تبصره

د تېر ميلادي کال د ډسمبر د مياشتې په ٢٧مه په مسکو کې د شانګهای غړیو هېوادونو لخوا د افغانستان د روانو حالاتو او د جګړې د له منځه وړلو په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې روسیې، چين او پاکستان ګډون کړی ؤ. که څه هم دا غونډه د افغانستان په اړه وه خو د افغانستان لخوا کوم پلاوي پکې د نه بلنې له امله ګډون نه ؤ کړى. په دې غونډه کې له بحثونو وروسته د غونډې ګډونوالو وويل چې د ځینو طالب مشرانو نومونه بايد له تور لیسته وایستل شي.

دا چې له يوې خوا افغانستان ته په دې غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې او له بلې خوا د يو شمېر طالب مشرانو له تور لیسته د ایستنې غوښتنه وشوه، افغان چارواکو پر مسکو غونډې دوه نيوکې وکړې چې یوه یې د طالب مشرانو له تور لیسته ایستلو او بله نيوکه یې دا وه چې په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېدل او پکې افغانستان ته بلنه نه ورکول، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.

دا چې د شانګهای تړون پر ۲۰۰۱ کال د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی دی، وخت په وخت غونډې کوي. چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې تړون اصلي غړي هېوادونه دي، خو په دې ټولو غړیو هېوادونو کې چین او روسیه په دغه تړون کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د روانې مرګونې جګړې د پای ته رسېدنې په خاطر ګاونډي او د سيمې هېوادونه غواړي، په خپلو کې له سلا مشورو وروسته د افغانستان جګړې ته د پای لپاره يو ميکانيزم جوړ کړي، څو د سولې لپاره يو حل لاره وګوري. خو په مقابل کې یې د امريکا جمهور رئيس له اشرف غني غوښتي چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو هڅې وکړي. تر څنګ یې دا دی په مسکو کې د شانګهای غړیو هېوادونو لخوا غونډه هم جوړېږي. د افغانستان لخوا دغې غونډې ته د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی.

په مسکو کې کېدونکې شانګهای غونډه کې هغه افغان پلاوى چې دمخه یې پر تېره غونډه دوه سترې نيوکې کړې وي، اوس ترې پینځه  غوښتنې لري.

د دې پلاوي لومړۍ غوښټنه دا ده چې د افغانستان په اړه هره غونډه کېږي، بايد د افغان پلاوي ګډون یې د مشرۍ په توګه وي. مانا داچې په مشترکه مشرتابه کې افغانستان ته هم مشري ورکړل شي.

دویمه، په شانګهای هره غوڼده کې افغانستان ته ګډون او درېم یې بايد د شانګهای تړون غړي هېوادونه په بشپړ ډول له افغانستان سره په امنیت، د ترهګرۍ په له منځه وړلو او جګړې پای ته رسولو کې دوامداره همکاري ولري.

څلورمه غوښتنه یې له دې غونډې دا ده چې شانګهای غړي هېوادونه بايد له افغانستان سره اقتصادي همکاري زياته کړي او پنځم په افغانستان کې د سولې د هڅو سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

د شانګهاي غړیو هېوادونه غونډه چې په ٢٠٠٤ کې مغلستان غړى شو او په ٢٠٠١٢ ميلادي کال کې یې افغانستان، هند، ايران او پاکستان ته غړيتوب ورکړل شو، موخه یې په سيمه کې امن ساتل دي او غواړي د امريکا او ناټو پر وړاندي د نفوذ انډول وساتي. خو دا چې افغانستان اوس ولې له دغه غونډې چې دمخه یې پرې نيوکې درلودي او اوس ترې غوښتنې لري. داسې ښکاري چې اوس افغان چارواکې هم  د ځان  لپاره په  متبادله لار غور کوي، چې دا مسئله به نه يوازې افغان حکومت بلکې امريکا ته هم ستونزې را ولاړې کړي. يو پر بل بې اعتباريو تل د دوستو هېوادونو د دوستۍ مزي شلولي دي.

روانو حالاتو ته چې په غور نظر وکړل شي، امريکا د افغانستان په اړه د سولې د هڅو مخالفت کوي. د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه. هممهاله افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره چې ولس او حکومت یې د مذاکراتو د پیل لپاره هيڅ ډول شرايط نه لري، په هر ځای کې چې طالب مشران وغواړي افغان حکومت مذاکراتو ته چمتو دی.

 له دې اختلافاتو داسې جوتېږي چې د افغانستان او امريکا تر منځ دا د دوستۍ مزي ټينګ نه شي پاتې کېداى..

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ