د موصل د جګړې د 40000 وژل شویو بې ګناه ملکي کسانو د جسدونو راټولول دوام لري

31

 

له څو میاشتو څخه وروسته چې د موصل ښار د اسلامي دولت تنظیم څخه عراقي فوځ بیرته ونیو، د عراق د بشر د حقوقو څارونکي وایي چې د دغه ښار شمال ته د جګړو د وژل شویو د جسدونو راټولولو عملیات له څو میاشتو راهیسې دوام لري.

د بشر د حقوقو څارونکې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چ د موصل په لویدځه خوا سیمو کې په ځانګړې توګه د زوړ ښار په کلیو او کوڅو کې د وژل شویو جسدونه د ویجاړو شویو کورنو او دیوالونو لاندې له نهه میاشتو راهیسې خپاره پراته دي.

څارونکې زیاته کړې ده چې زیات شمیر جسدونه پړسیدلي دي او شکلونه یې نه معلومیږي او نه پیژندل کیږي، ځینې جسدونه داسې هم دي چې یواځې هډوکې او جامې یې شته او نور بدونونه یې نشته.

څارونکی د نینوا د روغتیا عمومي مدیر نه په نقل قول سره وایی چې یو شمیر جسدونه چې تر ورانو او ویجاړو کنډوالو راغونډ شوي دي او په موصل کې عدلي طب ته وړل شوي دي نږدې 2650 جسدونه شمیرل شوي دی، خو دا لا نده معلومه چې د ټولو هغو جسدونو شمیر چې لا هم تر ورانو ویجاړو او کنډوالو لاندې پراته دي شمیر به یې څومره وي.

عیني شاهدان وایی چې په کنډوالو کې د بې شمیره جسدونو موجودتیا د دې سبب شوې چې د دغه ښار زیاتره کورنۍ د خپلو سیمو هستوګنځایونو ته بیرته ورتلو ته زړه نه ښه کوي.

هغه جنګونه چې د فوځ د ځواکونو او اسلامي تنظیم دولت د وسله والو تر مینځ تر سره شوي او د رژیم د هوایی بمبارۍ او د توپونو ویشتل ټول د دی سبب شوي چی زیات شمیر ملکي او سیمه ایز عام خلک ووژل شي او یو زیات شمیر کورنه ونړیږي او هم زیات شمیر خیریه مؤسسات او په ښار کې نور خیریه بنسټونه او ودانۍ یې له مینځه ولاړې شي.

دې ته هم اشاره شوې چې عراقي ځواکونو وکولای شول د اسلامي تنظیم دولت له جنګیالیو سره له نهه میاشتو خونړیو جګړو وروسته د موصل ښار په پوره ډول د روان میلادي کال د جون میاشتې په نیمایی کی بیرته ونیسي چې په پایله کې د ښار زیاته برخه ویجاړه شوه چې د عراق پارلمان دغه سیمه یوه سرکوب شوې او کنډر شوې سیمه وګرځوله.

د عراق د دفاع وزارت پورې اړوند د جنګ فرهنګي کمیټې ویلي دي چې د ښاري او ملکي خلکو د قربانیانو شمیر 1429 کسانو ته رسیږي خو د عراق د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هوشیارزیباري بیا ویلي دی چی په دې جګړه کې نږدې 40000 بې ګناه خلک وژل شوي دې او دا شمیره یې د برطانیې د انډپنډنټ ورځپاڼې په حوال ښودلې ده.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ