ژباړه: محمد نبي الدین

د اروا پوهني علماؤو داسي طريقې وړاندي کړي، چي په وسيله يې پلرونه او مېندي کولای سي د خپلو اولادونو پټ اسرار کشف کړي:

دا پنځه طريقې و آزمايئ کېدلای سي له ماشومانو سره مو د مناسب تعامل يوه پيلامه وګرځي:

1- د چوغوکي کيسه

خپل ماشوم ته دي د درو چوغوکو کیسه وکړه، چي (چوغوک) پلار (چوغوکه) مور او کوچينی (چوغوک) زوی يې وو، دوی د وني په سر کي په ځاله کي بيديږي…..

يوه ورځ تېز بادونه را الوزي…..

ځاله او چوغوکي لاندي را لويږي…..

پلار يوې وني ته الوزي…..

مور بلي وني ته الوزي….. ماشوم و پوښته، چي کوچنی چوغوک چيري والوت؟

که يې وويل: پلار ته والوت، نو ماشوم د پلار سره مينه لري…

که يې وويل چي مور ته والوت، نو د مور سره مينه لري او مور د امن سرچينه ګڼي…

که يې وويل چي کوچنی چوغوک بلي درختي ته والوت، نو د دې دا معنا ده، چي دی باوري او مستقل دی او د امن احساس کوي.

2- د ويري قصه

ماشوم ته دي کيسه وکړه، چي هلته يو هلک وو، ډېر زيات يې ژړل او ويل يې چي زه ډېر بېرېږم…..

له ماشوم څخه دي و پوښته، چي دا ماشوم به له چا يا څه شي څخه بېريږي؟

د ماشوم جواب به تا ته دا په ډاګه کړي، چي دی څومره بېريږي او هغه څوک به در و پېژني، څوک چي دی بېروي او يا دی داسي فکر کوي، چي د دې کس شتون زما ژوند تهديدوي او تنګوي مي.

3- د سفر کيسه✈

ماشوم ته دي ووايه، چي يو څوک يو ليري ځای ته ځي (سفر کوي)…..

بيا هيڅ کله نه راځي، نور هلته ورک کيږي….

ده ته ووايه، چي دا به څوک وي؟

د ماشوم جواب به دا درته په ګوته کړي، چي له چا څخه يې کرکه او نفرت کيږي او غواړي چي د ده څخه بايد بېل او جلا سي….

که يې درته وويل، چي هغه زه يم؛ نو پوه سه! چي له ځانه يې بد کيږي!!!

د ده جواب ته متوجه و اوسه!!!!

4- نوی خبر💌

ما شوم ته دي کيسه وکړه، چي يوه ورځ يو هلک له مدرسې يا ښوونځي څخه کورته راغلی، مور يې ورته وويل: هله! هله! راسه چي يوه نوې خبره درته وکړم…..

له ماشوم نه و پوښته! چي دا مور به و دغه هلک ته کومه نوې خبره کوي؟

د ماشوم جواب به دا درته و ښيي، چي دی کومي هيلي لري….

له څه وېريږي….

يا کوم بل څه….

5- بېروونکئ خوب

ماشوم ته دي کيسه وکړه، چي يو وخت يو ماشوم له خوبه را ويښ سو او خپل مور ته يې وويل: ما ډېر بېروونکئ خوب و ليدی….

له ده څخه پوښتنه وکړه، چي هغه ماشوم به څه شی په خوب کي ليدلی وي؟

د ماشوم جواب به دا په ډاګه کړي، چي په ده کي د ضعف کومي نقطې سته….

د کورنۍ د غړو او ملګرو سره د ده د اړيکو مشکلات څومره دي!!

** يادونه:

له ماشوم سره د جواب په پيدا کولو مرسته مه کوئ!

دا هم مه ورته وايه، چي (يا) بل جواب و وايه!!!

د دې کيسو څخه غرض دا دی، چي د ده د ويري، اندېښنو او اړيکو په اړه موږ معلومات تر لاسه کړو او که مرستي يا تشويق ته اړتيا وه؛ نو ورسره ويې کړو..

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ