(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰):د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشر قاضي سیدمحمد سامع وايي، په شمال زون کې اربکیان د ناامنۍ اصلي لاملین دي.
د سامع په خبره، اربکیان د امنیت د ټینگښت لپاره نهدي جوړ شوي؛ بلکې په ناامنۍ کې تر ټولو ډېر ددوی لاس دی.
دی وايي، اربکیان له خلکو په زور پیسې، ډوډۍ او باج غواړي او خلک مجبوره شوي، چې د دوی پرضد وسله راپورته کړي.
سامع له مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د اربکیانو پرځای باید ملي پولیس په سم ډول وروزل شي او هماغوی په دندو وگومارل شي.
د بلخ د ولایتي شورا رییس ډاکټر محمد افضل حدید هم ورته اندېښنه ښيي، چې اربکیان له قانون، د عامو خلکو سره د چال چلن او د حکومت د شته قوانینو څخه خبر نهدي او د امنیت پرځای یې ناامنۍ ته لاره هواره کړې ده.
د حدید په خبره، د بلخ په چمتال، شولگر او چهاربولک ولسوالیو کې اربکیان شته؛ خو همدغه ولسوالۍ د بلخ تر نورو ډېرې ناامني دي.
د بلخ ځايي خلک هم ورته اندېښنه ښيي، چې اربکیان له قانون څخه د ناخبرۍ له امله خلک ازاروي او فکر کوي چې یوازې همدوی د خلکو باداران دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شېرجان دراني دغه ستونزې مني؛ خو وايي چې دوی هڅه کوي، چې اربکیان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي او د خلکو د زورونو نه لاس واخلي.
د دراني په خبره، اوسمهال په بلخ کې ۹۰۰ اربکیان شته او دوی یې په تصفیه کولو بوخت دي.
د هېواد د زیاتو سیمو خلک شکایت کوي، چې اربکیان د امنیت ټینگولو پرځای د خلکو په زورنو بوخت دي او د ناامنۍ اصلي لاملین اربکیان دي.