اشرف غني د هاشم لېوني په اکټونو کې

70

ډاکتر آصف

څو ورځې وړاندې امریکا په افغانستان کې خپل لاسپوڅي حکومت ته دوه بلاک هاګ چورلکې د دغه میړني هیواد د اصیلو بچیو د وژلو په موخه ډالۍ کړې.

اشرف غني هم پر ځای د دې چې په خپل ګریوان کې سوچ وکړي چې یو نصراني او عیسوي هیواد ولې هغه ته په وړیا توګه دا ډول پرمختللې چورلکې ورکوي؟ د هغوی ګټه په دې کار کې څه ده، بې واره د لوګر د هاشم لیوني په څیر ورته د خوشحالۍ نه په نڅیدا شو، او په ډیر بې شرمانه ډول یې د دغو دوه چورلکو تر څنګ په وینا کولو کې وویل چې که طالبان سوچ کوي چې ملي اردو به ماته کړي نو دا سوچ دې له خپل مغزو نه وباسي.

او زیاته یې کړه چې طالبان اوس له دوه انتخابونو نه یواځې یو انتخاب لري یا سوله او یا جنګ!

اشرف غني چې ټول عمر د عیسویانو، نصرانیانو او صلیبیانو په چوپړ کې تیر کړی، او د همغه چوپړ په بدل کې هغوې ولسمشرۍ ته په زر، زور او تزویر سره رسولی پر خپلو مسلمانو هیوادوالو وبلوسیدو، هغه چې په ستیج باندې د خپلو بادارانو تر څنګ ولاړ و په ډیر افتخار سره د امریکا ستاینه وکړه چې ده ته یې د خپل هیواد د بچیانو د وژلو لپاره ماډرن چورلکې وسپارلې.

اشرف غني امریکا ته ژمنه ورکړه چې په ورسپارل شوې دنده کې به کوتاهي او غفلت نه کوي او د دغو چورلکو نه به د  هیواد د بچیو په وژلو کې پوره کار اخلي.

خو که فکر وکړو د ستر شرم ځای دی چې د مسلمانۍ دعوه کوونکی د مسلمانانو له دښمن نه وسلې او پیسې تر لاسه کوي او بیا یې پر خپل مظلوم او بیچاره ولس استعمالوي او برسیره پر هغې افتخار هم پرې کوی.

خو غافل له دې چې د ده په څیر ډیری بې هوشه غلامان تیر شوي او د ټولو پایله تاریخ په خپلو پاڼو کې ثبت کړې ده.

دغه ډول بې ضمیره او بې وجدانه انسانان آخر هم د ولس په طوفاني څپو کې راګیر شوي او داسې غرق شوي چې انځورونه یې په البومونو کې هم نه موندل کیږي،  او هغه ورځ لرې نه ده چې اشرف غني  هم د خپل پخواني احمدزی په شان د په څلور لارې کې د افغانستان د اصیلو بچیو په لاس غرغره شي.

که د اشرف غني اکټونو ته وګورو نو هر څه یې د هاشم لیوني په څیر دي په دومره توپیر چې هاشم لیونی پوچې ښکنځل کوي او دی لږ مؤدب غږیږي او بس.

دا هم امکان لري چې اشرف غني د هاشم لیوني سره په کوم رګ کې خپلوي ولري. ځکه په ځینو اکټونو کې سره ورته ښکاري.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ