تبصره
د افغانستان د مسئلې د حل لپاره چې يو ځل بيا د سولې هڅې ګړندۍ شوې، په روسيه کې د کېدونکې غونډې تر څنګ رسنيو ويلي چې په راتلونکې اونۍ کې به د سولې په اړه يوه غونډه په عمان کې دايره شي او په افغانستان کې د روانو حالاتو د سمون او تلپاتې سولې لپاره به هغه لارې چارې ولټول شي چې تر اوسه د څلورو لسيزو په جريان کې نه دي په ګوته شوي.
د نړيوالو رسنيو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي ګډون وکړي او له طالب مشرانو سره به په افغانستان کې د سولې په پروسه او د جګړې د پای ته رسېدا په اړه تفصيلي خبرې وکړي.
دا چې تر اوسه پورې کومې مرجع خپله طالبانو او يا د کوم هېواد استازي نه ده تائيد کړي چې د عمان په غونډه کې به طالب مشران ګډون وکړي او که څنګه، کره ډاډ نه لرو، خو رسنيو د طالبانو په حواله ليکلي چې دوی ته په دې اړه کومه بلنه تر اوسه پورې نه ده ورکړل شوې.
دوه کاله دمخه چې په قطر کې د پګواش او په اسلام آباد او کابل کې څلور اړخيزه پنځه غونډې وشوې، يا د چين په ارومچي کې کوم مذاکرات وشول، کومه مثبته نتيجه ترې په لاس رانغله. خو دومره یې وکړل چې دا ډول غونډو ته یې لاره هواره کړه.
د څلور اړخيزو پنځو غوڼدو له ناکامۍ وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې په دې ترېنګلې شوي چې افغانستان په وار وار وويل، پاکستان د افغان مسئلې په حل کې په اخلاص قدم نه پورته کوي. خو پاکستاني چارواکو تل د خپل اخلاص غږ پورته کړی او د چارواکو په وينا یې تر خپله وسه یې هلې ځلې چاري ساتلې دي.
د عمان د غونډې دمخه هڅه کيږي چې طالب مشران مذاکراتو ته چمتو کړل شي. که په عمان کې غونډه جوړه او طالب مشران مذاکراتو ته حاضر شي، نو تر نورو غونډو به دا غونډه ګټوره تمامه شي. ځکه چين، ايران او پاکسان درې واړو هېوادونو خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي څو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او لمن یې ګاونډيو هېوادونو ته خوره نه شي.
د افغان حکومت د سولې شورا د عمان په غونډه کې د ګډون اعلان کړی دى، خو دا لا نه ده څرګنده چې آيا طالب مشران به په غونډه کې ګډون وکړي او کنه؟ که یې وکړي، د تېر په څېر شرطونه به ولري او که به د سولې په موخه به يو نرموالې وښیي څو په افغانستان کې سولې او مذاکراتو ته لاره هواره شي.
دا چې د راتلونکي اکتوبر په ١٦مه د غونډې د جوړېدو تمه ښوول شوې ده، شايد ګاونډي هېوادونه د عمان غونډې تر جوړېدو پورې هغه څه وکړي کوم څه چې سوله پرې راتلاى شي. هغه په غونډه کې د طالب مشرانو ګډون دى. په غونډه کې د طالب مشرانو ګډون شايد دهغه څه پورې وتړل شي کوم چې دمخه په نورو غونډو کې طالب مشرانو د مذاکراتو د پيل لپاره وړاندى کړي وو.
دلته د طالب مشرانو پخوانۍ يادونې، چې د مذاکراتو د پیل لپاره یې د شرط په توګه وړاندې کړې وي، که په نظر کې کې ونه نيول شي، بيا خو به هغه څه له لاسه ورکړل شي د کومو لپاره چې له ١٦کالو راپدېخوا یې د امريکا او ناټو پوځونو پر خلاف وسله واله مبارزه کې قربانۍ ورکړل شوې.
که په حقيقت کې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې سولې او مذاکراتو ته لاره هواره وي؛ تر هر څه لومړی بايد هغه عوامل له منځه يوسي کومو چې د افغان حکومت او طالب مشرانو تر منځ د مذاکراتو او سولې مخه ډب کړې ده، بيا هم مذاکرات او هم سوله دواړه کاميابېداى شي.