ساحل بهیر.
دا چی عشق کی لیونی لیونی ګرځی.
یو زه نه یم ټول سړی لیونی ګرځی.
چی دخدای په مینه مست لکه ملنګ وی.
دی راغـلی دا زلـمی لیونـی ګرځـی.
عجیب چل خو یی جوړ کړی ستا دیدار ته.
خـدایه داسی فـدایی لیـونی ګرځـی.
د بورا په څیر په ګل باندی میـن یـم.
دامنمه چی له ګل سره اغزی لیونی ګرځی.
پورته په اسمان کی وی د ستورو رڼاګانی.
تـوره شـفه کـی سپیلنـی لیونـی ګرځی.
یوفړق وی دبریښناؤ جوړ دتورو شرنګهارشی.
دی میدان کـی څـو زمری لیونی ګرځی.
د ساحـل بـهیر همـدغـه یو ارمــان ده.
چـی جـنت کی لیونـی لیونـی ګرځـی.