پلچرخي زندان کې په چړو وهل شوي بندي ساه ورکړه

47

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰): تېره ورځ د کابل په پلچرخي زندان کې پنجشيري جينايي بنديانو د مدرسې يو ديني عالم د چړو او چاقوانو په ګذارونو وواهه، چې له کبله يې نوموړی د مرګ تر کومې ورساوه.

د دغې پېښې په غبرګون کې بنديانو کانتين ته اور ورته کړ او د مدرسې دروازه يې ماته کړه، چې په جريان کې يې عسکرو مخنيوی وکړ، خو په پايله کې يې بنديانو درې عسکر له ځان سره بنديان کړل. خو وروسته د بنديانو او چارواکو د خبرو په پايله کې خوشې شول.

د دغه زندان يوه بندي اسير همت روحاني کابل ټکی کام ته وويل، د تېرې ورځې په شخړه کې په چړو وهل شوي ديني عالم مولوي وزير د کابل په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

مولوي وزير د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې له تېرې څه مودې راهيسې د طالبانو سره د اړيکو په تور د دولت له لوري نيول شوی و او د پلچرخي زندان کې يې په مدرسه کې سلګونه زده کوونکو ته د تدريس چارې پر مخ وړلې.

د دغه زندان څخه باوري سرچينې وايي، چې نوموړي ته دغه پلان د دولت له لوري ترتيب شوی و، ځکه چې مولوي وزير د درېيم بلاک د پخواني قومندان تبديلۍ په باره کې په تېر احتساب کې ډېر جدي و، خو پنجشيريانو يې د ظلم، وحشت او بدو کارونو ملاتړ کاوه.

سرچينه زياتوي، زندان کې طالبانو او سياسي بنديانو ته ږومنځ، آيينه، وړه بياتي او د ژوند د ضرورت ډير نور واړه توکي هم نه ورپېښودل کېږي، خو په خبره يې چې (لنډغر له ځانونو سره چړې، چاقوان او نور وسايل هم ګرځوي).

يوه بندي ليکلي: د پلچرخي زندان په ټولو بلاکونو کې نن هم “درجه یک” کلک احضارات دي، نه افتابۍ ته او نه هم مدرسې ته بندیان ایستل شوي دي.

څه موده وړاندې هم په دغه زندان کې د سياسي او جينايي بنديانو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی و. سياسي بنديان ادعا کوي چې جينايي بنديان او بالخصوص پنجشيريان په زندان کې د نورو بنديانو او د ټولنيز ژوند خيال نه ساتي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ