د بیوزلې ښځې اوښکې او د وږي ماشوم مسکا!

27

 

 فرمان الله نجرابوال

په یوه ښاریه کې دأبونصرصیاد په نوم یو سړی ژوند کاوه ده سره په دغه ښاریه کې ښځه او ماشوم هم ژوند کاوه.ابو نصر  دومره څه نه درلودل چې دده ښځه ،زوی وخوري .أبونصر صیاد د یو مړۍ ډوډۍ په لټه کې له کوره راووت په داسې حال کې چې دده ښځې او زوی یې د لوږې له امله ژړل.

ابونصر  په لاره روان و چې دمشهور عالم أحمدبن مسکین سره مخ شو هغه ته یې وویل، چې کورکې څه نشته او ښځه او زوی مې دلوږې له امله ژاړي . هغه ورته وویل، چې راځه! دبحر غاړې ته لاړو شوو  ده هم ورسره ومنله د بحر غاړې ته  ولاړل .

أحمدابن مسکین أبو نصر ته ویل ته دوه رکعته لمونځ وکړه  هغه دوه رکعته لمونځ وکړه بیا دواړو “بسم الله” وویله او دماهیانو نیولو لپاره یې جال بحر ته وغورځاوه چې ناڅاپه یو غټ ماهی په جال کې ونیوو.

أحمدأبن مسکین امر وکړ چې داماهی وپلوره او خپل کورنۍ ته خواړه واخله . ابو نصر هم دا ماهی په بازار کې وپلور او دوه  ډوډۍ یې پرې واخېستې  ده یوه ډوډۍ یې أحمدبن مسکین ته  یوړه هغه ورته وویل کچېرته موږ خپل نفسونه  ته خوراک ورکړی وای دا ماهی په هېچ کله  راوتلی نه وو.

شیخ ابن مسکین وویل دا ډوډۍ واخله او خپل کورنۍ ته یوسه . ابو نصر وایې: د کور په لور را وګرځېدم چې ګورم یوه ښځه او له دې سره ماشوم د لوږې له امله ژاړي.

‏ ابو نصر وایې دا ښځې او زوی زمونږ په څېر دلوږې له لاسه ژړل . وایې ما په زړه کې وویل که ډوډۍ دوی ته ورکړم زما کورنۍ په څه وخوري!؟

په همدې سوچ کې ډوب وم چې غږ را وشوو چې ابو نصر صیاد څوك دی !؟ ما ول زه ابو نصر یم هغه سړی راته کړ: شل کاله وړاندې ستاپلار ماته ۱۰۰۰ درهم پور راکړی وو دا پور واخله .

ابو نصر وایې: زه روسته یو شتمن شوم ځانته مې کور جوړ کړ صرف دالله عزوجل دشکریه اداینې په موخه زر درهمه خیرات کړل . یوه ورځ مې زړه کې داخبر را وګرځېده چې زه ډېر خیراتونه او صدقي کوم ځان ښودنه مې وکړه .

چې دشپې خوب وینم د قیامت ورځ ده  دحساب کتاب لپاره میزان”تله”کېښودل شوې وه.‏

غږ وشو، چې ابو نصر څوک دی را دې شي چې حساب کتاب ورسره وشي. ‎زما بدۍ او نیکۍ په تله کې کېښودلی  شوه خو زما دنیکۍ دتلې پله سپکه شوه او بدۍ پله  درنه شوه .‏

ماوویل،زما صدقي ،خیراتونه څه شول!؟ هغه صدقي زمامخ ته کیښودلی شوې چې ومې لید  دهر درهم لاندې زما نفسانې خواهشات او ځانښودنه وه .

بیاغږ وشو د ابو نصر نور أعمال شته!؟ یوې ملایکې غږ وکړ :چې هو شته هغه ډوډۍ پاتې ده چې  ابو نصر هغې ښځې ته ورکړې وه .دا یې په تله کې کېښوده دتېرڅېر بیا دنیکۍ تله سپکه او بدۍ درنه .

بیا غږ وشو د أبو نصر نور أعمال شته!؟  یوې ملایکې غږ وکړ:چې هو شته دهغې ښځې اوښکې دي چې ابونصر  د ډوډۍ د ورکولو په مهال دیوې بیوزلې ښځې اوښکې وچې کړې وې او هغه د ماشوم مسکا ده چې ابو نصر د ډوډۍ دورکولو په مهال د ماشوم  په خوله مسکا را وستلې وه .

ابو نصر صیاد وایې: د ښځې هغه اوښکې او ماشوم مسکا یې دتلې په پله کې واچولې چې دنیکو پله ډېر ښکته شوه او د بدۍ پله ډېره سپکه شوه زه ډېر خوشحاله شوم چې نور دخوبه راپاسېدم ډېر وډار شوم.

درنو هېوادوالو: هېله ده تاسو هم په افغانستان کې د بېوزولو لاسنوی وکړئ او د بېوزلې مور اوښکې وچې کړئ د بیوزلو ماشومانو په خوله مسکا راولئ !‏‎  ‎

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ