د ملا درد؛ دردوونکې ناروغي

39

ډاکټر فصيح الله

د طبیبانو د څېړنو له مخې، د انسان په وجود کې تر سلو زیاتې ناروغۍ شته چې د نوې ټکنالوژۍ په لرلو سره بیا هم ځینې ناروغۍ نه دې څرګندې شوې.

 روغتیا پوهانو د ملا په درد نوم نه دی ایښی. کله چې هم روغتیا پوهانو ته کومه ناروغي او مرض څرګند شي، د خپلې پوهې له مخې ورته نوی نوم ورکړي، حال دا چې په یوناني طب کې هرې ناروغۍ ته خپل خپل نوم شته. له څه وخته چې د مرضونو شتون منځ ته راغلی، له هغه وخته یې نومونه هم ښوول شوي دي چې ورځ په ورځ په نویو نویو نومونو سره مرضونه راڅرګندېږي.

موږ د طبیبانو په زاړه نوم سره د ملا ناروغي یادوو. ناروغي چې هره یوه وي در دوونکې وي، چې درد ونه لري هغې ته ناروغي نه ویل کېږي. خو ځینې داسې نارغۍ وي چې تر ډېرو ناروغیو یې دردونه زیات وي، لکه د پېچ ناروغي، د سر او غاښ درد ناروغي، د سترګو درد، د برېښ ناروغي او…..

برېښ هغه ناروغي ده چې انسان ترې د ژوند ساه هم نه شي اخستلای او د ملا  درد دا ډول ناروغي ده چې انسان ترې سم  ودرېدای هم نه شي. ځینې وخت چې د ملا د درد ناروغي زیاته شي، بیا په ناسته او ملاسته دواړو حالاتو کې د زیات درد  د زغملو توان نه وي.

د ملا د درد ناروغي په درې ډوله ده:

·        لومړی څوک چې په ناڅاپي توګه پر ملا ګذار وخوري، یا د موټر په ټکر او نورو پېښو کې یې ملا ودردېږي او له درده یې ولاړه – ناسته – او – ملاسته هم ګرانه شي.

·        دویم د ملا د درد هغه ناروغي ده چې د کم قوتو خوراک، زیاتو ملاماتوونکو کارونو او په خوراکونو کې د کمو اسیډونو له امله رامنځ ته کېږي، چې د یادو ستونزو له امله د چا ملا په درد شي، په اسانه یې درملنه نه شي کېدای.

·        درېم د ملا  درد هغه ناروغي ده چې دا اکثر په نارینه وو کې لیدل کېږي. دا د ملا درد د ځوانۍ پر مهال د بې احتیاطۍ له امله او کله د زیاتو جنسي اړیکو له امله راپیدا کېږي چې په دواړو صورتونوکې انسان د ملا په درد اخته کېږي. د دا ډول ملا  درد درملنه د تېرو دوو ناروغیو په پرتله ستونزمنه ده، ځکه چې د ځوانۍ له وخته څوک  د ملا په درد اخته شي او درملنې ته یې پاملرنه  ونکړي، بیا یې درملنه ګرانه وي.

د هغه چا ملا چې په ناڅاپي توګه د موټرو په ټکر یا نوورو پېښو کې دردېدلې وي، جدا درملنې لري، خو د یادو نورو دوه ډوله د ملا دردونو درملنه په هغه خوراکونو کې موندل کېږي چې زیات اسیدونه ولري.

تازه انځر، اوږه، مومپلي او کیلې هغه اسیدونه لري چې د ملا په درد کې پوره مرسته کولای شي، بلکې د ملا د دردونو درملنه، چې د طبیب په لارښوونه استعمال کړل شي، په همدې خوراکونو کولو کېدای شی.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ