سعودي د دويمې عمرې د ادا کوونکو لپاره ماليه زياته کړه

26

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰): د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت په هغه حاجيانو ماليه زياته کړه، چې تېر کال يې عمره ادا کړي وي او سږ کال يې بيا د ادا کولو اراده لري.

د یاد وزارت د ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ، هغه کسانو چې تېر کال يې عمره ادا کړي وي او سږ کال يو ځل بيا غواړي چې دغه زيارت وکړي، نو هلته د تګ پر مهال به ۵۴۰ ډالره اضافه پيسې ترې اخيستل کېږي.

د سعودي عربستان په دې پريکړې ځينو اسلامي هېوادونو او يو شمير سياحتي نمايندګيو خواشينې ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې دغه پريکړه به د دوی تجارتي برخو ته ضربه ورسوي او زياتوي چې له دې سره اقتصادي ناورين هم رامنځته کېدلی شي، ځکه په وينا يې چې د هوټلونو او نورو ميشت ځايونو کرايه ګانې لوړې دي، خو پېرېدونکي به نه وي.

د سعودي د حج اوقافو وزارت تېر کال هم دغه ډول پرېکړه کړې وه او په دوهم ځل د عمره کوونکو کسانو لپاره يې ۵۴۹ډالره اضافي ماليه اخيسته.

ويل کېږي، دغه پريکړه په سعودي کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه شوې ده، خو ځينو اسلامي ټولنو بيا د دوی دغه پريکړه غندلې او وايي چې دا د سپېحلو ځايونو څخه د مسلمانانو د منعه کولو معنا لري.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ