سرليکنه 

شپاړس کله دمخه د ميزان په پنځلسمه، امريکا د افغانستان پر پاکه خاوره د ناټو پوځونو په ملګرتيا يرغل وکړ او تر يو لک شلوزرو زيات پوځونه یې د هوايي ځواک په بدرګه افغانسان ته را داخل کړل. هغه مهال لا د پخواني شوروي د درېم يرغل زخمونه نه وو روغ شوې. روسانو له پرنګه را وروسته پر افغان خاوره په درېم ځل په پوره تېروتنه بيا  يرغل وکړ چې په پايله کې یې د امريکا يرغل ته هم زمينه برابره کړه.

امريکايي پوځونو د نوي عصر په انسان وژونکو وسلو شپاړس کاله دمخه د ميزان په پنځلسمه پر افغانستان يرغل وکړ. هغه وسلې یې په تېرو شپاړسو کالو کې پر افغان بې ګناه او بې دفاع ولس وازمايلې، کومې چې د ويتنام له ناکامې جګړې وروسته نه وې ازمايل شوې. هغه له غروره ډک پوځونه، چې افغان ولس یې د هر ډول بې رحمه بمباريو، عملياتو او وژنو تر څنګ هېواد هم په کنډوالو بدل کړ، لا هم خپلو جناياتو ته د دوام پلمې په نظر کې لري.

امريکا چې پر افغانستان يرغل کاوه، د وخت جابر او وحشي بش خپلو پوځونو ته پر افغان مظلوم ولس د بمبار امر ورکړ. د هېواد په ټولو ولاياتو کې یې خپل جنايات سر ته ورسول او لا یې د جناياتو لړۍ دوام لري. د دې تر څنګ يوازې دا غميزه نه ده چې د يرغل پر مهال یې افغانان په پوره بې رحمۍ سره شهيدان کړي دي؛ په افغانستان کې د  نورو ورانيو، تباهيو او افغان بې دفاع ولس د شهادتونو لپاره بېلابېلې پلمې جوړوي او غواړي تر نامعلومو کلونو پورې د خپلو غلامانو په مرسته په افغانستان کې پاتې شي.

د ميزان پنځلسمه د نورو يرغلګرو د يرغل په څېر يوه توره ورځ ده چې د افغانستان په تاريخ کې به د تل لپاره ثبت وي. پر افغانستان د امريکايي يرغل که شپاړس کاله پوره شول، خو هغه د شپاړسو کالو ارمان یې زيات شمېر پوځونو او پوځي منصبدارو له ځانه سره تورو خاورو ته يووړ چې د يرغل په پيل کې یې په افغانستان کې د خپل تېري کاميابي شپاړس ورځې ياده کړې وه.

افغان مجاهد ولس لکه څرنګه چې د روسي يرغلګرو په وړاندې په خپل پوخ ايمان او عقيده په تش لاس مقاومت وکړ، دا ډول یې د امريکايي پوځونو مقاومت ته هم د ايمان په وسله تر پايه ټټر وهلى دى. امريکايي پوځونو ته به هغه وخت د افغان ولس د مقاومت معلومات وشي (او تر څه حده ورته شوي هم دي) چې د روسانو په څېر وروستی يرغلګر یې له افغانستانه د تيښتې لار ونيسي.

که امريکايي پوځونه له يرغله تر نن ورځې پورې په امريکايي ډول ډول نویو جوړو شویو وسلو سمبال دي، افغان ولس په څوارلس سوه کلنه ايماني عقيده سمبال دى؛ تر هغې چې د امريکا او ناټو پوځونو ته یې ماته نه وي ورکړې، خپل مقاومت ته به د خپلې کاملې ازادۍ  ترلاسه کولو پورې دوام ورکوي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ