختل، جنګونو او نا امنیو شدت پیدا کړ، بیکاري زیاته شوه، بمباري او چاپې ښې په زور سره دوام لري، بیا رغاونه و نه شوه، د یو څو پلچکونو له بې کیفیته جوړولو پرته نور ټول هغه میلیاردونه ډالر بیرته د یرغلګرو او د هغوی د غلامانو حسابونو ته ورغلل چې د بیا رغاونې په نوم راغلي وو، ورځ تر بلې حالات خرابیږي او د امریکایي یرغلګرو او یوناما ټوله توجۀ پر دې خبره ده چې ښځې باید عام محضر ته را ووځي، په دفترونو، تلویزیونونو، راډیوګانو، مؤسساتو او سنیماګانو کې کار وکړي، باید حجاب له منځه ولاړ شي او بې حیایي یوه عادي خبره وګرځي، نور نو یرغلګرو دې هېواد ته پرته د خلکو له وژلو، ترور، چاپو او بمباریو بل څۀ ورکړي؟ د ګاونډیو هېوادونو سره ستونزي څو چنده زیاتې شوي او ارګ لګیا دی جنګسالارانو او ګاونډیو هېوادونو ته امتیازونه ورکوي، کله د یرغلګرو پر سینو د اتلولۍ مډالونه ټومبي او کله زموږ د خاورې او ولس پر سر د نړیوال کفر سره نوې نوې سوداګانې کوي.

د مخدره توکو کاروبار تر ټولو پخوانیو حالتونو په پراخه کچه روان دی، لوبو او فحش ترکي، هندي او اروپایي سریالونو رسمي ملاتړ موندلی، دخارجي یرغلګرو ځواکونو پوځي مشران د افغان ښځو سره ملاقاتونه کوي هغه ښځو سره چې د ډیموکراسۍ لپاره یې لویې قربانۍ؟ ورکړي دي!! دیني علماء او دیني مرکزونه تر بریدونو او ګواښونو لاندې دي او لنډه دا چې پر هېواد د صلیبي یرغل توره ویروونکې شپه حاکمه ده او هره ورځ د ملت د مایوسۍ کچه زیاتیږي، نه د چا سر محفوظ دی نه د چا مال، غلۀ او قاچاقبران په لوړو څوکیو ګومارل شوي او ملت پر ستوني یې پښه ایښې ده، غرض دا چې له یوې خوا صلیبي یرغلګرو د بې دینۍ او بې حیایۍ ترویج ته پوره کار ویلی او له بلې خوا یې لاسپوڅو د ملت د محکوم ساتلو لپاره په هیڅ یو ظلم دریغ نه دی کړی.
خبر به یاست چې امریکا د روانې صلیبي جګړې د ملا ماتوونکو مصارفو نه د خلاصون لپاره د افغانستان پر قیمتي کانونو سترګې ګنډلي او د ارګ لاټیان ملت ته په سترګو کې خاورې اچوي، وایي چې د کانونو د استخراج په برخه کې له امریکا د همکارۍ تمه لري، خو حقیقت دا دی چې دا د ارګبګیانو غوښتنه او کار نه دی بلکې دا د سپیني ماڼۍ د چارواکو او د وږ سترګي ټرمپ امر دی چې د افغانستان کانونه باید وسپړل شي او امریکا ته انتقال شي، په دې کار سره امریکا څو موخې لري، یوه له هغو موخو یې داده چې په تیرو ۱۶ کالو کې امریکا زموږ څومره کانونه چور کړي غواړي چې هغه خبره له خلکو پټه پاتې شي او دویم دا چې په دې کار سره امریکا هڅه کوي چې د جګړې له لویو او ملا ماتوونکو مصارفو خپلې اوږې لږې سپکې کړي، دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد پانګوال رژیم توره دوره راغلې، فقر او بیکاري اوج ته رسیدلې، ملي تجاران محفوظ نه دي، د بیا رغاونې پروژې نشته، ځوانان ټول د جګړې کرښې ته جذبیږي او ورځ تر بلې د کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته وګړو تعداد زیاتیږي، د ارګ لاټیانو د افغان ولس له مجبوریته په استفاده لکونه ځوانان یوې پردۍ تپل شوې جګړې ته ور ټېل وهلي او د صلیبیانو له ګټو یې قربانوي، دا هرڅه زموږ او ستاسو د سترګو پر وړاندې دوام لري، دا د اشغال پایلې دي، بې حیایي پرمختګ بلل کېږي او بې دینۍ ته د بیان د آزادۍ تر نامه لاندې عام او تام اجازت ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د حق ویناکوونکي د فاسد رژیم له خوا نیول کیږي او زندانونو ته اچول کیږي، د شمالي ټلوالې مفسد عناصر په موجوده چارچوبي حکومت پر کلیدي بستونو ګومارل شوي او مافیا تر پخوا زیاته چاغه شوې ده….. دا فقط هغه حقایق ؤ چې موږ او تاسې ټول یې ګورو، که د فاسد رژیم او یرغلګرو ټول وحشتونه یادوو، نو لیکنه به ډېره لویه شي، په همدې خاطر لیکنه پای نه رسوم په اخر کې بیا هم یادوم چې تر څو اشغال وي، اشغالګر وي، نو پر دې وطن ښه ورځ حرامه ده، راځئ چې ټول په شریکه د اشغالګرو صلیبیانو څخه د خپل هېواد د آزادۍ لپاره په هره ممکنه او روا لاره مبارزه وکړو، کله چې موږ له اشغال نه خلاص شو، نو زموږ حالت به په خپله ښۀ شي، د سولې او امن راتګ به ممکن او د نړیوال کفر له شیطانتونو او وحشتونو به په امن شو.

د ګران هېواد د بشپړې آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت پۀ هیله

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ